• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نظر پوښتنه: اکثره اسراییلیان د ایران پر وړاندې د غچ اخیستنې مخالف دي

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۱

د اورشلیم پوهنتون د یوې سروې پایلې ښيي، چې ۵۲ سلنه اسراییلیان د ایران پر وړاندې د پوځي غچ اخیستو مخالف دي. دا ډله په دې باور ده، چې پر ایران د اسراییل برید کولی شي د سیمه ییزو شخړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

د اسراييلي ويبپاڼې ای ۲۴ نیوز د راپور له مخې؛ په دې سروې کې ۷۴سلنه ګډونوال دا هم وايي، چې که د ايران پر ضد اقدام د اسراییل اړیکې له خپلو متحدينو سره کمزورې هم کړي، نو اسراييل بايد غچ وانه خلي.

د دغې سروې پایلې ښيي، چې ۴۸سلنه اسراییلیان د ایران پر ضد له دغه اقدام سره موافق دي او یو پر څلورمه برخه یې وايي، چې دا برید باید د ایران په خاوره کې ترسره شي.

درې ورځې وروسته له هغې چې ایران پر اسراییل په سلګونو توغندي وویشتل، د دغه هېواد حکومت لا هم د دغه برید د ځواب په اړه بحثونه کوي.

د حکومت د جنګي کابینې غړو تر اوسه ایران ته د پوځي ځواب ورکولو پر وخت او انتخابونو هوکړه نه ده کړې.

لویدیځو او د سیمې هېوادونو له اسراییل څخه غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

دوی اندېښنه لري، چې د اسراییل ځواب به په منځني ختیځ کې بله جګړه پیل کړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ایران د زعفران د شورا غړی: زموږ له ضعفه په ګټنې افغانستان په خپل نوم زموږ زعفران صادروي

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د ایران د زعفران د ملي شورا یوه غړي ويلي، چې د دغه هېواد د زعفران صادراتي بازار مو د کمزوري مديريت له امله په دواړو لاسونو افغانستان ته ورکړی دی.

علي حسیني د دې ادعا په کولو سره چې «افغانستان له ۲۰ ټنو څخه کم زعفران تولیدوي او ۷۰ ټنه صادروي» وویل: «د ایران زعفران له هغه ځایه صادریږي.»

ایسنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ د (وري ۲۸مه) د ښاغلي حسيني له قوله راپور ورکړی، چې د زعفرانو عمده واردونکي ایران، افغانستان، متحده عربي امارت، هسپانيه او چين دي.

په دې معنا چې افغانستان د ایران د صادراتو بازار نیولی او د ایرن زعفران هند، سعودي عربستان او امريکا ته صادروي.

د هغه په ​ خبره؛ پخوا د نړۍ تر ٩٠ سلنې زيات د زعفرانو توليدول له ایران څخه وو؛ خو اوس دغه فيصدي کمه شوې ده؛ ځکه په ايران کې د زعفرانو توليد کم شوى او بيه يې د پنځو مياشتو په پرتله څلور برابره لوړه شوې ده.

د دغه راپور له مخې؛ ښاغلي حسیني وویل، چې د زعفرانو د بیې لوړېدل ښايي تولیدونکو او بزګرانو ته ګټه ورسوي؛ خو په یوه وخت کې به ایران خپل بازارونه او پېرېدونکي له لاسه ورکړي.

د ایران د زعفرانو د ملي شورا دغه غړی زیاته کړه: «ایران په نړۍ کې د زعفرانو لومړی تولیدوونکی دی؛ خو افغانستان، هند، یونان، مراکش او هسپانیه هم د تولید ډګر ته داخل شوي دي.»

ايسنا په خپل خبر کې ليکي، چې نوموړي دې ته په اشارې سره چې د ايران زعفران له هېواد څخه صادرېږي او بيا د نورو هېوادونو په نوم صادرېږي وويل: «هند له ايران څخه د زعفرانو د پېرلو لپاره درنه تعرفه ورکوي له همدې امله ايراني زعفران افغانستان ته داخلېږي او بيا د افغانستان په نوم دغه زعفران هند ته ځي.»

ښاغلي حسیني زیاته کړه، چې د زعفرانو د تولید او بسته بندۍ په برخه کې پر ستونزو سربېره د صادراتو په برخه کې هم له خنډونو سره مخ دي او حکومت باید د صادراتو دغه خنډونه لرې کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې حکومت باید د کرنیزو محصولاتو صادرونکي د مالیې له ورکړې معاف کړي.

