• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هندوانو او مسلمانانو تر منځ مذهبي اختلافات ښايي د ټاکنو پر پایلو اغېز وکړي

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۱

په داسې حال کې چې نن جمعه په هند کې ټاکنې روانې دي، رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د دغو ټاکنو پایلې ښايي د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د مذهبي اختلافاتو له امله اغېزمنې شي.

له یوې خوا هندوان دي چې د واکمن بهارتیا جنتا ګوند ملاتړ کوي او له بلې خوا مسلمانان دي چې د "هند" په نوم د اپوزیسیون ایتلاف ملاتړ کوي.

د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د ګوند منتقدین پر هغه تور لګوي چې د خپل سخت دریځه هندوانو د خوشالولو لپاره یې ۲۰۰ میلیونه مسلمانان په نښه کړي، خو د هغه ګوند دغه تورونه ردوي.

د هند ټولټاکنې د جمعې په سهار (د وري۳۱مه) له سختو امنیتي تدابیرو سره پیل شوې. د نړۍ تر ټولو سترو ټاکنو کې ۹۶۹ میلیونه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

په هند کې په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شو، چې دوو هندوانو یو مسلمان ځوان د خپلې خور د جنسي ځورونې په تور په چړو وواهه.

قاتلان وروسته د یو بل مسلمان له خوا ووهل شول، چې له امله یې پاڅونونو ته لار هواره شوه او شاوخوا ۶۵ کسان چې ډېری یې مسلمانان وو، ووژل شول او په زرګونه خلک بې ځایه شول.

په پراخه کچه تمه کیږي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د چټک اقتصادي پرمختګ، د عامه هوساینې او د خپل شخصي محبوبیت له امله، سر بیره پر دې چې د بیکاری، د قیمتونو لوړوالی او کلیوالي ستونزو په اړه اندېښنې شته، د درېیم ځل لپاره د هند لومړی وزیر وټاکل شي.

د هند اوتراپرادیش ایالت له ۵۴۳غړو څخه د ولسي جرګې لپاره ۸۰غړي ټاکي، چې د هند په پارلمان کې تر بل هر ایالت ډېر استازي لري او په دغه ایالت کې قوي حضور د ملي ټاکنو د پایلو لپاره ډېر اړین دی.

د رویټرز په وینا، د مودي ملاتړ د کوتبا کوتبي په کلي کې لیدل کیږي، چې د ۲۰۱۳ کال د پاڅون مرکز و.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان غواړي راتلونکې میاشت د پیسو نړیوال صندوق د پور له نویو شرایطو سره موافقه وکړي

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب وايي، دغه هېوادهیله لري چې می میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق یا ای ام اف، د نوي پور له شرطونو یا بڼې سره موافقه وکړي. هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اسلام اباد د نړیوال پور بازار ته د بیرتهاستنیدو لپاره له اړوند ادارو سره خبرې پیل کړې.

ښاغلي اورنګزیب وویل، د پاکستان د اوسني ۳ میلیارده ډالر پور موده د اپریل په وروستیو کې پای ته رسیږي او حکومت غواړي چې د اوږدې مودې او لویې اندازې پور ترلاسه کړي، ترڅو د دغه هیواد اقتصاد ثبات ته لاسرسی ومومي او په دې توګه د ډیری اړتیا وړ اصلاحات رامنځ ته کړي.

نوموړي د پیسو نړیوال صندوق له مشر سره د نړیوال بانک د پسرلني مجلس پر مهال د چهارشنبې په ورځ تر لیدلو وروسته ویلي: "موږ تمه لرو چې دای ام اف کارکوونکې به د م په نیمایي کې په اسلام اباد کې وي - او دا هغه وخت دی چې د هیواد ځینې اقتصادي برخې به وده پیل کړي."

د پاکستان د مالیې وزیر دا نه دي ویلي، چې هیواد کومه اندازه پور ترلاسه کول غواړي، خو اسلام اباد تمه لري چې لږترلږه ۶ میلیارده ډالرو پور ترلاسه کړي.

ښاغلي اورنګزیب زیاته کړه چې، د ای ام اف د پور له منظوریدو وروسته به پاکستان د نورې اضافي مرستې غوښتنه هم وکړي.

د سویلي اسیا دغه بې وزلۍ او تاوتریخوالي ځپلي هیواد په دې وروستیو میاشتو کې د بهرنیو پورونو د لاسته راوړلو توان ترلاسه کړی او د جون میاشتې تر پایه به د پور دغه کچه ۱۰ میلیارده ډالر ته ورسیږي.

ښاغلي اورنګزیب هم وویل، د پور د ترلاسه کولو شونتیا ډیره ده.

"زموږ د دوه اړخیزو پورونو لویه برخه - زموږ د چین د پور په ګدون – به په پام کې ونه نیول شي، نو په دې مانا چې زمونږ وضعیت ښه دی نو زه په دې مالي کال یا راتلونکي مالي کال کې کومه لویه ستونزه نه وینم، ځکه چې مونږ به هر مالي کال کې شاوخوا ۲۵ ملیارد ډالر پور بیرته پرې کوو.

