د طالبانو د سوداګرۍ وزیر: د افغانستان تولیدات د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وايي، د دې ډلې د اقتصادي تګلارې له امله د افغانستان تولیدات د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري. نورالدين عزيز ویلي، له ګاونډيو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوې، چې افغانستان کې بیې ثابتې پاتې شي او د لارو تړل کېدل د توکو پر بيو اغېز و نه کړي.