• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: سیمه ییز خبریال حبیب الرحمان تاثیر «مقدساتو» ته د سپکاوي په تور نیول شوی

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۳۲ GMT+۱

طالبان وایي،خبریال حبیب الرحمان تاثیر یې د رسنیز فعالیت له امله نه، بلکې «مقدساتو» ته د سپکاوي په تور نیولی. خو سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو ښاغلی تاثیر د رسنیز کار له امله نیولی او کله یې چې د هغه موبایل کې یو پیغام پیدا کړی، نو اوس د نوموړي د نیولو لامل همدا پیغام بولي.

له نږدې دوو اونیو راهیسې ښاغلی تاثیر له طالبانو سره بندي دی، خو لومړی ځل نن د غزني لپاره د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ رییس د هغه نیول تایید کړل.

حمدالله نثار په خپل اېکس کې حبیب الرحمان تاثیر «مقدساتو او ارزښتونو» ته په سپکاوي تورن کړی، خو نور وضاحت یې نه دی ور کړی.

له بلې خوا د طالبانو د استخباراتو اړوند د هندوکش په نوم یوې ویبپاڼې پرون د ښاغلي تاثیر یو غږیز کلپ خپور کړ، چې ښيي ښاغلی تاثیر له یوه ملا سره تر جنجال وروسته یو ملګري ته وټسپ پیغام کې هغه ته سپکې سپورې وايي.

یوې سرچینې افغانسان انټرنشنل ته وویل، چې ښاغلی تاثیر د ازادۍ راډیو د یوه راپور تر خپرېدو وروسته نیول شوی دی.

د دې سرچینې په خبره، د تاثیر د نیولو اصلي لامل د ازادۍ رادیو راپور دی، خو تر نیول کېدو وروسته چې د نوموړي په موبایل کې غږیز پیغام موندل شوی، نو اوس طالبان د ده نیول د همدې له امله بولي.

د طالبانو امنیتي ادارې د مدني او ټولنیزو فعالانو او خبریالانو تر نیولو وروسته د دوی د خواله رسنیو او وټسپ پیغامونه هم ګوري.

د دې ډلې له استخباراتو څو میاشتې مخکې خوشی شوی خبریال وايي، چې د ده په وټسپ کې یې ورته د ۲۰۲۲ کال پیغامونه هم را واړول او د ملامتولو لپاره یې ورته پلمه کړل.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم له طالبانو غوښتي، چې حبیب الرحمان تاثیر دې پرته له کوم قید او شرطه خوشی کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکو د ښاغلي تاثیر د نیولو پر مهال د هغه د ټلیفون په ګډون د نوموړي ټول توکي ضبط کړي دي.
له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې لسګونه خبریالان په بېلابېلو پلمو د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې خبریالان تراوسه پورې هم د طالبانو په بندخونو کې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

۳۰ وری ۱۴۰۳ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۰۸ GMT+۱

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک وايي، راتلونکې شنبه د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي. دغه بانک نن په خپله اعلامیه کې وايي، په شرایطو برابر بانکونه او د پولي خدمتونو شرکتونه په دې بولۍ کې ګډون کولی شي.

د افغانستان بانک د اپرېل په لومړیو کې هم له یوې اونۍ په کم وخت کې ۳۲ میلیون ډالر لیلام کړل.

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوريت تر پرځېدو وروسته افغانیو خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړ او یوډالر له ۱۱۳ افغانیو سره برابر شو.
خو افغانستان ته د بشري مرستو په نوم د نغدو ډالري کڅو په رسېدو او د طالبانو له خوا لیلام یې د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې مرسته وکړه.

طالبان د همدې نغدو ډالرو د لړۍ له پیلېدو را هیسې نږدې هره یا دوه اونۍ وروسته تر لسو میلیونو ډېر ډالر لیلاموي، چې ور سره ورځ تر بلې د افغانۍ ارزښت زیاتېږي.

