• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

موسمي طوفاني بارانونو په بلوچستان ویجاړی رامنځته کړی دی

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د سختو بارانونو او سېلابونو له امله په بلوچستان کې یو شمېر عامه ځایونه ړنګ شوي، سلګونه کورونه ویجاړ شوي او د ځینو کلو اړیکه له ښار سره پرې شوې ده.

جیو نیوز د چهارشنبې په ورځ ( وري۲۹مه)راپور ورکړی چې ګوادر، پسني، اورماره او جيوني کې د سختو بارانونو له امله ګڼ کورونه ړنګ شوي او استوګن کورونه د اوبو لاندې شوي دي.

د طوفاني بادونو له امله د کورونو سولر تختې هم راپرېوتې، له بارانونو وروسته له غرونو څخه د راوتلو سېلابونو له امله هم زيانونه اوښتي، ځیني سړکونه وران شوي او څو کلیو سره ځمکنۍ اړیکه هم پرې شوې ده.

د قلات او هرنایي په ګډون مرکزي بلوچستان کې بارانونه دوام لري.

شمالي بلوچستان چمن او نورو سیمو کې هم د خلیج څخه د راغلو موسمي نظام له امله د طوفاني بارانونو لړۍ روانه ده.

د پاکستان هوا پیژندنې ادارې ویلي، چي بلوچستان کې د بارانونو لړۍ دوام لري او سبا به هم بارانونه کیږي.

بل خوا د خېبرپښتونخوا په پاړه چنار کې هم د سختو بارانونو له امله په مختلفو سیمو کې د خټو کورونه نړېدلي دي.

په کرم سیند کې د سیلاب له امله د سیند د غاړې کرنیزې ځمکې د اوبو لاندې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ د ډېورنډ پولې ته څېرمه د اوو تنو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۱

د پاکستان سرحدي ځواکونو د خيبر پښتونخوا صوبې په شمالي وزيرستان کې اووه تنه وسله وال چې غوښتل يې د ډېورنډ له پولې د پاکستان لور ته واوړي په جګړه کې وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه کسان د پوځ له ځواکونو سره په سخته نښته کې وژل شوي دي.

د دغې اعلاميې له مخې؛ دغه نښته د شمالي وزيرستان د غلام خان په سيمه کې د "سپين کاى" په سيمه کې شوې او د هغوى يوه زياته اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي د پوځ لاس ته ورغلي دي.

د پاکستان پوځ په خپله اعلاميه کې زياته کړې، چې هېواد يې پرله پسې له طالبانو غوښتي، چې د ډېورنډ کرښه په سمه توګه اداره کړي او پاکستان له طالبانو هيله کوي، چې په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي او پرې نه ږدي، چې اورپکي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ د سرحدي تاو تریخوالي د هواري لپاره له تېرو درېیو کلونو راهیسې هڅې لا هم بې نتیجې دي.

پاکستان تل په طالبانو تور لګوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ترهګرو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي او پر وړاندې یې پرېکنده اقدام نه کوي.

د پاکستان د پارلمان غړی: پاکستان امریکا ته په بلوچستان کې دوه هوايي اډې ورکړې دي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی شېرافضل مروت وايي، چې دغه هېواد امریکا ته د افغانستان او ایران پولو ته څېرمه په بلوچستان کې دوه هوايي اډې ورکړې دي.

د تحريک انصاف ګوند دغه غړي د ليندۍ په ٢٩مه، د شهباز شريف پر بهرنۍ تګلارې نيوکې وکړې.

ښاغلي مروت په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: "تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، پاکستان د افغانستان او ایران پولو ته څېرمه په بلوچستان کې خپلې دوه هوايي اډې امریکایانو ته ورکړې دي."

ښاغلی مروت د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند له مهمو مشرانو څخه دی.

