• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به ډېر ژر پاکستان ته را شي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به ډېر ژر دغه هېواد ته په رسمي سفر ور شي. که څه هم د ښاغلي رییسي د سفر کره نېټه نه ده ښودل شوې، خو پاکستاني رسنیو د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل چې نوموړی به پنځه ورځې وروسته اسلام اباد ته ور شي.

دا تېره جنورۍ کې د یو بل په خاوره له توغندیز برید وروسته د اسلام اباد او تهران د اړیکو د ښه والي ښکارندويي کوي.

د ایران سپاه پاسدران د پاکستان د بلوچستان د جندالله ډلې د مرکزونو د له منځه وړلو په پلمه توغندیز برید وکړ، خو پاکستان وویل، ولسي وګړي وژل شوي.

په مقابل کې اسلام اباد هم د ایران په سیستان بلوچستان کې د خپلو مخالفو وسلوالو د په نښه کولو په پلمه توغندیز برید وکړ او په ځواب کې تهران وویل چې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس د جکړې له پیلېدو وروسته دې توغندیز برید په سیمه کې د یوې بلې پراخې جګړې وېره پیدا کړې وه، خو دواړو هېوادونو له یو بل سره د خبرو له لارې د ستونزو حلولو خبره وکړه.

پاکستان ته د ابراهیم رییسي د سفر خبر په داسې مهال دی چې امریکا او بریتانیا پر اسراییل د ایران د تېرې شنبې ورځې د توغندیز برید په ځواب کې پر تهران د نویو بندیزونو لګولو هڅه کوي.

پاکستان ته د ایراني ولسمشر دا سفر به اسلام اباد ته د سعودي د لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي تر سفر څو ورځې وروسته وي.

د سعودي د بهرنیو چارو زویر په مشرۍ د دغه پلاوي تر سفر وروسته د پاکستان چارواکي وايي، چې ریاض په دغه هېواد کې میلیاردونه ډالر پانګونه کوي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د سخت باران له امله د دوبۍ په هوايي ډګر کې الوتنې ځنډېدلې دي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۱

په دوبۍ کې د سختو بارانونو له کبله الوتنې ځنډېدلې او مساپرو ته سپارښتنه شوې، چې هوايي ډګر ته ور نه شي. د دوبۍ د هوايي ډګر چارواکو ویلي، چې له دوبۍ څخه اماراتو ته د مساپرو الوتنې د خرابې هوا او د سړک د خرابوالي له امله لغوه شوې دي.

د هوایی ډګر چارواکو مساپرو ته سپارښتنه کړې، چې د دوبۍ هوایي ډګر ته دې له راتګه ډډه وکړي.
وروستیو ورښتونو د دوبۍ، شارجه او ابوظبي په ګډون د متحده عربي اماراتو په ښارونو کې د سختو بارانونو ٧٥ کلن ريکارډ مات کړ.
د راپورونو له مخې، په دوبۍ کې دوه کلن باران په څو ساعتونو کې ورېدلی چې سړکونه یې د اوبو په ډنډونو بدل کړي دي.

100%


ورته مهال په دغو ښارونو کې ټرانسپورټي خدمتونه هم په ټپه درېدلي دي.
چارواکو ښوونځیو ته لارښوونه کړې، چې انلاین ټولګي جوړ کړي او کارکوونکي دې له کوره کار وکړي.
د متحده عربي اماراتو د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د بارانونو ورښت به تر نن ماښامه دوام وکړي.

د هندي سینما نامتو ستوري سلمان خان پر کور د ډزو په تور دوه کسان ونیول شول

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۱۵ GMT+۱

هندي رسنیو ویلي، چې د بالیووډ نامتو ستوري سلمان خان پر کور د ډزو په تور د یوې مجرمې ډلې دوه غړي نیول شوي دي. ویل شوي، چې دغو دوو کسانو د دوو غرنیو وزو د وژلو د غچ اخیستو په موخه د دغه مشهور هنرمند پر کور ډزې کړې دي.

هندي رسنیو د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) د پولیسو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د ویکي ګوپتا او ساګار پال په نوم دغه دوه کسان د ګجرات په بوج سیمه کې چېرې چې له برید وروسته تښتېدلي نیول شوي دي.

