طالبانو ۱۰ موسسو سره د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تشبثاتو په برخه کې د یو میلیون او ۳۰۰ زره او ۷۶ ډالرو په ارزښت له لسو موسسو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تشبثاتو په برخه کې د یو میلیون او ۳۰۰ زره او ۷۶ ډالرو په ارزښت له لسو موسسو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هوکړې به د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د پراختیا لامل شي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژې به په کابل، بغلان، غور، هرات، لوګر، ننګرهار، بلخ، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې پلې شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه راز زیاته کړې ده، چې ددغو پروژو په پلې کولو سره به شاوخوا زرو کسانو ته د کار زمینې برابرې شي.
یاد وزارت وایي، چې له ملي او نړۍوالو بنسټونو سره یې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ودې، د مالي او تخنيکي ملاتړ، د خدمتونو د وړاندې کولو او پراختيا، د متشبثو کورنیو د ظرفیت د لوړولو، د عاید او کار پیدا کولو او د لاسي صنایعو د مهارتونو د لوړولو په برخو کې د همکاريو ٧٢ تړونونه لاسليک کړي دي.
په دغو پروژو کې کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شوی او د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې به زرګونو کسان ترې ګټه واخلي.

د افغانستان د کورني کرېکټ دوو لوبغاړو شفیق الله غفاري او زهیب زمانخېل افغانستنان پرېښود او انګلستان ته ولاړل.
د افغانستان د کورني کرېکټ لوبغاړي شفیق الله غفاري څلور ورځې وړاندې پر خپل فیسبوک پاڼې له کابل هوايي ډګر څخه د خپل سفر انځورونه شریک کړي و او لیکلي یې و:«له ځینو خلګو ځان ساتل د خپل شخصیت ساتنه ده.»
نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د انګلستان د ریچمونډشیر کرېکټ کلب سره یوځای شوی دی.
شفیق الله غفاري په تیره موده د افغانستانه د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې، آمو، بست ساتونکو، میس عینک، بند امیر، کابل او د انګلستان سالهیټ سټرایکرز لوبډلو لپاره لوبیدلی و.
همدارنګه تېره ورځ د افغانستان د کورني کرېکت یوه بل لوبغاړي زهیب زمانخیل هم له کابل هوايي ډګره خپل انځورونه پر فیسبوک خپاره کړي او لیکلي یې دي:«وطنه د خدای پامان»
نوموړی هم د انګلستان د مارټن کرېکټ کلب سره د یو ځای کېدو په موخه هېواد پریښی دی.
زهیب زمانخېل د فیبرورۍ په ۲۸مه نېټه پر خپل فیسبوک پانه لیکلي و، چې هر وخت مې خپله لوبډله بریا ته رسولې ده او نن مې پرېکړه وکړه چې نور د افغانستان د هر ډول کورني کرېکټ څخه استعفا کوم.
زهیب زمانخیل د ۲۵ لومړۍ درجه لوبو په ۴۵ اننګزونو کې ۱۲۶ ویکټې او ۱۸ لسټ اې لوبو کې ۱۷ ویکټې ترلاسه کړې وې.
د افغانستان کرېکټ بورډ تر اوسه د کورني کرېکت د دغه دوه لوبغاړو په اړه څه نه دي ویلي.

ترکي رسنیو د پنجشنبې په ورځ ( د وري ۳۰مه) راپور ورکړی چې د افغان کارګر د بدن ځینې غړي، د هغه د کین پښتورګي په ګډون، په عدلي طب کې نه دي لیدل شوي.
د دغه افغان کارګر وکیل ترکي رسنیو ته ویلي، چې د وزیر محمد پښتورګی ښايي تر سوځولو مخکې قاچاق شوی وي.
د دغه افغان کارګر د کار خاوند تېر کال د لړم په میاشت کې د وزیر محمد د وژلو او بیا د هغه د جسد په سوځولو تورن شوی و.
ترکیي رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) لیکلي، چې د دغه هېواد د عدلي او قضايي ادارې د متخصصینو په راپور کې راغلي: « معده، کین پښتورګی او کولمه د ژورې سوځیدنې له امله تشخیص شوي نه دي.»
تر دې مخکې ویل شوي وو، چې تورن د افغان کارګر جسد د هویت د پټولو لپاره سوځولی دی.
خو د وزير محمد نورتاني وکیل وويل: «د هغه د هويت د پټولو لپاره، د هغه جسد نه دى سوځول شوى. د هغه هویت د هغه د مخ، د ګوتو نښو او لاسونو څخه پیژندل کیدی شي. خو بدن يې په بشپړه توګه سوځېدلی دی. موږ ګورو چې په دې قضیه کې د بدن د غړود ناقانونه سوداګرۍ احتما شته که نه.»
د دغه هېواد د رسنیو د معلوماتو له مخې، د دغه افغان کارګر مېرمنې تر دې مخکې څارنوالۍ ته په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې مېړه ته یې په یوه ټلیفوني اړیکه کې د هغه د پښتورګي په بدل کې د ۲۰زره ډالرو وړاندیز شوی و. د دې افغان کارګر مېرمنې شاهدي ورکړې چې د دې اړیکې پر مهال یې د هغه خبرې اوریدلي دي.
تر دې مخکې د ترکیې پولیسو د ډبرو سکرو د کان د دغه کارګر د وژنې په تړاو شپږ کسان نیولي وو. له دوی څخه څلور تنه په ضمانت خوشي شوي دي.
د دغه افغان کارکونکي وکیل ویلي، چې د یوه تورن کس د ضمانت حکم لغوه شوی دی.
نوموړي د دې پرېکړې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د دغه افغان کارګر دوسيې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده. د دغه کارګر وکیل هم غوښتي چې د وزیر محمد نورتاني د بدن د غړو د خرڅلاو احتمال وڅېړل شي.
ترکي رسنیو تېر کال د لړم په میاشت کې خبر ورکړی و، چې د سکرو کان کارګر وزیر محمد نورتاني د کار پر مهال مړ شوی او د کار خاوندانو یې جسد ځنګل ته لېږدولی او اور یې وراچولی دی.

