په هند کې سرتاسري ټاکنې پیل شوې

په هند کې سرتاسري ټاکنې د جمعې په سهار د (وري ۳۱مه) د کلکو امنیتي ګامونو په اخیستلو سره پیل شوې. دغه ټاکنې د نړۍ په کچه تر ټولو سترې ټاکنې دي، چې ۹۶۹ په شرایطو برابر وګړي به به کې خپلې رایې وکاروي.

په هند کې سرتاسري ټاکنې د جمعې په سهار د (وري ۳۱مه) د کلکو امنیتي ګامونو په اخیستلو سره پیل شوې. دغه ټاکنې د نړۍ په کچه تر ټولو سترې ټاکنې دي، چې ۹۶۹ په شرایطو برابر وګړي به به کې خپلې رایې وکاروي.
نظر پوښتنې ښيي، چې ښايي د نریندرا مودي په مشرۍ د بهاراتا جاناتا ګوند به په دغو ټاکنو کې بریالی شي.
د هند په سرتاسري ټاکنو کې د رای ورکوونکو په ډله کې ۴۳۱ مېلیونه په شرایطو برابرې مېرمنې هم خپلې رایې کاروي.
د هند د خلکو استازې جرګه ۵۴۵ څوکۍ لري. ۵۴۳ استازی یې د خلکو لهخوا ټاکل کېږي او دوه تنه نور غړي یې د هند د ولسمشر لهخوا انتصابېږي.
د هند دغه ټاکنې به د جون تر لومړیو پورې په اوو پړاوونو کې ترسره شي او د راپورونو له مخې، پایلې به یې د ۲۰۲۴ کال د جون په څلورمه نېټه ډاګیزې شي.

په پاکستان کې د سختو بارانونو د لړۍ پر دوام، په چمن او کشمیر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي دي. د چمن د چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي چې موټر یې په سېلاب کې ډوب شوی دی.
د راپورونو له مخې، له تېرې اونۍ راهیسې د بارانونو له پیله یوازې په بلوچستان کې د چتونو د غورځېدو، د برېښنا د پرې کېدو او نورو پېښو په پایله کې ۱۷ کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
دغو چارواکو ویلي، د سېلابونو له امله سړکونو ته هم سخت زيان رسېدلى چې له امله یې د چمن بلوچستان لاره له نورو سيمو سره تړلې ده او افغان ټرانزیټ هم بند شوى دى.
بل اړخ ته د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په موییان خاکیان سیمه کې د باران له امله په دوو جلا پېښو کې اته کسان مړه شوي او ۱۴ نور ژوبلېدلي دي.
په اورمړه، پسني، جیواني، زیارت، لورالايي، موسی خیل، بارکان، دیره بګټي، کوهلو، سبي، بولان، نوشکي، دالبندین، واشک، پنجګور او سرحدي سیمو کې هم د باران له امله د کورونو او سړکونو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ایران په اصفهان کې د چاودنې د غږ له اورېدو وروسته یو امریکايي چارواکي اېبيسي نیوز ته منلې، چې اسراییلي توغندیو د ایران پر یوې برخې برید کړی. دغې سرچینې پر سوریې او عراق بریدونه نه دي منلي.
تر دې وړاندې په رسنیزو لومړنیو راپورونو کې د ټولنیزو شبکو څو تنو کاروونکو په اصفهان کې د څو چادونو خبر ورکړی و، د دغو راپورونو له مخې د سوریې په سویل کې د سویدا او د بغداد په بابل ولایت کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د خواله رسنیو کاروونکو هم په اصفهان کې د چاودنو غږونه اورېدلی او راپورونه یې پرې ورکړي دي.

