ایرانی پوځي چارواکی: د ایران پوځ د دغه هېواد او افغانستان د پولې پر بندولو بوخت دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د لښکر یو قوماندان عبدالرحمان ساسانیان اعلان کړی، چې د پوځ سرتېري یې د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې پر بندولو بوخت دي. ښاغلي ساسانیان وویل، چې د ایران او افغانستان په سرحدي برخو کې د دغې پروژې لپاره ټولې اړینې بنسټیزې چارې برابرې شوې دي.