د امام علي رحمان په قلمرو کې داعش؛ ولې د داعش نیمايي وسلوال تاجک دي؟

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۱

کارپوهان وايي چې په تاجکستان کې بې وزلي، استبداد او مذهبي محدودیتونه هغه عوامل دي، چې یو شمېر تاجکان داعش خراسان ته لار پیدا کوي. کارپوهانو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې په داعش خراسان کې تر نیمايي زیات وسلوال تاجکان دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون د کارپوهانو په حواله ۳ لاملونه په ګوته کړي، چې ور سره تاجکستان د داعش د جلب او جذب په یو مهم مرکز بدل شوی دی.

د دغه رپوټ له مخې تېر کال کښې د داعش خراسان په حملو او د داعش په پلانونو کې د تاجکانو يو زيات شمېر جهاديانو لاس درلود.

له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې شاوخوا دوه زره تاجکان په سوریه او عراق کې له داعش سره یو ځای شول.

د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د بریدونو له امله په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې وروسته، د تاجکستان سلګونه وسلوال په افغانستان کې د داعش له خراسان څانګې سره یوځای شول.

د تکزاس په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پوهاند ادوارد لمون وايي، تاجکان "د داعش د خراسان کمپاین لپاره یوه کلیدي ډله ګرځیدلې، چې د ډیر پام ځانته اړولو او استخدامولو په لټه کې دي."

په تاجکستان کې فقر او بېکاري

تاجکستان د لس میلیونه نفوس په درلودلو سره د منځنۍ اسیا یو بې وزله هېواد دی، چې سلګونه زره وګړي یې د ژوندانه لپاره بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې ته کډه شوي دي.

د شمېرو له مخې د تاجکستان له دوه میلیونو ډېر نارینه کارګران بهر ژوند کوي.

البته د دغو تاجک کارګرو له ډلې یو شمېر وروسته له هغې له روسیې اېستل شوي، چې داعش د کراکو کنسرت پر تالار برید وکړ او د تاجکانو پر وړاندې یې کرکه پیدا کړه.

روسیه د تاجک کارګرانو لومړی ځای دی، خو د پراخ تبعیض، کم معاش، انزوا او نورو لاملونو سره یې په سخت دریځو اسلامپالو کې د دوی د جذب زمینه برابره کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال په روسیه کې له ۱.۳ میلیونو زیات تاجک کارګران شته.

نیویارک ټایمز په دې راپور کې په روسیه کې د کنسرت پر تالار د برید د شکمنو کسانو د میندو له قوله ویلي، چې په روسیه کې د دوی زامن د ډېرو کمو معاشونو، د کرایې د لوړېدو او بې شمېره نورو لګښتونو له ستونزو سره مخ دي.

استبدادي حکومت

100%

تاجکستان له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۷ په کورنۍ جګړه کې د اسلامي حرکت په نوم له اسلامپال غورځنګ سره ښکېل و.

که څه هم دغه جګړه د دغه منځلاري اسلامپاله ګوند له خوا پای ته ورسېده، خو دغه ډله په ۲۰۱۵ کال کې یو افراطي سازمان او غیرقانوني اعلان شوه او مشران یې ووژل، بندیان یا جلاوطن شول.

د اسلامي حرکت ګوند جلاوطنه مشر محی الدین کبیري وايي: «د تاجکستان نوي نسل د راتلونکي لپاره ټولې هیلې له لاسه ورکړې دي. "یوازې دوه لارې شته: یو سیکولر دیکتاتور یا سخت دریځه اسلامي ډلې."

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ۱۹۹۴ کال راهیسې په واک کې دی او په ۲۰۱۶ کال کې یې د ټولپوښتنې له لارې اساسي قانون تعدیل کړ او د ټول عمر لپاره ولسمشر شو.

د راپورونو له مخې تاجکستان لږ تر لږه ۱۰۰۰ سیاسي بندیان لري او روسیې په تاجکستان کې د لږ تر لږه ۷۰۰۰ پوځیانو په مېشتولو سره د رحمان د حکومت ملاتړ کړی دی.

د تاجکستان د خلکو مذهبي محدودیتونه

امام علي رحمان له اسلام سره د مقابلې لپاره عملي او سمبولیک ګامونه پورته کړل، د اسلامپالو له نیولو او ځپلو زنداني کولو بیا په عامو خلکو کې د ښځو د حجاب له لرې کولو او د ځوانانو د ږیرو خریلو پورې.

د دیني چارو، د عباداتو د تنظیم، د جشنونو، مذهبي مراسمو د تنظیم، د جوماتونو د جوړولو او د دیني کتابونو د چاپ د څارنې په برخه کې یې یوه ځواکمنه کمېټه فعاله کړې ده.

په تاجکستان کې له اتلس کلونو کم عمره هلکان او نجونې په جوماتونو کې د لمانځه له ادا کولو منع دي او په کورونو کې ډله ییز ېمذهبي زدکړې هم منع دي.

