د پروان اوسېدونکو د دغه ولایت په فضا کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د الوتنې خبر ورکړی

د پروان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته هغه عکسونه استولي، چې په کې یوه بې پیلوټه الوتکه د دغه ولایت په فضا کې الوتنه کوي. تر اوسه مالومه نه ده، چې دغه الوتکه د کوم هېواد ده. تر دې وړاندې په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.





