• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل جنګي کابینه د ایران حملې ته د ځواب په تړاو نن پنجشنبه غونډه کوي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۲۳:۰۰ GMT+۱

که څه هم د اسراییل د جنګي کابینې غونډې بې نتیجې پای ته رسېدلې وې؛ خو وای نټ خبري اژانس خبر ورکړی، چې ټاکل شوې نن پنجشنبه د ایران د حملې د ځواب او د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو په تړاو د اسراییل د جنګي کابینې غونډه یو ځل بیا غونډه وکړي.

د یاد اژانس په راپور کې ویل شوي، چې د جنګي او امنیتي کابینې د اجنډا په سر کې به د ایران د وروستۍ حملې احتمالي ځواب، له حماس سره د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره خبرې اترې او د لبنان له حزب الله سره د جګړې مسالې موجودې وي.

د شنبې په ماښام د ایران د توغندیو او ډرون برید وروسته، د اسراییل جنګي کابینې د زغم لپاره د نړۍوالو فشارونو سربېره پر ایران د ځوابي برید لپاره څو غونډې وکړې؛ خو بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د امریکا په ګډون د اسراییل ټولو متحدینو له اسراییل څخه غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او ځوابي برید په سیمه کې کړکیچ پراخولی شي.

بل خوا بیا د ایران چارواکو ویلي، چې که اسراییل برید وکړي، دوی به یې څو برابره ځواب ورکړي او پرې به یې نه ږدي چې اسراییل خپلو موخو ته ورسیږي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن په وال سټریټ ژورنال کې یوه مقاله خپره کړې او پکې یې ویلي، چې ایران د اسراییل د له منځه وړلو په لټه کې دی.

هغه خبرداری ورکړ چې "که ایران پر اسراییل بریدونه زیات کړي، امریکا به هم په دې کړکېچ کې ښکېله شي".

بایډن د شنبې په شپه پر اسراییل د ایران برید بې ساری وباله او زیاته یې کړه، چې د حماس او حزب الله په ګډون د خپلو نیابتي ډلو له کلونو ملاتړ وروسته، د ایران حکومت په مستقیمه توګه اسراییل په نښه کړل.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ایران د ولسمشر مرستیال: د هلمند له سیند څخه د ایران کلنۍ حقابه ورکړل شوې ده

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د ایران د ولسمشر مرستیال علي سلاجقه وویل، چې د هلمند له سیند څخه د دوی کلنۍ حقابه ورکړل شوې ده. تر دې مخکې د ایران د اوبو د صنعت ویاند ویلي وو، چې ایران د هلمند له سیند څخه د اوبو خپله برخه نه ده ترلاسه کړې او سږ کال له افغانستان څخه ایران ته د اوبو د ننوتو کچه صفر ته رسېدلې ده.

ايسکا خبری اژانس د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۹مه) د ایران د ولسمشر د مرستیال له قوله خبر ورکړ، چې د طالبانو له چارواکو سره په خبرو اترو کې دغې ډلې د ایران په وړاندې مناسب چلند درلود او سږ کال د هلمند د سیند د اوبو د خلاصون لړۍ په ټاکلي وخت ترسره شوه.

هغه هیله څرګنده کړه، چې طالبان به د ایران د اوبو د حقابې ورکولو د تامین بهیر ته دوام ورکړي.

د ايسکا د خبر له مخې، چې ښاغلي سلاجقه د چهار محل او بختيار ښارونو ته د خپل سفر پر مهال د چاپېريال ساتنې ادارې د سترو پاليسو په اړه وويل: « موږ له تيرو کلنو راهيسې د اوبو د سرچينو مديريت ته ډېره پاملرنه نه ده کړې.»

هغه زیاته کړه، له افغانستان څخه د راغلو اوبو اندازه د ایران څخه د وتلو اوبو په اندازه ده، ځکه هر کال شاوخوا ۱۰ مليارډه متره مکعب اوبه له ایران څخه وځي، چې د منځنۍ اندارې ورته مقدار دی.

د دغه راپور له مخې ښاغلي سلاجقه وویل: «موږ هڅه وکړه، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د اوبو د مسلې په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره موافقتنامې، اړيکې او خبرې اترې وکړو.»

هغه وویل ځینې هیوادونه، چې نه غواړی دګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې شی، د اوبو مسله د هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو وسیله ګرځوی؛ خو ایران له خپلو قانوني صلاحیتونو څخه په استفادې سره هڅه کوي، چې دغه مسایل تعدیل او خپل د اوبو حقوق تر لاسه کړي.