د ایران د ولسمشر مرستیال: د هلمند له سیند څخه د ایران کلنۍ حقابه ورکړل شوې ده

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۴۰ GMT+۱

د ایران د ولسمشر مرستیال علي سلاجقه وویل، چې د هلمند له سیند څخه د دوی کلنۍ حقابه ورکړل شوې ده. تر دې مخکې د ایران د اوبو د صنعت ویاند ویلي وو، چې ایران د هلمند له سیند څخه د اوبو خپله برخه نه ده ترلاسه کړې او سږ کال له افغانستان څخه ایران ته د اوبو د ننوتو کچه صفر ته رسېدلې ده.

ايسکا خبری اژانس د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۹مه) د ایران د ولسمشر د مرستیال له قوله خبر ورکړ، چې د طالبانو له چارواکو سره په خبرو اترو کې دغې ډلې د ایران په وړاندې مناسب چلند درلود او سږ کال د هلمند د سیند د اوبو د خلاصون لړۍ په ټاکلي وخت ترسره شوه.

هغه هیله څرګنده کړه، چې طالبان به د ایران د اوبو د حقابې ورکولو د تامین بهیر ته دوام ورکړي.

د ايسکا د خبر له مخې، چې ښاغلي سلاجقه د چهار محل او بختيار ښارونو ته د خپل سفر پر مهال د چاپېريال ساتنې ادارې د سترو پاليسو په اړه وويل: « موږ له تيرو کلنو راهيسې د اوبو د سرچينو مديريت ته ډېره پاملرنه نه ده کړې.»

هغه زیاته کړه، له افغانستان څخه د راغلو اوبو اندازه د ایران څخه د وتلو اوبو په اندازه ده، ځکه هر کال شاوخوا ۱۰ مليارډه متره مکعب اوبه له ایران څخه وځي، چې د منځنۍ اندارې ورته مقدار دی.

د دغه راپور له مخې ښاغلي سلاجقه وویل: «موږ هڅه وکړه، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د اوبو د مسلې په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره موافقتنامې، اړيکې او خبرې اترې وکړو.»

هغه وویل ځینې هیوادونه، چې نه غواړی دګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې شی، د اوبو مسله د هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو وسیله ګرځوی؛ خو ایران له خپلو قانوني صلاحیتونو څخه په استفادې سره هڅه کوي، چې دغه مسایل تعدیل او خپل د اوبو حقوق تر لاسه کړي.

د ایسکا نیوز د راپور له مخې، ښاغلی سلاجقه د ایران د اوبو د حق په اړه وویل، د افغانستان له واکمنو چارواکو سره مفصلې ناستې او ګڼې خبرې اترې شوې، د اوبو حقابه او چاپېریال مسایل له نورو ژمنو جلا شوي دي.

د ایران د ولسمشر مرستیال زیاته کړهبحث پر دې و، چې د افغانستان په بندونو کې د اوبو اندازه دې کچې ته رسېدلې چې باید خوشې شي او طالبانو هم دغه اوبه خوشې کړي.

ښاغلي سلاجقه دا هم وویل، چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته په سفر راځي او په راتلونکو غونډو کې به دا مسایل تعقیب او د شته تړونونو پر بنسټ د حقونو د تامین په اړه خبرې وشي.

د پاکستان پوځ د ډېورنډ پولې ته څېرمه د اوو تنو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۱

د پاکستان سرحدي ځواکونو د خيبر پښتونخوا صوبې په شمالي وزيرستان کې اووه تنه وسله وال چې غوښتل يې د ډېورنډ له پولې د پاکستان لور ته واوړي په جګړه کې وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه کسان د پوځ له ځواکونو سره په سخته نښته کې وژل شوي دي.

د دغې اعلاميې له مخې؛ دغه نښته د شمالي وزيرستان د غلام خان په سيمه کې د "سپين کاى" په سيمه کې شوې او د هغوى يوه زياته اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي د پوځ لاس ته ورغلي دي.

