د خبریالانو مرکز: د نور او بریا ټلویزیونونو د خپرونو ځنډول او تړل ناقانونه کړنه ده

له هغه وروسته چې طالبانو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب بریا ټلویزیون او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي نور ټلویزیون خپرونې بندې کړې؛ دغه اخیستل شوي ګام د رسنیو د ملاتړو سازمانونو پراخ غبرګونونه راوپارول.