پولیسو ویلي، چې نیول شوي کسان د سلمان خان پر کور له ډزو وروسته له ممبۍ څخه سورت ته تښتېدلي او له هغه ځایه د بوج سیمې ته تللي وو.

پولیسو دا هم وویل: «دغه تورن کسان به د پوښتنو لپاره ممبۍ ته واستول شي ترڅو پوه شو چې چا دوی ته د ډزو امر کړی.»

سرچينو ویلي، چې ښايي دغو دوو کسانو دغه بريد د «لارنس بیشنوي» ډلې په امر ترسره کړى وي؛ ځکه چې د دغې ډلې بندی مشر لارنس بشنوي پخوا هم سلمان خان ته د وژلو ګواښ کړی و.

پخوا هم د بیشنوي ډلې سلمان خان په راجستان کې د دوو غرنیو وزو د وژلو په تور په مرګ ګواښلی و.

د یکشنبې په سهار وختي په موټر سایکل سپرو دوو نامعلومو کسانو د سلمان خان د کور مخې ته پنځه ډزې وکړې. د ممبۍ پولیسو د دغې پېښې د عاملینو د ژر تر ژره پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې.

د پاکستان د پوځ مشر: په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې سیمه ییز او نړۍوال امنیت ته ګواښ دی

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۱ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په مشرۍ د قول اردوګانو د قوماندانو تر منځ په غونډه کې د پوځ لوی درستیز ویلي، چې په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی.

په غونډه کې د پوځ لوی درستیز عاصم منیر زیاته کړې، چې په افغانستان کې موجودې ترهګرې ډلې د پاکستان او د دغه هېواد اقتصادي مفاداتو او سي پیک پروژې پر وړاندې د نیابتي ډلو په توګه کارول کیږي، چې دوی به یې پر وړاندې مبارزه وکړي.

همدا راز په دې غونډه کې د ګډونوالو له خوا د پاکستان د پوځ پر وړاندې د منفي تبلیغاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې باید مخه یې ونیول شي.

د پاکستان د پوځ په تاریخ کې دا لومړي او بې ساري منفي څرګندونې دي، چې په ملي، سیاسي او سیمه ییزه کچه د پوځ پر وړاندې کیږي.

د پاکستان د وروستیو ټاکنو په تړاو د عمران خان د ګوند سربېره د پاکستان ګڼو سیاستوالو په ټاکنو کې د پوځ لاسوهنه تر نیوکې لاندې راوستې او ویلي یې دي؛ پوځ د دې پر ځای چې د پاکستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي، په سیاسي پروسو کې مداخله کوي.

د پاکستان د پوځي چارواکو په دې غونډه کې ویل شوي، چې پر دوی لګېدلي تورونه د پاکستان د خلکو او پوځ تر منځ د درز اچولو په معنا دي.

دا څوم ځل دی، چې د پاکستان پوځ د افغانستان په تړاو د ترهګرو ډلو د موجودیت مساله پورته کوي؛ خو طالبانو بیا په وار - وار ویلي، چې د پاکستان پوځ خپله ناکامي پر طالبانو د تور په پرده کې پټوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ویلي وو، چې پاکستان کې خپل هېواد په خپله وساتي او پر دوی دې له تورونو لګولو تېر شي.

نظر پوښتنه: اکثره اسراییلیان د ایران پر وړاندې د غچ اخیستنې مخالف دي

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۱

د اورشلیم پوهنتون د یوې سروې پایلې ښيي، چې ۵۲ سلنه اسراییلیان د ایران پر وړاندې د پوځي غچ اخیستو مخالف دي. دا ډله په دې باور ده، چې پر ایران د اسراییل برید کولی شي د سیمه ییزو شخړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

د اسراييلي ويبپاڼې ای ۲۴ نیوز د راپور له مخې؛ په دې سروې کې ۷۴سلنه ګډونوال دا هم وايي، چې که د ايران پر ضد اقدام د اسراییل اړیکې له خپلو متحدينو سره کمزورې هم کړي، نو اسراييل بايد غچ وانه خلي.

د دغې سروې پایلې ښيي، چې ۴۸سلنه اسراییلیان د ایران پر ضد له دغه اقدام سره موافق دي او یو پر څلورمه برخه یې وايي، چې دا برید باید د ایران په خاوره کې ترسره شي.