طالبان وایي،خبریال حبیب الرحمان تاثیر یې د رسنیز فعالیت له امله نه، بلکې «مقدساتو» ته د سپکاوي په تور نیولی. خو سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو ښاغلی تاثیر د رسنیز کار له امله نیولی او کله یې چې د هغه موبایل کې یو پیغام پیدا کړی، نو اوس د نوموړي د نیولو لامل همدا پیغام بولي.
له نږدې دوو اونیو راهیسې ښاغلی تاثیر له طالبانو سره بندي دی، خو لومړی ځل نن د غزني لپاره د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ رییس د هغه نیول تایید کړل.
حمدالله نثار په خپل اېکس کې حبیب الرحمان تاثیر «مقدساتو او ارزښتونو» ته په سپکاوي تورن کړی، خو نور وضاحت یې نه دی ور کړی.
له بلې خوا د طالبانو د استخباراتو اړوند د هندوکش په نوم یوې ویبپاڼې پرون د ښاغلي تاثیر یو غږیز کلپ خپور کړ، چې ښيي ښاغلی تاثیر له یوه ملا سره تر جنجال وروسته یو ملګري ته وټسپ پیغام کې هغه ته سپکې سپورې وايي.
یوې سرچینې افغانسان انټرنشنل ته وویل، چې ښاغلی تاثیر د ازادۍ راډیو د یوه راپور تر خپرېدو وروسته نیول شوی دی.
د دې سرچینې په خبره، د تاثیر د نیولو اصلي لامل د ازادۍ رادیو راپور دی، خو تر نیول کېدو وروسته چې د نوموړي په موبایل کې غږیز پیغام موندل شوی، نو اوس طالبان د ده نیول د همدې له امله بولي.
د طالبانو امنیتي ادارې د مدني او ټولنیزو فعالانو او خبریالانو تر نیولو وروسته د دوی د خواله رسنیو او وټسپ پیغامونه هم ګوري.
د دې ډلې له استخباراتو څو میاشتې مخکې خوشی شوی خبریال وايي، چې د ده په وټسپ کې یې ورته د ۲۰۲۲ کال پیغامونه هم را واړول او د ملامتولو لپاره یې ورته پلمه کړل.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم له طالبانو غوښتي، چې حبیب الرحمان تاثیر دې پرته له کوم قید او شرطه خوشی کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکو د ښاغلي تاثیر د نیولو پر مهال د هغه د ټلیفون په ګډون د نوموړي ټول توکي ضبط کړي دي.
له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې لسګونه خبریالان په بېلابېلو پلمو د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې خبریالان تراوسه پورې هم د طالبانو په بندخونو کې دي.

د ایران د خراسان رضوي د کار او ټولنیزو چارو عمومي مدیر محمد امین بابایي وایي، چې ۹۰ سلنه افغانان غواړي په دې ولایت کې د اوسېدو قانوني اسناد ولري. د نوموړي په وینا، له هغو افغانانو چې په دې ولایت کې قانوني پاتې کېدل غواړي تر لس سلنه کم یې سوداګر دي.
دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړی، ترڅو چې د افغانانو د کار جواز تمدید نشي په دې ولایت کې یې اوسېدل غیرقانوني دی
د ښاغلي بابایي په خبره، د سوداګرو د کار جواز د نوي کولو لپاره په ايران کې د هغوی د کاروبار د ثابتولو لپاره کافي اسنادونو ته اړتيا ده.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي بابایي د یوې غونډې په ترڅ کې زیاته کړې ده، چې که د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه په دې ولایت کې د افغان سوداګرو نوملړ د خراسان رضوي د تعاون، کار او ټولنیزو چارو ادارې ته ورکړي، د هغوی د اوسېدو او د کار د جواز چارې به اسانه شي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېر شمېر افغانان د ایران په ګډون د سیمې هېوادونو ته ولاړل.
د راپورونو پربنسټ، ډېر شمېر افغانان د قانوني اوسېدو، د کار د جواز او ویزو د نوي کولو په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک وايي، راتلونکې شنبه د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي. دغه بانک نن په خپله اعلامیه کې وايي، په شرایطو برابر بانکونه او د پولي خدمتونو شرکتونه په دې بولۍ کې ګډون کولی شي.
د افغانستان بانک د اپرېل په لومړیو کې هم له یوې اونۍ په کم وخت کې ۳۲ میلیون ډالر لیلام کړل.
په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوريت تر پرځېدو وروسته افغانیو خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړ او یوډالر له ۱۱۳ افغانیو سره برابر شو.
خو افغانستان ته د بشري مرستو په نوم د نغدو ډالري کڅو په رسېدو او د طالبانو له خوا لیلام یې د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې مرسته وکړه.
طالبان د همدې نغدو ډالرو د لړۍ له پیلېدو را هیسې نږدې هره یا دوه اونۍ وروسته تر لسو میلیونو ډېر ډالر لیلاموي، چې ور سره ورځ تر بلې د افغانۍ ارزښت زیاتېږي.