د پاکستان پوځ په خپله اعلاميه کې زياته کړې، چې هېواد يې پرله پسې له طالبانو غوښتي، چې د ډېورنډ کرښه په سمه توګه اداره کړي او پاکستان له طالبانو هيله کوي، چې په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي او پرې نه ږدي، چې اورپکي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ د سرحدي تاو تریخوالي د هواري لپاره له تېرو درېیو کلونو راهیسې هڅې لا هم بې نتیجې دي.

پاکستان تل په طالبانو تور لګوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ترهګرو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي او پر وړاندې یې پرېکنده اقدام نه کوي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت:د سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره ۱۲۶ کسانو ته لوړه شوه

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند وايي، چې په ټول هېواد کې وروستيو سېلابونو او بارانونو ۷۰ کسان مړه کړي او ۵۶ نور يې ټپيان کړي دي. د دې سره ترڅنګ د کونړ ځايي طالبانو نن د يوه دېوال د راغورځېدو په پېښه کې د ۲۶ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

پېښو ته د رسېدو وزارت د طالبانو ویاند ملا جانان سايق نن چهار شنبه د (وري ۲۹مه) په يوه ويديو بیان کې د سېلابونو له امله له رسنيو سره ورستي جزیيات شریک کړي.

نوموړي وايي، چې د سېلابونو له امله ۷۰ کسان مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره؛ د همدې سېلابونو پر مهال د درېیو مسجدونو او ۴ ښوونځيو ترڅنګ ۲۶۲۷ کورنه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

سايق زياتوي، چې سېلابونو ۲۰۱۷ څاروي هم مړې کړې او شاوخوا ۹۵۸۶۱ جريبه کرنيزه ځمکه يې هم ویجاړه کړې ده.

نوموړی وايي؛ که څه هم وروستيو سېلابونو مالي او ځاني زیان اړولی؛ خو د ده په خبره، چې په ډېرو سېمو کې د یوه اباد کال لپاره د کروندګرو هيلې زياتي شوي دي.

د سايق په خبره؛ وروستيو پرله پسې سېلابونو په افغانستان کې د اوږدې وچکالۍ ستونزي له منځه وړي او په دې سره به د اوبو ټيټه سطحه هم لوړه شي.

د یوه بله خبر له مخې؛ نن د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د يوه دېوال د غورځېدو په پېښه کې ۲۶ کسان ټپيان شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو د والي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه دېوال د سېلابونو له امله تخريب شوی و او خلک د يوې جنازې د وير لپاره راټول شوي وو، چې له دغې پېښې سره مخ شول.

د طالبانو دفتر وايي؛ د ټپيانو له جملې څخه يې ۱۳ کسان تر درملنې وروسته رخصت کړي دي.

ایا ریښتیا؛ «ښځه یا د کور ده یا د ګور؟» زموږ تاریخ او فرهنګ څه وايي؟

۲۹ وری ۱۴۰۳ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۱

که خپل تاریخ ته وګورو، افغان مېرمنو په فعال ملي سیاست کې تل څرګنده ونډه لرله، دا زموږ د نسل ستونزه ده، چې یا ترې خبر نه یو، یا مو دا خبرې هېرې کړې دي او یا نویو راتپل شویو ایډیولوژیو ورسره پردي کړي یو.

راځئ، د بېلګې په دود څه هغه افغان مېرمنې او تاریخي پېښې وپېژنو، چې مېرمنې يې اصلي اتلانې او د پېښې یې د تاریخ زرینې پاڼې دي.

هرکله چې د افغان ـ انګریز جګړو پرمهال فکر و خبرې کوو، تر هرڅه لومړی مو د میوندۍ ملالې دا ټپې تر ذهنونو او غوږونو رارسیږي، چې:

خال به د یار له وینو کېږدم

چې شینکي باغ کې سور ګلاب وشرموینه

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د میوند جګړه ۱۸۸۰ میلادي کې پېښه شوه، د افغاني محاظ لښکر مشر ملي اتل غازي محمد ایوب خان و، سوبه افغانانو وکړه او انګریز مات شو، ګڼ افغان مبارزین شهیدان شول، خو ولې ملاله او د هغې لنډۍ د دې سترې حماسې تر ټولو مشهوره او ځلنده روایت دی؟

ځکه د میوند جګړه هغه مهال بریا ته ورسېده، چې ملالې او نورو افغان مېرمنو غازیان په جوش راوستل او د وطن په ننګ یې وننګول. ملي جنډه ملالې هسکه کړه او سنګر ته اوبه او خواړه افغان ملالیو ورسول.