د سې شنبې په ورځ په ورته وخت کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان اسلام اباد ته سفر وکړ او ویې ویل، چې سعودي عربستان د امریکا استازيتوب کوي او د پاکستان له صدراعظمۍ د عمران خان په لرې کولو کې یې له امریکا سره همکاري کړې ده.

د نوموړي له څرګندونو وروسته تحریک انصاف اعلان وکړ، چې دا خبرې د دې ګوند دریځ نه دی او د هغه شخصي نظر دی؛ خو په دې وروستیو کلونو کې امریکا ته د هوايي اډې سپارل په پاکستان کې یوه جنجالي موضوع ده.

پر افغانستان د امریکا له برید وروسته پاکستان امریکايي ځواکونو ته په بلوچستان کې د شمسي هوايي اډې په ګډون خپلې هوايي اډې ورکړې، چې دوی له طالبانو سره په جګړه کې کارولې؛ خو وروسته امریکا دغه اډه پرېښوده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د وخت په نږدې کېدو سره د امریکا له خوا د پاکستان له هوايي اډې د کار اخیستو مساله یو ځل بیا ګرمه شوه.

هغه مهال د عمران خان حکومت امریکا ته د اډې له سپارلو ډډه وکړه.

کارپوهان په دې باور دي، چې دا مساله د عمران خان او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا یو لامل ګرځېدلی.

له واکه د عمران خان له لېرې کېدو وروسته د دغه ګوند پلویانو یو ځل بیا د شهباز شریف حکومت له امریکا سره په جوړجاړي تورن کړی دی.

د پاکستان هوايي اډې اوس د امریکا لپاره چې په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، ستراتیژیک اهمیت لري، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې امریکا لا هم په افغانستان کې د داعش په ګډون د تروریستي ډلو د فعالیتونو او په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښمنه ​​ده.

سیمه او لویدیځ اندېښمن دي او له بلې خوا امریکا اوس د ایران د فعالیتونو په اړه ډېره اندېښنه لري.

اوس چې د شهباز شریف د حکومت او طالبانو تر منځ اړیکې د عمران خان په دوره کې هغسې ښې نه دي، امریکا ته د هوايي اډې سپارل یوه سیاسي «ګټه» بلل کېږي.

شهباز شریف: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به ډېر ژر پاکستان ته را شي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به ډېر ژر دغه هېواد ته په رسمي سفر ور شي. که څه هم د ښاغلي رییسي د سفر کره نېټه نه ده ښودل شوې، خو پاکستاني رسنیو د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل چې نوموړی به پنځه ورځې وروسته اسلام اباد ته ور شي.

دا تېره جنورۍ کې د یو بل په خاوره له توغندیز برید وروسته د اسلام اباد او تهران د اړیکو د ښه والي ښکارندويي کوي.

د ایران سپاه پاسدران د پاکستان د بلوچستان د جندالله ډلې د مرکزونو د له منځه وړلو په پلمه توغندیز برید وکړ، خو پاکستان وویل، ولسي وګړي وژل شوي.

په مقابل کې اسلام اباد هم د ایران په سیستان بلوچستان کې د خپلو مخالفو وسلوالو د په نښه کولو په پلمه توغندیز برید وکړ او په ځواب کې تهران وویل چې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس د جکړې له پیلېدو وروسته دې توغندیز برید په سیمه کې د یوې بلې پراخې جګړې وېره پیدا کړې وه، خو دواړو هېوادونو له یو بل سره د خبرو له لارې د ستونزو حلولو خبره وکړه.

پاکستان ته د ابراهیم رییسي د سفر خبر په داسې مهال دی چې امریکا او بریتانیا پر اسراییل د ایران د تېرې شنبې ورځې د توغندیز برید په ځواب کې پر تهران د نویو بندیزونو لګولو هڅه کوي.

پاکستان ته د ایراني ولسمشر دا سفر به اسلام اباد ته د سعودي د لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي تر سفر څو ورځې وروسته وي.