ښاغلي حسیني وویل: «موږ باید پلټنې وکړو ترڅو معلومه کړو چې ستونزه چیرته ده او ولې تولید کم شوي دي.»

د ایران د زعفرانو د ملي شورا غړي ویلي، چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې په هر هېکټار ځمکه کې له ۶ تر ۷ کیلو زعفران تولیدېدل؛ خو اوس دغه شمېر دوه کیلو ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه: « په هر متر مربع ځمکه کې بايد يو ګرام وچ زعفران توليد شي؛ خو اوسمهال په هر هکتار کې ٢٠٠ ملي ګرامه توليدېږي. که چيري بزګران وکولای شي له هر هېکټار څخه له ۶ تر ۷ کیلو زعفران وکري، موږ کولای شو له نړۍ سره سیالي وکړو.»

پښتونخوا کې د ورښت له امله د مړو شمېر ۲۲ ته ورسېد، چترال کې کلنۍ ازموینې وځنډول شوې

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په دغه صوبه کې له څلورو ورځو را هیسې په باران کې د مړو شمېر ۲۲ او د ټپیانو ۳۱ ته ورسېد. لا هم راتلونکو ورځو کې د سخت ورښت اټکل دی او په دې دلیل چترال کې د ښوونځیو مټریک ازموینې وځنډول شوې.

د پښتونخوا د طبیعي پېښو د مخنیوي اداره نن په یوه خبرپاڼه کې وايي، د موسمي باران له امله د مرګ ژوبلې په رپوټ کې وايي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د باران له امله په مړو کې ۹ ماشومان او درې ښځې هم دي.

دا اداره وايي، په دې موده کې ۵۳ کورونه پ،ره او ۲۷۷ سرسري وران شوي دي.

د دې ادارې په اعلامیه کې زیاته شوې چې نن یوه بله سړه څپه د پښتونخوا د سوات، دیر، چترال، کوهستان، خیبر او نورو سیمو ته ننوځي او له امله به یې تر راتلونکو دوو ورځو ورښت وشي.

د راتلونکو ورځو د باران له امله د پښتونخوا د تعلیم صوبايي وزیر فیصل خان ترکي نن په غرنی چترال کې د متریک په نوم د ښوونځیو کلنۍ ازموینې وځنډوله.

د مهالوېش له مخې دا ازمونیې راتلونکې پنجشنبه کېدلې، خو د دوو ورځو ځنډو سره به راتلونکې شنبه وشي.

فایننشل ټایمز: ایران اسراییل ته د تاوان رسولو پر ځای د قدرت ښودلو لپاره توغندیز برید وکړ

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۱

بريتانوۍ ورځپاڼې فايننشل ټايمز د دوشنبې په ورځ په خپل يو راپور کې ليکلي، چې د ايران پراخ راکټي او ډرون بريدونه که څه هم د دغه هېواد پوځي ځواک ښيي، خو ايران دغه توغندي د قدرت ښودلو په موخه وتوغول، نه د تخريب او مرګ ژوبلې.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، که اسراییل د خپل پرمختللي دفاعي سیسټم او د خپلو متحدینو په همکارۍ دغه توغندي شنډ او له منځه نه وای وړي، نو د ایران بالستیک او کروز توغندي به اسراییلو ته ډېر تلفات اړولي وای.

ایران په دمشق کې پر خپلي کونسلګرۍ د اسراييل د بريد او هلته د سپاه پاسداران د څو قوماندانانو د وژل کېدو په غبرګون کې د شنبې په ورځ د (وري ۲۵مه) تر ۳۰۰ ډېر د توغندي او بې پيلوټه الوتکي بريدونه وکړه.

اسراييل او متحدين يې وایي، دوی توانېدلي، چې د دغو توغنديو ۹۹ سلنه شنډ کړي.

د اسراییل حکومت د ایران د بالستیک او کروز توغندیو له کبله خپلو پوځي اډو ته د زيات زیان اړولو ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې یوازې يې یوه هوايي اډه لږ زیانمنه شوې ده.

دا بریدونه په تیرو څلویښتو کلونو کې د ایران او اسراییل تر منځ لومړنۍ مستقیمه نښته وه.

