طالبان: ۲۲ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ورستانه کړل شول

د طالبانو د سټنډرډ ملي اداره وایي، چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۲۲ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځولي. ‏دغې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي:« د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۲۲ ټانکره تېل چې کیفیت یې د سټنډرډونو سره په ټکر کې و، هېواد ته یې د راتګ مخه ونیول شوه.»