د سعودي د بهرنیو چارو زویر په مشرۍ د دغه پلاوي تر سفر وروسته د پاکستان چارواکي وايي، چې ریاض په دغه هېواد کې میلیاردونه ډالر پانګونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر: په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې سیمه ییز او نړۍوال امنیت ته ګواښ دی

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۱ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په مشرۍ د قول اردوګانو د قوماندانو تر منځ په غونډه کې د پوځ لوی درستیز ویلي، چې په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی.

په غونډه کې د پوځ لوی درستیز عاصم منیر زیاته کړې، چې په افغانستان کې موجودې ترهګرې ډلې د پاکستان او د دغه هېواد اقتصادي مفاداتو او سي پیک پروژې پر وړاندې د نیابتي ډلو په توګه کارول کیږي، چې دوی به یې پر وړاندې مبارزه وکړي.

همدا راز په دې غونډه کې د ګډونوالو له خوا د پاکستان د پوځ پر وړاندې د منفي تبلیغاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې باید مخه یې ونیول شي.

د پاکستان د پوځ په تاریخ کې دا لومړي او بې ساري منفي څرګندونې دي، چې په ملي، سیاسي او سیمه ییزه کچه د پوځ پر وړاندې کیږي.

د پاکستان د وروستیو ټاکنو په تړاو د عمران خان د ګوند سربېره د پاکستان ګڼو سیاستوالو په ټاکنو کې د پوځ لاسوهنه تر نیوکې لاندې راوستې او ویلي یې دي؛ پوځ د دې پر ځای چې د پاکستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي، په سیاسي پروسو کې مداخله کوي.

د پاکستان د پوځي چارواکو په دې غونډه کې ویل شوي، چې پر دوی لګېدلي تورونه د پاکستان د خلکو او پوځ تر منځ د درز اچولو په معنا دي.

دا څوم ځل دی، چې د پاکستان پوځ د افغانستان په تړاو د ترهګرو ډلو د موجودیت مساله پورته کوي؛ خو طالبانو بیا په وار - وار ویلي، چې د پاکستان پوځ خپله ناکامي پر طالبانو د تور په پرده کې پټوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ویلي وو، چې پاکستان کې خپل هېواد په خپله وساتي او پر دوی دې له تورونو لګولو تېر شي.

پښتونخوا کې د ورښت له امله د مړو شمېر ۲۲ ته ورسېد، چترال کې کلنۍ ازموینې وځنډول شوې

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په دغه صوبه کې له څلورو ورځو را هیسې په باران کې د مړو شمېر ۲۲ او د ټپیانو ۳۱ ته ورسېد. لا هم راتلونکو ورځو کې د سخت ورښت اټکل دی او په دې دلیل چترال کې د ښوونځیو مټریک ازموینې وځنډول شوې.

د پښتونخوا د طبیعي پېښو د مخنیوي اداره نن په یوه خبرپاڼه کې وايي، د موسمي باران له امله د مرګ ژوبلې په رپوټ کې وايي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د باران له امله په مړو کې ۹ ماشومان او درې ښځې هم دي.

دا اداره وايي، په دې موده کې ۵۳ کورونه پ،ره او ۲۷۷ سرسري وران شوي دي.

د دې ادارې په اعلامیه کې زیاته شوې چې نن یوه بله سړه څپه د پښتونخوا د سوات، دیر، چترال، کوهستان، خیبر او نورو سیمو ته ننوځي او له امله به یې تر راتلونکو دوو ورځو ورښت وشي.

د راتلونکو ورځو د باران له امله د پښتونخوا د تعلیم صوبايي وزیر فیصل خان ترکي نن په غرنی چترال کې د متریک په نوم د ښوونځیو کلنۍ ازموینې وځنډوله.

د مهالوېش له مخې دا ازمونیې راتلونکې پنجشنبه کېدلې، خو د دوو ورځو ځنډو سره به راتلونکې شنبه وشي.