جانانه جنګ ته ځان تیار کړه

سنګر ته پاس به اوبه زه درخېژومه

ولې افغان عاطفي مېرمنې د استقلال جګړو ته تللې او خپل نارینه یې هم هڅول؟ ځکه جګړه سپېڅلې وه، حماسه وه، ویاړ وه او مېړانه وه، هغه مهال هېڅ افغان بل افغان نه واژه ، جګړه یوازې د انګریز پر ضد وه او بس. جګړه د وطن د پت او دافغان مېرمنې د عزت او شرافت جګړه وه.

په افغان ــــ انګریز جګړو کې ملالۍ یوازې نه وه، ګڼې نورې پیاوړې مېرمنې د تاریخ په زرینو کرښو کې تلپاتې دي، چې هرې یوې یې حماسې پنځولي او که افغان لیکوال و شاعران ورته کیني، نو له هرې یوې به ګڼې شهکار حماسې وپنځوي:

غازي سرداره :

يا به پرنګ له ملکه باسو

يا به خو به ږدو پر خپل وطن باندې سرونه

 د ميوند په جګړه کې يوه بله زړوره مېرمنغـازي بی بی سرداره نورزۍ ده. د میوند د جګړې پر ورځ د اور او وینو په دغه ډګر کې ځينې افغان زړورې مېرمنې هم ليدل کېږي، چې ځينو يې تږیو جنګياليو ته اوبه ورکولې او ځينو يې کارتوس و باروت ور لېږدول همدارنګه ځينو يې د جنګياليو د مورال او جرئت لپاره حماسي لنډۍ او ترانې ويلې. غازي سرداره په خپل کور کې وه او د کلي لس مېرمنو ته يې دنده ورکړې وه،چې د ميوند جنګيالو ته ډوډۍ او خواړه پاخه کړي. لا لمر نه و پرېوتی، چې د خپل کلا پر برج پورته شوه او د ميوند د جګړې ننداره يې کوله، ناڅاپه يې پام شو چې غازيانو د دښمن د توپونو او وسلو د شدت له امله ناچاره په شا شوي او خپلو سنګرونو ته پناه وړي. غازي سردارې دا سخته شېبه پخپلو سترګو ليده، نو ریې زغم پای ته ورسېد، خپلې کلا ته دننه شوه، وسله يې راواخيسته، خپل سر يې په پړوني وتاړه او د جګړې ډګر ته يې ځان ورساوه. غازي سردارې غازيانو ته د دوښمن پر وړاندې کلک مورال ورکړ، کله چې لمر په لوېدو و، د انګریزان مات شول اوژوندیو پاتې شویو یې تېښته پیل کړه. ماښام مهال چې غازي سرداره د جګړې له ډګره بېرته راستنېده، د دښمن يو ميل وسله او يو آس يې له ځان سره د غنيمت په توګه کلا ته راوړل. دغه وسله تر ډېرې مودې د هغې له کورنۍ او اولادې سره د يو سپېڅلي يادګار په توګه ساتل کېده او د نوموړې افغان مېرمنې د زړورتيا يو نښه وه.

غازي ادې
د غازي ادې اصلي نوم الماسه او دکټواز سلېمانخېله وه، مشرانو به له نازه الماسۍ بلله، خا وند یې حبیب نومیده چې دکلي خلکو حبیب اکا باله ، دالماسۍ او حبیب اکا یوازې یو زوی و چي ښایسته نومېده ، ځکه نوالماسه ادې په کلي کي کشرانو د ښایسته خان مور بلله.

