پاکستان غواړي راتلونکې میاشت د پیسو نړیوال صندوق د پور له نویو شرایطو سره موافقه وکړي
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب وايي، دغه هېوادهیله لري چې می میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق یا ای ام اف، د نوي پور له شرطونو یا بڼې سره موافقه وکړي.
هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اسلام اباد د نړیوال پور بازار ته د بیرتهاستنیدو لپاره له اړوند ادارو سره خبرې پیل کړې.
ښاغلي اورنګزیب وویل، د پاکستان د اوسني ۳ میلیارده ډالر پور موده د اپریل په وروستیو کې پای ته رسیږي او حکومت غواړي چې د اوږدې مودې او لویې اندازې پور ترلاسه کړي، ترڅو د دغه هیواد اقتصاد ثبات ته لاسرسی ومومي او په دې توګه د ډیری اړتیا وړ اصلاحات رامنځ ته کړي.
نوموړي د پیسو نړیوال صندوق له مشر سره د نړیوال بانک د پسرلني مجلس پر مهال د چهارشنبې په ورځ تر لیدلو وروسته ویلي: "موږ تمه لرو چې دای ام اف کارکوونکې به د م په نیمایي کې په اسلام اباد کې وي - او دا هغه وخت دی چې د هیواد ځینې اقتصادي برخې به وده پیل کړي."
د پاکستان د مالیې وزیر دا نه دي ویلي، چې هیواد کومه اندازه پور ترلاسه کول غواړي، خو اسلام اباد تمه لري چې لږترلږه ۶ میلیارده ډالرو پور ترلاسه کړي.
ښاغلي اورنګزیب زیاته کړه چې، د ای ام اف د پور له منظوریدو وروسته به پاکستان د نورې اضافي مرستې غوښتنه هم وکړي.
د سویلي اسیا دغه بې وزلۍ او تاوتریخوالي ځپلي هیواد په دې وروستیو میاشتو کې د بهرنیو پورونو د لاسته راوړلو توان ترلاسه کړی او د جون میاشتې تر پایه به د پور دغه کچه ۱۰ میلیارده ډالر ته ورسیږي.
د شمېرو له مخې د تاجکستان له دوه میلیونو ډېر نارینه کارګران بهر ژوند کوي.
البته د دغو تاجک کارګرو له ډلې یو شمېر وروسته له هغې له روسیې اېستل شوي، چې داعش د کراکو کنسرت پر تالار برید وکړ او د تاجکانو پر وړاندې یې کرکه پیدا کړه.
تاجکستان له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۷ په کورنۍ جګړه کې د اسلامي حرکت په نوم له اسلامپال غورځنګ سره ښکېل و.
که څه هم دغه جګړه د دغه منځلاري اسلامپاله ګوند له خوا پای ته ورسېده، خو دغه ډله په ۲۰۱۵ کال کې یو افراطي سازمان او غیرقانوني اعلان شوه او مشران یې ووژل، بندیان یا جلاوطن شول.
د اسلامي حرکت ګوند جلاوطنه مشر محی الدین کبیري وايي: «د تاجکستان نوي نسل د راتلونکي لپاره ټولې هیلې له لاسه ورکړې دي. "یوازې دوه لارې شته: یو سیکولر دیکتاتور یا سخت دریځه اسلامي ډلې."
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ۱۹۹۴ کال راهیسې په واک کې دی او په ۲۰۱۶ کال کې یې د ټولپوښتنې له لارې اساسي قانون تعدیل کړ او د ټول عمر لپاره ولسمشر شو.
د راپورونو له مخې تاجکستان لږ تر لږه ۱۰۰۰ سیاسي بندیان لري او روسیې په تاجکستان کې د لږ تر لږه ۷۰۰۰ پوځیانو په مېشتولو سره د رحمان د حکومت ملاتړ کړی دی.
د تاجکستان د خلکو مذهبي محدودیتونه
امام علي رحمان له اسلام سره د مقابلې لپاره عملي او سمبولیک ګامونه پورته کړل، د اسلامپالو له نیولو او ځپلو زنداني کولو بیا په عامو خلکو کې د ښځو د حجاب له لرې کولو او د ځوانانو د ږیرو خریلو پورې.