فایننشل ټایمز لیکي، چې تر دې شخړې مخکې د اسراییل او ایران اړیکې د ایران د لوړ پوړو پوځي او اټومي ساینس پوهانو تر وژلو او د اسراییل په سېمو کې د ایران د نيابتي ډلو تر بریدونو پورې محدودې وې.

د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي وویل، چې د شنبې ورځې بریدونو د ایران او اسراییل ترمنځ پوځي معادلات بدل کړل.

هغه وویل له دې وروسته به د ایران په ګټو او چارواکو باندې د اسراییل هر ډول بريد به د اسراييل په خاوره کې د ایران له غبرګون سره مخامخ شی.

اسراییل ویلي دي، چې په مناسب وخت کې به په خپله خاوره د ایران د بریدونو ځواب ورکړي.

امریکايي رسنیو د اسراییلي سرچینو په حواله ویلي، چې پر ایران د ځوابي برید احتمال ډېر دی.

امريکا او نورو لويديځو هيوادونو، چې له اسراییل سره یې د ۱۲۰ بالستیک توغنديو، ۳۰ کروز توغنديو او ۱۷۰ ډرون الوتکو په شنډولو کې مرسته کړې، د نتانیاهو له حکومته غوښتي، چې له غچ اخيستو ډډه وکړي.

امريکا او کاناډا ټينګار وکړ، چې د دې سترې حملې شاتګ د اسراييل لپاره ستراتيژيکه بريا ده او د ایران لوړ دفاعي ځواک يې وښود.

د اتلانتیک شورا څیړونکي هالي ډاګرس فایننشل ټایمز ته ویلي دي، چې ایران د خپل میزایلي ځواک په ښودلو حساب کوي.

هغه وويل: «د اخوندانو له نظره دغه ماموريت بريالى و، ځکه هغوى وتوانېدل، چې د ايران له خاورې اسرایيل ته ماتې ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې دوی د پخواني شاه له وخته جنګي الوتکې لري او تر اسراییل کم هوايي دفاعي ځواک لري.»

وروسته له هغه، چې د ایران راکټونه او بې پیلوټه الوتکې په نښه او يا له منځه یو وړل شوې، د ایران دفاع وزارت، سپاه پاسداران او د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ،چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید په اړه د دوی غبرګون پای ته رسېدلی دی.

دوی ګواښ کړی، چې که اسراییل غچ واخلي، د ایران غبرګون به پراخ او پرېکنده وي.

په همدي مهال د امريکایي رسنيو په وينا په اسراييل کې د احساساتو فضاه ګرمه شوې وه.

د دغه هېواد حکومت په وار وار ویلي، چې پر خپله خاوره به د راکټي بريدونو ځواب په ډېر قوت سره ورکړي.

فایننشل ټایمز لیکي، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره تلیفوني خبرې کړي او بایډن ورته ویلي، چې د شنبې د ورځې بریالۍ دفاع د اسراییل بریا وه.

هغه وویل که څه هم امریکا د اسراییل دفاع ته ژمنه ده، خو د ایران په وړاندي د اسراییل په پوځي عملیاتو کې به برخه وانخلي.

دا لا څرګنده نه ده، چې د نتانیاهو حکومت، چې تل یې د ایران پر وړاندې خورا سخت دریځ نیولی، د ایران د برید په اړه به څه ډول غبرګون وښيي.

فایننشل ټایمز لیکلي، چې د ایران د برید څرنګوالي یو څه د بایډن استدلال پیاوړی کړی.

دغې ورځپاڼې لیکلي: «په تېرو دوو اونیو کې ایران د برید لپاره د خپل پلان په اړه خبرې وکړې او په عمومي توګه یې ټیټ سرعته بې پیلوټه الوتکې وکارولې، چې د اسراییلو د هوايي دفاعي سیسټم له خوا په اسانۍ سره هدف او له منځه یو وړل شوې. په دې توګه ایران د تلفاتو احتمال کم کړ.»

د اسراییل د بهرنۍ استخباراتي ادارې موساد پخوانۍ چارواکي سیما شاین فایننشل ټایمز ته ویلي، چې ایران د اسراییلو د څو پوړیزو توغندیو د دفاعي سیستم له وړتیاو خبر دی او له همدې امله یې ګومان کاوه، چې په اسراییلو کې به تلفات لږ وي.

