د طالبانو کونسل: پاکستان په کراچۍ کې د افغانانو د ملکیتونو په راګرځولو کې همکاري نه کوي

په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ سرپرست عبدالجبار تخاري وايي، په کراچۍ کې د افغان ملي بانک ځمکې نیول شوې دي. د هغه په وينا، د بهرنيو چارو وزارت او د پاکستان پوليسو د دغو جايدادونو په بېرته نيولو کې له دوى سره همکاري نه ده کړې.