ادوارد لمون وايي چې د تاجکستان حکومت "په رسمي اسلام باندې کلک کنټرول لري او له دې هاخوا هر څه سخت او خطرناک ګڼل کیږي."

د ترکیې پولیسو ۲۹ افغان کډوال او دوه قاچاق‌وړونکي نیولي دي

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۳۵ GMT+۱

د ترکیې د بالک‌اسیر ښار پولیسو ۲۹ افغان کډوال چې غوښتل یې د یونان ټاپوګانو ته ځان ورسوي، نیولي او د کډوالو د راستنولو مرکز ته یې سپارلي دي.

د تركيې د رسنيو د راپورونو له مخې د بالكسير پوليسو د دې قضيې په تړاو دوه افغان قاچاق وړونكي هم نيولي دي.

دغو رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د وري۳۰مه) راپور ورکړی، چې ۲۹ افغان کډوال او دوه افغان قاچاق وړونکي د بالکسیر سیمې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

دپوليسو په وينا دغه افغان قاچاق وړونکي تر نيولو او پلټنو وروسته محکمې ته وړاندې شوي دي.

د ترکیې پولیسو په تیرو ۲۴ساعتونو کې شاوخوا ۷۰ افغان کډوال د ترکیې په دوو ښارونو کې نیولي دي.

ترکي رسنیو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو د ایواجیک په سواحلو کې ۴۳ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.

په ترکیه کې د اکثرو پناه کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د پېژندلو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو له زیاتېدو وروسته د دغو کسانو د نیولو بهیر هم ګړندی شوی دی.

په دې وروستیو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د اېستلو او ناوړه چلند په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

دوبۍ کې له سختو بارانونو وروسته د ښار د پاکولو چارې روانې دي

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۲۵ GMT+۱

دوبۍ، چې په دښته کې جوړ شوی ښار دی او په خپل عصري جوړښت ویاړ کوي، د پنجشنبې په ورځ له سختو بارانونو وروسته، د ښار چارواکي د اوبو ډکو سړکونو او کورونو په وچولو بوخت دي.

د سه شنبې ورځ په دوبۍ کې په یوه ورځ کې دومره باران شوی وو، چې په عادي وخت کې په یو کال کې کیږي.

100%

د دوبۍ نړیوال هوایی ډګر، چې د سفرونو لوی مرکز دی، د ټولو الوتنو د بیا پیل لپاره یې د پاکولو چارې روانې دي. د سه شنبې له سیلابونو وروسته، لاهم په سړکونو کې ډنډ اوبه لیدل کیږي.

100%

دغه سخت بارانونه د متحده عربي اماراتو په وروستي ۷۵ کلن تاریخ تر ټولو ناوړه تجربه بلل کیږي. دغه سیلابونو د دوبۍ نږدې ټولې چارې په تپه ودرولې او د پام وړ زیانونه یې اړولي دي.

100%

د سیلابونو له امله د دوبۍ ډیرۍ اوسیدونکي په لاره، دفترونو او کورونو کې بند پاتي شوي او ډیریو خلکو د سیلابونو له امله د خپلو کورونو د اغیزمنیدو خبر ورکړی دی. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښیې چې د پیر او پلور په لویو مرکزونو کې له چتونو اوبه راڅاڅي.

100%

سره له دې چې په په دوبۍ کې، چې د متحده عربي اماراتو ترټولو ډیر نفوس لرونکی ښار دی، عامه تراسنپورټ بیرته په کار پیل کړی، خو لا هم د سیلابونو له امله ډیر لارې تړلې پاتې دي او په دغه ښار کې سخته ترافیکي ګڼه ګوڼه رامنځ ته شوې ده.

100%

د تهران د اور وژنې اداره: په یوه ساختماني شرکت کې اورلګېدنې شپږ بهرني کارکوونکي مړه کړي دي

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب خدمتونو ویاند د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په یوه ساختماني شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ کسان مړه شوي دي. جلال ملکي وايي، چې د دې اورلګېدنې قربانيان بهرني وګړي دي.

د دغو کارکوونکو د هویت په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوی.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، اورلګېدنه د پنجشنبې په ماسپښین د تهران په ختیځ کې د شهید یاسیني لویې لارې ته څېرمه په یو ساختماني شرکت کې رامنځ ته شوې ده.

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د تهران د اور وژنې او خوندیتوب خدماتو ادارې ویاند ویلي، چې په اور لګېدنه کې یو بل کارکوونکی هم ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی دی.

جلال ملکي وايي، چې د دغه شرکت په يوه برخه کې د کارګرانو خونې وې او هلته په یوې خونې کې اور لګیدلی چې لامل یې لا معلوم نه دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې د دې پېښې قربانیان د کومو هېوادونو اتباع دي، خو د ایران ډېری کډوال افغانان دي.

افغان کارګران په دې هېواد کې په سختو، ناامنو شرایطو کې د اسنادو او کار د اجازې د نه لرلو له امله په کم معاش کار کوي.