هغه وويل: «د ايران له نظره، دا بريد يوه ننداره وه: موږ توان لرو، موږ هر ډول راکټونه او ډرون لرو؛ خو موږ نه غواړو چې تاوتريخوالی د جګړې کچې ته لوړ شي.»

په ورته وخت کې د ایران ملاتړي وايي، د ایران راکټي بریدونو د اسراییلو د بریدونو او وژنو په وړاندې د ایران مقاومت پیاوړی کړی دی. ځکه هرکله چې اسراييل غواړي د ايران پر ضد اقدام وکړي، د ايران غبرګون ته به پام وکړي.

یوه اسراییلي چارواکي فایننشل ټایمز ته وویل: «هغوی موږ ته د دې په اړه ډیر څه را زده کړل، په داسې حال کې چې موږ د دوی په اړه لږ څه زده کړل.»

بایډن سره په لیدنه کې د عراق لومړي وزیر په منځني ختیځ کې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه وکړه

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السو‌ډاني په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په لیدنه کې په منځني ختیځ کې له ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه وکړه. ښاغلي السوډاني دا هم وویل چې هیواد یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د هڅو ملاتړ کوي.

دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې اسراييل د ایران د بريد د ځواب ورکولو په اړه رايه اچونه کوي او په ورته وخت کې واشنګټن او د تل ابيب اروپايي ملګري پر اسرایيل غږ کوي چې له زغمه کار واخلي.

د عراق هوايي حریم، چې د واشنګټن او تهران له ملګرو دی، د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو اصلي لاره وه چې د دې اونۍ په پیل کې یې اسراییل په نښه کړل.

ښاغلي السوډاني په دې لیدنه کې وویل چې په سیمه کې د کومو پېښو په اړه د همکارۍ د روحیې په اړه د امریکا او د هغه ولس نظرونه ښايي توپیر ولري. خو هغه زیاته کړه، د نړیوال قانون، بشردوستانه قانون، د ملکي وګړو د ساتنې مسوولیت او د جګړې د قوانینو په برخه کې «نړېوال هوکړه لیک شته.»

د عراق لومړي وزیر وویل: «موږ د ولسي وګړو په ځانګړې توګه پرښځو او ماشومانو هر ډول فشار ردوو او د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د درناوي لپاره د ژمنو ملاتړ کوو.»

امریکايي ولسمشر دا هم ویلي، چې امریکا د اسراییل امنیت او په غزه کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمنه ده.

جوبايډن وويل امريکا د اوربند تړون ته ژمنه ده چې له مخې به يې د حماس له خوا يرغمل شوي کسان بېرته راستانه شي او نورو سيمو ته به د جګړې د پراخېدو مخه ونيسي.

بایډن همداراز له داعش سره د مبارزې او د عراق او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د واشنګټن او بغداد تر منځ همکاري ډیره مهمه ده.

د عراق صدراعظم واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع له وزیر لوید اسټین سره هم وکتل.

امریکا په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې له داعش سره په مبارزه کې له دغه هیواد سره مرسته کوي.

سپینه ماڼۍ: ایران امریکا ته د اسراییل پر اهدافو د برید په اړه خبرداری نه دی ورکړی

۲۷ وری ۱۴۰۳ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۰۰ GMT+۱

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې ایران پر اسراییل د برید د وخت په اړه امریکا ته خبرداری نه دی ورکړی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، چې امریکا له ایران سره پیغامونه تبادله کړي؛ خو پر اسراییل د برید لپاره د ایران د مهالوېش او اهدافو په اړه کوم پیغام نه دی ورکړل شوی.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې له برید څخه دوه اویا ساعته وړاندې یې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو ته خبرداری ورکړی و.

له برید څخه دوه ورځې وړاندې امریکا د ایران د احتمالي برید خبر هم ورکړی و.

په ورته وخت کې د اسراییل متحدینو پر دغه هېواد فشار راوستی، چې د ایران له خوا ځوابي برید به په منځني ختیځ کې کړکېچ لا پیاوړی کړي او دوی دې له ځوابي بریده لاس پر سر شي؛ خو د اسراییل د دفاع وزیر ویلي، چې دوی ایران ته له ځوابي بریده بله هېڅ چاره نه لري.