‏په کندهار کې د هاوان مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د یوې زړې هاوان مرمۍ په چاودنه کې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سیمه‌ییزو خلکو په خبره، دغه پېښه تېره ورځ په ملا شېرعلي کلي کې هغه مهال شوې، چې دغو دوو ماشومانو له یوې زړې هاوان مرمۍ سره لوبې کولې.