د ایران په اصفهان کې د چاودنې په اړه راپورونه ورکړل شوي

د ایران په اصفهان کې د چاودنې د غږ له اورېدو وروسته یو امریکايي چارواکي اېبيسي نیوز ته منلې، چې اسراییلي توغندیو د ایران پر یوې برخې برید کړی. دغې سرچینې پر سوریې او عراق بریدونه نه دي منلي.

د ایران په اصفهان کې د چاودنې د غږ له اورېدو وروسته یو امریکايي چارواکي اېبيسي نیوز ته منلې، چې اسراییلي توغندیو د ایران پر یوې برخې برید کړی. دغې سرچینې پر سوریې او عراق بریدونه نه دي منلي.
تر دې وړاندې په رسنیزو لومړنیو راپورونو کې د ټولنیزو شبکو څو تنو کاروونکو په اصفهان کې د څو چادونو خبر ورکړی و، د دغو راپورونو له مخې د سوریې په سویل کې د سویدا او د بغداد په بابل ولایت کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.د خواله رسنیو کاروونکو هم په اصفهان کې د چاودنو غږونه اورېدلی او راپورونه یې پرې ورکړي دي.


د ترکیې د بالکاسیر ښار پولیسو ۲۹ افغان کډوال چې غوښتل یې د یونان ټاپوګانو ته ځان ورسوي، نیولي او د کډوالو د راستنولو مرکز ته یې سپارلي دي.
د تركيې د رسنيو د راپورونو له مخې د بالكسير پوليسو د دې قضيې په تړاو دوه افغان قاچاق وړونكي هم نيولي دي.
دغو رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د وري۳۰مه) راپور ورکړی، چې ۲۹ افغان کډوال او دوه افغان قاچاق وړونکي د بالکسیر سیمې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.
دپوليسو په وينا دغه افغان قاچاق وړونکي تر نيولو او پلټنو وروسته محکمې ته وړاندې شوي دي.
د ترکیې پولیسو په تیرو ۲۴ساعتونو کې شاوخوا ۷۰ افغان کډوال د ترکیې په دوو ښارونو کې نیولي دي.
ترکي رسنیو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو د ایواجیک په سواحلو کې ۴۳ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.
په ترکیه کې د اکثرو پناه کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د پېژندلو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو له زیاتېدو وروسته د دغو کسانو د نیولو بهیر هم ګړندی شوی دی.
په دې وروستیو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د اېستلو او ناوړه چلند په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

دوبۍ، چې په دښته کې جوړ شوی ښار دی او په خپل عصري جوړښت ویاړ کوي، د پنجشنبې په ورځ له سختو بارانونو وروسته، د ښار چارواکي د اوبو ډکو سړکونو او کورونو په وچولو بوخت دي.
د سه شنبې ورځ په دوبۍ کې په یوه ورځ کې دومره باران شوی وو، چې په عادي وخت کې په یو کال کې کیږي.

د دوبۍ نړیوال هوایی ډګر، چې د سفرونو لوی مرکز دی، د ټولو الوتنو د بیا پیل لپاره یې د پاکولو چارې روانې دي. د سه شنبې له سیلابونو وروسته، لاهم په سړکونو کې ډنډ اوبه لیدل کیږي.

دغه سخت بارانونه د متحده عربي اماراتو په وروستي ۷۵ کلن تاریخ تر ټولو ناوړه تجربه بلل کیږي. دغه سیلابونو د دوبۍ نږدې ټولې چارې په تپه ودرولې او د پام وړ زیانونه یې اړولي دي.

د سیلابونو له امله د دوبۍ ډیرۍ اوسیدونکي په لاره، دفترونو او کورونو کې بند پاتي شوي او ډیریو خلکو د سیلابونو له امله د خپلو کورونو د اغیزمنیدو خبر ورکړی دی. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښیې چې د پیر او پلور په لویو مرکزونو کې له چتونو اوبه راڅاڅي.

سره له دې چې په په دوبۍ کې، چې د متحده عربي اماراتو ترټولو ډیر نفوس لرونکی ښار دی، عامه تراسنپورټ بیرته په کار پیل کړی، خو لا هم د سیلابونو له امله ډیر لارې تړلې پاتې دي او په دغه ښار کې سخته ترافیکي ګڼه ګوڼه رامنځ ته شوې ده.


د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب خدمتونو ویاند د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په یوه ساختماني شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ کسان مړه شوي دي. جلال ملکي وايي، چې د دې اورلګېدنې قربانيان بهرني وګړي دي.
د دغو کارکوونکو د هویت په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوی.
د دغه ایراني چارواکي په وینا، اورلګېدنه د پنجشنبې په ماسپښین د تهران په ختیځ کې د شهید یاسیني لویې لارې ته څېرمه په یو ساختماني شرکت کې رامنځ ته شوې ده.
د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د تهران د اور وژنې او خوندیتوب خدماتو ادارې ویاند ویلي، چې په اور لګېدنه کې یو بل کارکوونکی هم ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
جلال ملکي وايي، چې د دغه شرکت په يوه برخه کې د کارګرانو خونې وې او هلته په یوې خونې کې اور لګیدلی چې لامل یې لا معلوم نه دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې د دې پېښې قربانیان د کومو هېوادونو اتباع دي، خو د ایران ډېری کډوال افغانان دي.
افغان کارګران په دې هېواد کې په سختو، ناامنو شرایطو کې د اسنادو او کار د اجازې د نه لرلو له امله په کم معاش کار کوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د وروستیو ورښتونو او تندر له امله په دغه هېواد کې پر ځاني او مالي زیان خواشیني ښيي او وايي، د پاکستان حکومت او قربانیانو ته تسلیت وايي. پاکستان کې اوسني ورښت تر ډېره بلوچستان او پښتونخوا کې تاوان رسولی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي خپل اېکس کې ویلي، چې دغه ډله د اوښتو ګڼو ځاني او مالي زیانونو په اړه د پاکستان حکومت، ولس او په ځانګړي توګه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
هغه زیاته کړې: “د الله متعال له دربار څخه شهیدانو ته جنتونو او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.”
د پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په دغه ایالت کې د څلورو پرلپسې ورځو د بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په پایله کې ۳۳ کسان مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د پښتونخوا په څنګلوري بلوچستان کې هم د لسو کسانو د مړینې رپوټ ور کړل شوی دی.
د پاکستان د هوا پوهنې اداره وايي، د اپرېل تر وروستیو به د توپان او باران دوه څپې په دغه هېواد کې روانې وي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د وسلوال برید له امله د ګمرک د استخباراتو برخې شپږ کارکوونکي او یوه ماشومه وژل شوي دي.
د پولیسو د سرچینو په وینا، برید د دیره اسماعیل خان درابن تحصیل کې شوی او بریدګر د پیښې له ځایه په تیښته بریالي شوي دي.
د ځینو محلي رسنیو د راپور له مخې، پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.