انګرېزانو چي په ۱۲۹۴ هـ ق کال پرپېواړ برید وکړ غازي ادې په دغه جنګ کي برخه اخیستې ده، دتور پوړني پلو به یې تر ملا راتاو کړي وو، چاړه به يې په ملا کې ټومبلې وه اوبه به ېې په ژیو کي دغازیانو سنګرونو ته رسولې او کله به یې په ګوډو کي نینې وروړلې ، کله به داسي پېښه شوه چي په کوم سنګر کې به دغازیانو جبه خانه لږ سوه الماسۍ وه چې پر خپلو اوږو به یې دوی ته ګولۍ او باروت رسول .

دپیواړ په جنګ کي ددې مېړه حبیب اکا او ځوان زوی ښایسته خان دواړه شهېدان شول، تر دې ورځې روسته دې مېړنۍ افغانې دځوانیمرګ زوی ښایسته خان کتاروزمه تر ملا وتړله ، دهغه نامراده توپک یې غاړي ته واچاوه او دغازیانو په صف کي دیوه صفاهی په توګه ودرېدله . له دغي ورځي څخه دالماسۍ وسلواله مبارزه پيل سوله، دې ښه نښان ویشت او دغلیم وتلي سپاره یې په وینو رنګول، دلوګر دخوشۍ ، چا رآسیاب او سنګ نوشتي په جنګونو کي یې په ډېره مېړانه برخه واخیستله او د دې مېړاني او له ننګه ډکو خبرو ډېر ځوانان خونړ یو جنګونو ته لمسول .

الماسۍ د جګړو پرمهال په غازي ادې مشهوره سوې وه او عمر یې شپېتو کالو ته نژدې و، چې ځان يې دغازي محمد جان خان لښکر ته ورساوه . دقلعه قاضي په غزا کي دغازې ادې توري او شهامت او بې ساري مېړاني پر غازیانو باندي د کوډو په شان اغېزه وکړ او دپرنګیانو پوځ یې ماتي ته اړ یوست.

په دې جنګ کي دغازي ادې نوم په ټول لښکر کي په توره او شهامت ولاړ، پخواتر دې یوازي پکتیاوالو او کټه وازیو پېژندله خو تردې روسته دا دټول لښکر غازي ادې شوه .

وایي جرنیل محمد جان خان غازي چي دغازي ادې داتوره اوجهاد ولید، دایې خپل حضور ته وروغوښتله او یو آس یې وروباښه او ورته ویې ویل : ته پلی جهاد کوې له پېواړه تر دې ځایه دې ټول مزلونه پلي وهلي دي او په ټولو جنګو کې دې پرپښو غزا کړې ده داآس واخله لږ څه به هوساشې، پروړه او اوربشي به یې زما د کمند سپاهیان در رسوي.

غازي ادې دجرنیل له پېرزویني څخه کورودانی ووایه خو آس یې ونه مانه او یې ویل : ( زه به مېړه او زوی ته په کوم مخ ورځم، دوی به وایې تاتر موږ پوري مزل پرپښو نه شووهلای، پرآس سپره راغلې، زه دا پېغور نه منم ).

په قلعه قاضي کي چي پرنګیان مات سول، غازې ادې چي دجرنیل محمدجان خان غازي له پوځونو سره د کروغ دغره له خوامخ پر کابل را روانه وه، دالنډۍ به یې ویلې:

توره کوئ بری به خپل کرئ

که بری نه وځوانان تل په تورو مرینه

توري په خرچ وهئ خوانانو !

وطن مو خپل دئ په سرو وینو یې ساتو نه

چوڼۍ په توپو نه ړنګیږي

غازي ځلمیان یې په توپکو ړنګوینه

جنګ دکابل په جوش راغلی

ځوانان څنګلي لګوي کابل ګټینه

دغازي محمدجان خان پوځونه چي واصل آباد ته راورسېدل په دغه وخت کي دغازي محمد عثمان خان ساپي لښکري پر اسمايي غره راښکاره شوې، پرنګیانو دهغو خواته مخه وګرځوله چي ځانونه شېر پور ته ورسوي.

غازي محمد جان خان خپل پوځونه پردووبر خوو وېشل ، یو پوځ یې دتخت شاه دغره نیولو ته وګماره اوبل پوځ یې وګماره چي د آسمايي دغره پرکلا برید وکړي. غازي ادې هم په دغه دوهم پوځ کې وه.