درې ورځې وروسته له هغې چې ایران پر اسراییل په سلګونو توغندي وویشتل، د دغه هېواد حکومت لا هم د دغه برید د ځواب په اړه بحثونه کوي.

د حکومت د جنګي کابینې غړو تر اوسه ایران ته د پوځي ځواب ورکولو پر وخت او انتخابونو هوکړه نه ده کړې.

لویدیځو او د سیمې هېوادونو له اسراییل څخه غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

دوی اندېښنه لري، چې د اسراییل ځواب به په منځني ختیځ کې بله جګړه پیل کړي.

د ایران د زعفران د شورا غړی: زموږ له ضعفه په ګټنې افغانستان په خپل نوم زموږ زعفران صادروي

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د ایران د زعفران د ملي شورا یوه غړي ويلي، چې د دغه هېواد د زعفران صادراتي بازار مو د کمزوري مديريت له امله په دواړو لاسونو افغانستان ته ورکړی دی.

علي حسیني د دې ادعا په کولو سره چې «افغانستان له ۲۰ ټنو څخه کم زعفران تولیدوي او ۷۰ ټنه صادروي» وویل: «د ایران زعفران له هغه ځایه صادریږي.»

ایسنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ د (وري ۲۸مه) د ښاغلي حسيني له قوله راپور ورکړی، چې د زعفرانو عمده واردونکي ایران، افغانستان، متحده عربي امارت، هسپانيه او چين دي.

په دې معنا چې افغانستان د ایران د صادراتو بازار نیولی او د ایرن زعفران هند، سعودي عربستان او امريکا ته صادروي.

د هغه په ​ خبره؛ پخوا د نړۍ تر ٩٠ سلنې زيات د زعفرانو توليدول له ایران څخه وو؛ خو اوس دغه فيصدي کمه شوې ده؛ ځکه په ايران کې د زعفرانو توليد کم شوى او بيه يې د پنځو مياشتو په پرتله څلور برابره لوړه شوې ده.

د دغه راپور له مخې؛ ښاغلي حسیني وویل، چې د زعفرانو د بیې لوړېدل ښايي تولیدونکو او بزګرانو ته ګټه ورسوي؛ خو په یوه وخت کې به ایران خپل بازارونه او پېرېدونکي له لاسه ورکړي.

د ایران د زعفرانو د ملي شورا دغه غړی زیاته کړه: «ایران په نړۍ کې د زعفرانو لومړی تولیدوونکی دی؛ خو افغانستان، هند، یونان، مراکش او هسپانیه هم د تولید ډګر ته داخل شوي دي.»

ايسنا په خپل خبر کې ليکي، چې نوموړي دې ته په اشارې سره چې د ايران زعفران له هېواد څخه صادرېږي او بيا د نورو هېوادونو په نوم صادرېږي وويل: «هند له ايران څخه د زعفرانو د پېرلو لپاره درنه تعرفه ورکوي له همدې امله ايراني زعفران افغانستان ته داخلېږي او بيا د افغانستان په نوم دغه زعفران هند ته ځي.»

ښاغلي حسیني زیاته کړه، چې د زعفرانو د تولید او بسته بندۍ په برخه کې پر ستونزو سربېره د صادراتو په برخه کې هم له خنډونو سره مخ دي او حکومت باید د صادراتو دغه خنډونه لرې کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې حکومت باید د کرنیزو محصولاتو صادرونکي د مالیې له ورکړې معاف کړي.

ښاغلي حسیني وویل: «موږ باید پلټنې وکړو ترڅو معلومه کړو چې ستونزه چیرته ده او ولې تولید کم شوي دي.»

د ایران د زعفرانو د ملي شورا غړي ویلي، چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې په هر هېکټار ځمکه کې له ۶ تر ۷ کیلو زعفران تولیدېدل؛ خو اوس دغه شمېر دوه کیلو ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه: « په هر متر مربع ځمکه کې بايد يو ګرام وچ زعفران توليد شي؛ خو اوسمهال په هر هکتار کې ٢٠٠ ملي ګرامه توليدېږي. که چيري بزګران وکولای شي له هر هېکټار څخه له ۶ تر ۷ کیلو زعفران وکري، موږ کولای شو له نړۍ سره سیالي وکړو.»