‏په ننګرهار کې د وروستیو ورښتونو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۸

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو مرکز په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله په دوو جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

دوی وایي، چې د ⁧‫ننګرهار‬⁩ ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يو ماشوم سېلاب وړی او په مومندرې ولسوالۍ کې بیا د يوه کور د خونې چت پرېوتو په پېښه کې يوه دولس کلنه ماشومه هم مړه شوې ده.
‏له بل پلوه بیا په لعلپورې، حصارک، دوربابا او يو شمېر نورو ولسواليو کې يوشمېر څاروي له منځه تللي، کرنيزې ځمکې، کورونه او لارې هم تخريب شوې دي.
په افغانستان کې وروستیو ورښتونو یوازې په ارزګان ولایت کې ۱۲ کسان مړه کړي او ۶ نور يې ټپیان کړي دي.
په تېرو درېيو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د وزارت ویاند ویلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ کسان یې له امله مړه شوي او ۲۷ نور بیا ټپيان دي.

نور خبرونه

رادیو