اوچا: وروستیو ورښتونو په افغانستان کې څه کم ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې کړې دي

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر ( اوچا) وایي، په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې ګڼې سیمې ځپلې دي. د اوچا په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې دغو ورښتونو ۱۵۹۰ کورنۍ اغېزمنې، ۳۵ تنه مړه او ۴۷ تنه ټپیان کړي دي.