د پاکستان پوځ د ای ایس ای د پخواني مشر جنرال فیض حمید د فساد په اړه څېړنې پیل کړې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ د پاکستان د استخباراتو له پخواني مشر جنرال فیض حمید څخه د شتمني، د ځمکو غصب او له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې د قضیې په تړاو څېړنې کوي. دغه تورونه د یوه شخصي ښارکوټي د خاوند له خوا پر نوموړي لګول شوي.