د ترکیې د بالکاسیر ښار پولیسو ۲۹ افغان کډوال چې غوښتل یې د یونان ټاپوګانو ته ځان ورسوي، نیولي او د کډوالو د راستنولو مرکز ته یې سپارلي دي.
د تركيې د رسنيو د راپورونو له مخې د بالكسير پوليسو د دې قضيې په تړاو دوه افغان قاچاق وړونكي هم نيولي دي.
دغو رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د وري۳۰مه) راپور ورکړی، چې ۲۹ افغان کډوال او دوه افغان قاچاق وړونکي د بالکسیر سیمې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.
دپوليسو په وينا دغه افغان قاچاق وړونکي تر نيولو او پلټنو وروسته محکمې ته وړاندې شوي دي.
د ترکیې پولیسو په تیرو ۲۴ساعتونو کې شاوخوا ۷۰ افغان کډوال د ترکیې په دوو ښارونو کې نیولي دي.
ترکي رسنیو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو د ایواجیک په سواحلو کې ۴۳ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.
په ترکیه کې د اکثرو پناه کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د پېژندلو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو له زیاتېدو وروسته د دغو کسانو د نیولو بهیر هم ګړندی شوی دی.
په دې وروستیو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د اېستلو او ناوړه چلند په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

دوبۍ، چې په دښته کې جوړ شوی ښار دی او په خپل عصري جوړښت ویاړ کوي، د پنجشنبې په ورځ له سختو بارانونو وروسته، د ښار چارواکي د اوبو ډکو سړکونو او کورونو په وچولو بوخت دي.
د سه شنبې ورځ په دوبۍ کې په یوه ورځ کې دومره باران شوی وو، چې په عادي وخت کې په یو کال کې کیږي.

د دوبۍ نړیوال هوایی ډګر، چې د سفرونو لوی مرکز دی، د ټولو الوتنو د بیا پیل لپاره یې د پاکولو چارې روانې دي. د سه شنبې له سیلابونو وروسته، لاهم په سړکونو کې ډنډ اوبه لیدل کیږي.

دغه سخت بارانونه د متحده عربي اماراتو په وروستي ۷۵ کلن تاریخ تر ټولو ناوړه تجربه بلل کیږي. دغه سیلابونو د دوبۍ نږدې ټولې چارې په تپه ودرولې او د پام وړ زیانونه یې اړولي دي.

د سیلابونو له امله د دوبۍ ډیرۍ اوسیدونکي په لاره، دفترونو او کورونو کې بند پاتي شوي او ډیریو خلکو د سیلابونو له امله د خپلو کورونو د اغیزمنیدو خبر ورکړی دی. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښیې چې د پیر او پلور په لویو مرکزونو کې له چتونو اوبه راڅاڅي.

سره له دې چې په په دوبۍ کې، چې د متحده عربي اماراتو ترټولو ډیر نفوس لرونکی ښار دی، عامه تراسنپورټ بیرته په کار پیل کړی، خو لا هم د سیلابونو له امله ډیر لارې تړلې پاتې دي او په دغه ښار کې سخته ترافیکي ګڼه ګوڼه رامنځ ته شوې ده.


د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب خدمتونو ویاند د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په یوه ساختماني شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ کسان مړه شوي دي. جلال ملکي وايي، چې د دې اورلګېدنې قربانيان بهرني وګړي دي.
د دغو کارکوونکو د هویت په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوی.
د دغه ایراني چارواکي په وینا، اورلګېدنه د پنجشنبې په ماسپښین د تهران په ختیځ کې د شهید یاسیني لویې لارې ته څېرمه په یو ساختماني شرکت کې رامنځ ته شوې ده.
د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د تهران د اور وژنې او خوندیتوب خدماتو ادارې ویاند ویلي، چې په اور لګېدنه کې یو بل کارکوونکی هم ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
جلال ملکي وايي، چې د دغه شرکت په يوه برخه کې د کارګرانو خونې وې او هلته په یوې خونې کې اور لګیدلی چې لامل یې لا معلوم نه دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې د دې پېښې قربانیان د کومو هېوادونو اتباع دي، خو د ایران ډېری کډوال افغانان دي.
افغان کارګران په دې هېواد کې په سختو، ناامنو شرایطو کې د اسنادو او کار د اجازې د نه لرلو له امله په کم معاش کار کوي.