د ایسکا نیوز د راپور له مخې، ښاغلی سلاجقه د ایران د اوبو د حق په اړه وویل، د افغانستان له واکمنو چارواکو سره مفصلې ناستې او ګڼې خبرې اترې شوې، د اوبو حقابه او چاپېریال مسایل له نورو ژمنو جلا شوي دي.

د ایران د ولسمشر مرستیال زیاته کړهبحث پر دې و، چې د افغانستان په بندونو کې د اوبو اندازه دې کچې ته رسېدلې چې باید خوشې شي او طالبانو هم دغه اوبه خوشې کړي.

ښاغلي سلاجقه دا هم وویل، چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته په سفر راځي او په راتلونکو غونډو کې به دا مسایل تعقیب او د شته تړونونو پر بنسټ د حقونو د تامین په اړه خبرې وشي.

جو بایډن: ایران د اسراییل د له منځه وړولو په لټه کې دی

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۲۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په وال سټریټ ژورنال کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې ایران د اسراییل د حکومت د نسکورولو په لټه کې دی.

هغه خبرداری ورکړ چې "که ایران پر اسراییل بریدونه زیات کړي، امریکا به هم په دې کړکېچ کې ښکېله شي".

بایډن د شنبې په شپه پر اسراییل د ایران برید بې ساری وباله او زیاته یې کړه، چې د حماس او حزب الله په ګډون د خپلو نیابتي ډلو له کلونو ملاتړ وروسته، د ایران حکومت په مستقیمه توګه اسراییل په نښه کړل.

د امریکا د ولسمشر په مقاله کې زیاته شوې، چې د اسراییل دفاعي سیستمونو د ایران د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو په شنډولو سره د بې شمېره خلکو ژوند وژغوره.

هغه د نړۍ له نقشې څخه د اسراییل د ړنګولو لپاره د ایران د حکومت هوډ ته اشاره وکړه او ویې ویل؛ که تهران د اسراییل پرضد خپلو بریدونو ته زور ورکړي، د امریکا پښه به هم په دغه جګړې ته راښکته شي.

بایډن لیکلي: «اسراییل په منځني ختیځ کې زموږ قوي متحد دی. دا د تصور وړ نه ده، چې موږ به د دې هېواد د دفاعي توان د کمزوري کېدا په صورت کې د دفاع اقدام ونه کړو."

تر دې مخکې جوبایډن له اسراییل غوښتي وو، چې د ایران وروستیو بریدونو ته ځواب ور نه کړي او دا چې هېواد یې پر ایران د اسراییل په برید کې د ګډون اراده نه لري.

د اسراییل لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل، چې اسراییل به د ایران د بریدونو ځواب ورکړي او د خپلو متحدینو په مشوره به په خپلواکه توګه عمل وکړي.

اسرايیلي سرچینو ویلي دي، چې د اسراییل ځواب به شاید محدود وي او موخه یې له ایران سره د جګړې پراخول نه دي.

دا اندېښنه هم شته، چې د اسراییل نوی ځواب به د ایران د ځوابي بریدونو لامل شي.

ایراني چارواکو ګواښ کړی چې د اسراییل د نوي برید پر وړاندې به پرېکنده او پراخ ځواب ورکړي.
د اسراییل ټولو متحدینو له دغه هېواده غوښتي، چې د ځواب له ورکولو دې ډډه وکړي؛ ځکه په دې سره په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه لوړیږي او منځنی ختیځ به په یوې بلې جګړې کې ښکېل شي.

د اسراییل او ایران تر منځ کړکیچ وروسته له هغې زیات شو، چې په دمشق کې د ایران کونسلګري د اسراییل له خوا په نښه او د سپاه پاسداران د یو شمېر غړو په ګډون یې د کونسلګرۍ یو شمېر ډېپلوماټان ووژل.

ایران په ځوابي برید کې پر اسراییل د توغندیو او ډرون الوتکو برید وکړ، چې په نړۍوال کچ یې پراخ غبرګون لاره.

شهباز شریف: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به ډېر ژر پاکستان ته را شي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به ډېر ژر دغه هېواد ته په رسمي سفر ور شي. که څه هم د ښاغلي رییسي د سفر کره نېټه نه ده ښودل شوې، خو پاکستاني رسنیو د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل چې نوموړی به پنځه ورځې وروسته اسلام اباد ته ور شي.

دا تېره جنورۍ کې د یو بل په خاوره له توغندیز برید وروسته د اسلام اباد او تهران د اړیکو د ښه والي ښکارندويي کوي.

د ایران سپاه پاسدران د پاکستان د بلوچستان د جندالله ډلې د مرکزونو د له منځه وړلو په پلمه توغندیز برید وکړ، خو پاکستان وویل، ولسي وګړي وژل شوي.