دالله اکبر ږغ یې دغلیمانو زړونه لړزول او دغازیانو ویني یې پر جوش راستلې .

په جګړه کې یو افغان غازي قیام الدین خان تره کی ویلي دي: موږ پر کلا په ډېر جوش برید وکړغازي ادې دمخ په صفونو کي وه .

درې سوه ګامه به کلا ته پاته وه چي غازي ادې ولګېدله و موږ چي پرراغلو داپرته وه تر ټټر او خولې یې ویني بهېدلې او په دغه حال کي یې هم دالله اکبر ږغ په خوله کي واوغالباً دغه ږغ سره یې ساوختله.

بي بي مهرو

د کابل د خلکو تر منځ د یوې بلې اتلې نوم هم مشهور دی، چې هغه بي بي مهرو ده، دا مېړنۍ ښځه د افغان انګریز دوهمې جګړې پر مهال له خپل خاوند عزیز خان سره یوځای د واده په شپه چې د انګریزانو په وړاندې د کابلي غازیانو له سرتاسري پاڅون سره هممهاله و، د دې پرځای چې د بخت تخت ته ورشي، نو له خپل غازي خاوند سره یې یوځای ملا وتړله او دواړه له پاڅونوالو سره ملګري شول، روایت دا دی، چې دواړه زوم او ناوې په دغې ملي غزا کې شهیدان شول. د بي بي مهرو زیارت اوس د کابل د خلکو د احترام او درناوي وړ دی.

100%

د جګړې په ډګر کې د ګڼو داسې نورو معلومو او نومورکیو اتلو مېرمنو د حضور ګڼې کیسې د افغانستان په هره سیمه کې پاتې دي. چې ښايي د ملي حماسو په توګه راټولې شي.

په سیاسي، فکري او فرهنګي عرصه کې هم د استقلال د جګړې، د مشروطیت نهضت او ملي مبارزې ډګر د مېرمنو له حضور څخه تش نه دی.

  • پخپله د اعلیحضرت غازي شاه امان الله ویاړلې مور سراج الخواتین سرور سلطانه بېګم چې د خپل مشروطه غوښتونکي او ځوان زوی کلک ملاتړ یې کاوه، د مشروطیت نهضت په اړه ګڼ څېړونکي په دې باور دي، چې د دغې مدبرې او ځواکمنې شاه مېرمنې ( ملکې) اراده او هوډ و، چې په دربار کې یې مشروطیت ضد دسیسې شنډې کړې او ځوان شاه امان الله یې له ګواښونو وژغوره. که د دغې مېرمنې مېړانه او تدبیر نه وای، ځوان غازي او مشروطه غوښتونکي ملګري یې د هېواد د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو تر درشله نه رسېدل.
  • پیاوړې ملکه ثریا خو نو ټول پېژنئ، چې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي پاچا اعلیحضرت غازي امان الله د بریاوو تر شا یې پیاوړی حضور همیشه احساسیږي. ملکه ثریا د ستر مشروطه غوښتونکي علامه محمود طرزي لور، د ارشادالنسوان بنسټ اېښوونکې، د مېرمنو د نهضت سرلارې او د روښانتیا، ویښتیا او بدلون بلنده ډېوه وه. د ښځو د زده کړو، روغتیا، مدني حقونو، ژورنالیزم، ټولنیز حضور او سیاسي ارادې راپیلوونکې دغه مېرمن د افغانستان د استقلال په کلونو کې د ګڼو روښانفکري نهضتونو په سر کې ولاړه وه.
100%
  • مېرمن اسما رسمیه طرزي د علامه محمود طرزي مېرمن او د شاه مېرمن ثریا مور پخپله یوه لوستې، مدبره او فعاله مېرمن وه، د علامه طرزي، شاه امان الله غازي، شاه مېرمن ثریا او نورو مشروطه غوښتونکیو د فعالیتونو په بریا کې یې ونډه د پام وړ ده.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.