په مقابل کې اسلام اباد هم د ایران په سیستان بلوچستان کې د خپلو مخالفو وسلوالو د په نښه کولو په پلمه توغندیز برید وکړ او په ځواب کې تهران وویل چې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس د جکړې له پیلېدو وروسته دې توغندیز برید په سیمه کې د یوې بلې پراخې جګړې وېره پیدا کړې وه، خو دواړو هېوادونو له یو بل سره د خبرو له لارې د ستونزو حلولو خبره وکړه.

پاکستان ته د ابراهیم رییسي د سفر خبر په داسې مهال دی چې امریکا او بریتانیا پر اسراییل د ایران د تېرې شنبې ورځې د توغندیز برید په ځواب کې پر تهران د نویو بندیزونو لګولو هڅه کوي.

پاکستان ته د ایراني ولسمشر دا سفر به اسلام اباد ته د سعودي د لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي تر سفر څو ورځې وروسته وي.

د سعودي د بهرنیو چارو زویر په مشرۍ د دغه پلاوي تر سفر وروسته د پاکستان چارواکي وايي، چې ریاض په دغه هېواد کې میلیاردونه ډالر پانګونه کوي.

د سخت باران له امله د دوبۍ په هوايي ډګر کې الوتنې ځنډېدلې دي

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۱

په دوبۍ کې د سختو بارانونو له کبله الوتنې ځنډېدلې او مساپرو ته سپارښتنه شوې، چې هوايي ډګر ته ور نه شي. د دوبۍ د هوايي ډګر چارواکو ویلي، چې له دوبۍ څخه اماراتو ته د مساپرو الوتنې د خرابې هوا او د سړک د خرابوالي له امله لغوه شوې دي.

د هوایی ډګر چارواکو مساپرو ته سپارښتنه کړې، چې د دوبۍ هوایي ډګر ته دې له راتګه ډډه وکړي.
وروستیو ورښتونو د دوبۍ، شارجه او ابوظبي په ګډون د متحده عربي اماراتو په ښارونو کې د سختو بارانونو ٧٥ کلن ريکارډ مات کړ.
د راپورونو له مخې، په دوبۍ کې دوه کلن باران په څو ساعتونو کې ورېدلی چې سړکونه یې د اوبو په ډنډونو بدل کړي دي.

100%


ورته مهال په دغو ښارونو کې ټرانسپورټي خدمتونه هم په ټپه درېدلي دي.
چارواکو ښوونځیو ته لارښوونه کړې، چې انلاین ټولګي جوړ کړي او کارکوونکي دې له کوره کار وکړي.
د متحده عربي اماراتو د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د بارانونو ورښت به تر نن ماښامه دوام وکړي.

د هندي سینما نامتو ستوري سلمان خان پر کور د ډزو په تور دوه کسان ونیول شول

۲۸ وری ۱۴۰۳ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۱۵ GMT+۱

هندي رسنیو ویلي، چې د بالیووډ نامتو ستوري سلمان خان پر کور د ډزو په تور د یوې مجرمې ډلې دوه غړي نیول شوي دي. ویل شوي، چې دغو دوو کسانو د دوو غرنیو وزو د وژلو د غچ اخیستو په موخه د دغه مشهور هنرمند پر کور ډزې کړې دي.

هندي رسنیو د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) د پولیسو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د ویکي ګوپتا او ساګار پال په نوم دغه دوه کسان د ګجرات په بوج سیمه کې چېرې چې له برید وروسته تښتېدلي نیول شوي دي.

پولیسو ویلي، چې نیول شوي کسان د سلمان خان پر کور له ډزو وروسته له ممبۍ څخه سورت ته تښتېدلي او له هغه ځایه د بوج سیمې ته تللي وو.

پولیسو دا هم وویل: «دغه تورن کسان به د پوښتنو لپاره ممبۍ ته واستول شي ترڅو پوه شو چې چا دوی ته د ډزو امر کړی.»

سرچينو ویلي، چې ښايي دغو دوو کسانو دغه بريد د «لارنس بیشنوي» ډلې په امر ترسره کړى وي؛ ځکه چې د دغې ډلې بندی مشر لارنس بشنوي پخوا هم سلمان خان ته د وژلو ګواښ کړی و.

پخوا هم د بیشنوي ډلې سلمان خان په راجستان کې د دوو غرنیو وزو د وژلو په تور په مرګ ګواښلی و.

د یکشنبې په سهار وختي په موټر سایکل سپرو دوو نامعلومو کسانو د سلمان خان د کور مخې ته پنځه ډزې وکړې. د ممبۍ پولیسو د دغې پېښې د عاملینو د ژر تر ژره پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې.