په دیره اسماعیل خان کې د ګمرک د استخباراتو برخې ۶ کارکوونکي ووژل شول

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د وسلوال برید له امله د ګمرک د استخباراتو برخې شپږ کارکوونکي او یوه ماشومه وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د وسلوال برید له امله د ګمرک د استخباراتو برخې شپږ کارکوونکي او یوه ماشومه وژل شوي دي.
د پولیسو د سرچینو په وینا، برید د دیره اسماعیل خان درابن تحصیل کې شوی او بریدګر د پیښې له ځایه په تیښته بریالي شوي دي.
د ځینو محلي رسنیو د راپور له مخې، پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، په دې وروستیو ورځو کې په دې هېواد کې داسې سخت ورښت شوی چې په تېرو ۷۵ کلونو کې د نورو ورښتونو ریکارډ مات کړ. سېلابونو او توپانونو په ځانګړې توګه ښاري ټرانسپورټ او د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.
متحده عربي امارات نن هم له سختو توپانونو سره مخ دي چې د دې هېواد ډېرې برخې یې نیولې دي
د متحده عربي اماراتو تر ټولو مهم سوداګریز ښار دوبۍ کې تر هغه وروسته چې توپان د هويي ډګر د الوتنو د ځنډېدو او یا هم د لغوه کېدو لامل شو، د دې هوایي ډګر عملیات همداراز ګډوډ دی.
دغه هوایی ډګر نن سهار اعلان وکړ، چې دې ښار ته د بهرنیو هوايي شرکتونو له خوا لومړي ترمینل ته الوتنې له سره پیل شوي، خو دا الوتنې بیا هم له ځنډ او خنډ سره مخ دي.
په دې هوایي ډګر کې تر ټولو لوی هوایي شرکت اماراتو اعلان وکړ، چې په دوبۍ کې یې د مساپرو منل بیا پیل کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه توپانونه د یکشنبې په ورځ له عمان څخه په تېرېدو له سې شنبې راهیسي عربي متحده اماراتو رسېدلي دي.
دا توپانونه د دې لامل شوي، چې واټونه د اوبو د ډېرېدو له امله بند شي.
د راپورونو له مخې، په عمان کې شلو کسانو او په عربي متحده اماراتو کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.
چارواکو دولتي کارکوونکو او زدکوونکو ته لارښوونه کړې، تر هغه چې لارې بندې دي په خپلو کورونو کې پاتې شي.
هواپوهان وایي، د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې زیاتوالی په ټوله نړۍ کې د سختو موسمي پېښو لامل شوی او په متحده عربي اماراتو او عمان کې اوسني توپانونه یې یوه بېلګه ده.
د لندن د سلطنتي کالج کارپوه کولین کولجا ویلي دي، چې کېدای شي دغه توپان د اقلیمي بدلونونو له امله شدید شوی وي.
څیړونکي وړاندوینه کوي، چې اقلیمي بدلون به د تودوخې او رطوبت د زیاتوالي او د فارس خلیج په ځینو برخو کې د سېلابونو د لویو ګواښونو لامل شي.
دا ستونزه به د متحده عربي اماراتو په څېر هیوادونو کې د زېربناوو د نشتون له امله لا پسې پراخه شي.
د متحده عربي اماراتو یوې دولتي ادارې چې د باران د زیاتوالي لپاره د ورېځو څارنه کوي، له توپان مخکې یې دا ډول عملیاتو ترسره کېدل رد کړ.
د اماراتو دولتي خبري اژانس د چهارشنبې په ماښام د اماراتو د رییس محمد بن زاید بیانیه خپره کړه، چې پکې چارواکو د اوښتو زیانونونو د ارزولو او د توپان له امله د زیانمنو کورنیو ملاتړ امر شوی دی.

د پاکستان په مطبوعاتو کې له راپورونو سره سم په بلوچستان کې د دولت په ضد د ډیر وخت نه روانې جګړې او شورش په نږدې وختونو کې زیات زور موندلی دی.
د مثال په توګه د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د بلوڅو بیلتون خوښو جنګیالیو درې شپیته بریدونه کړي، چې پکې د پوځي او ملکي افرادو په ګډون پنځه شپیته کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
شنونکي وايي چې د تیر کال سره په مقايسه په بلوچستان کې د خشونت سطح ۹۶ فیصده لوړه شوې ده.
د دغو بریدونو زیاته برخه د بلوچستان په جنوبي سیمه مکران کې او یا یې په شاوخوا سیمو کې شوي دي او د دغو بریدونو مسولیت د بلوچستان لبریشن ارمي یا د بلوچستان ازادۍ بخښونکي پوځ او بلوچستان لبریشن فرنټ یاد بلوچستان ازادۍ بخښونکې جبهې نومې بیلتون خوښو سازمانونو په غاړه اخستی دی.
د پاکستان د تاسیس نه وړاندې د بلوڅانو د قلات په نوم څو سوه کاله زوړ خپل دولت درلود چې د قلات د ریاست او ترې چاپیره پرتې د بلوڅانو نورې قبیلې د قلات د خان د واکمنۍ منونکې وې.
د انګلیسانو امپراتورۍ چې په ۱۸۵۷ کې هند په رسمی توګه ونیو، نو په نولسمه پیړۍ کې یې خپله امپراتوري د شمال او غرب په لور د غځولو په سلسله کې د قلات ریاست هم اشغال کړ او بیا یې هم په دغه لار په افغانستان بریدونه وکړل، خو له دې سره سره د قلات ریاست یوه اندازه داخلي خودمختاري لرله.
په ۱۹۴۷ کې چې انګلیسان د هند نه وتل، نو د قلات خان میر احمد یار خان له انګلیسانو سره استدلال وکړ، چې کله هغوی هند نیو نو قلات د هند برخه نه و، نو اوس چې انګلیسان د هند نه وځي، باید چې د قلات د دولت مستقل حیثیت ومني.
جالبه دا وه چې د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح، چې یو مسلکي حقوق دان هم و، له انګلیسانو سره یې په دې دعوه کې د قلات د خان وکالت وکړو.
د ۱۹۴۷ نه تر ۱۹۴۸ پورې یو کال د قلات ریاست مستقل پاته شو، خو بیا پاکستان خپل فوج ور واستاوه او قلات یې په زور ونیو.

د پاکستان دغه ګام ته په عکس العمل کې د قلات د خان کشر ورور شهزاده عبدالکریم د پاکستان په ضد د وسله وال قیام په نیت غرونو ته وخوت.
دا د پاکستان په ضد د بلوڅو ملت پالو وړومبی وسله وال پاڅون و، چې د پاکستان پوځ یې سرکوب کړ. په ۱۹۶۹ کې بلوچستان د پاکستان په صوبه بدل کړی شو چې په شمالي سیمه کې یې پښتانه اوسي او په جنوبي سیمه کې یې بلوڅان میشت دي.
بلوچستان له افغانستان او ایران سره پوله لري. په ۱۹۵۸ کې بلوڅان د نواب نوروز خان په مشرۍ دویم ځل غرونو ته لاړل.
د پاکستان حکومت هغوی د روغې جوړې په نوم وغولول او له غرونو یې راکوز کړل، خو وړوسته یې د نواب نوروز خان دوه زامن اعدام کړل او نوروز خان او نور ملګري یې بندیان کړل.
د بلوڅانو دریم وسله وال قیام د کال ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۳ پورې هغه مهال ادامه وکړه چې د پاکستان مرکزي حکومت د بلوچستان د انتخاباتو له لارې راغلی جمهوري حکومت په غیر قانوني توګه منحل کړ.
د بلوڅو څلورم پاڅون په ۲۰۰۶ کې هغه وخت پیل شو چې د پاکستان پوځي دکتاتور جنرال پرویز مشرف د بلوڅانو یو نومیالی سیاسي او قومي مشر نواب اکبر بګټي په عملیاتو کې وواژه.
په تیرو اتلسو کلونو کې د بلوڅو وسله واله مبارزه په تدریج سره پراخه شوې ده او د پاکستان پوځ هم د هغوی په ضد عملیاتو ته ادامه ورکړې ده .

د بلوچستان نفوس د پاکستان د ټولو نفوس ۶.۲ فیصدي تشکیلوي، چې د پاکستان تر ټولو کم نفوسه صوبه ده، خو د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو غټ ایالت دی او د پاکستان د ټولې رقبې په سلو کې ۴۳.۶ فیصدي د بلوچستان رقبه ده.
بلوچستان د طبیعي منابعو غټې زیرمې لري چې پکې نفت، ګاز، سره زر، کرومایټ یا سپین کاڼي، زغال سنګ او د نورو ډیرو قیمتي شیانو معدنونه شامل دي.
پر دې برسیره بلوچستان ۸۰۰ کیلومتره نه زیات د بحر هند ساحل هم لري، چې خورا ډیر ستراتیجک اهمیت لري.
په ایران کې هم د بحرهند د ساحل په زیاته برخه بلوڅ میشت دي.
په کال ۲۰۱۴ کې چې د پاکستان او چین تر مینځه د اقتصادي او تجارتي کارادور کار رون شو، نو د بلوچستان اهمیت نور هم سیوا شو،ځکه چې دغه کارادور د چین شنجیان یا سنکیانګ ایالت د بلوچستان له ګوادر بندر سره وصلوي.
د دغه کارادور جوړیدل به د شرق میانه سره د چین تجارت ته لاره هواره کړي او په بحرهند کې به د امریکا او هند سره د پوځي سیالۍ لپاره یو اهم بحري بندر هم په لاس ور کړي.
له بلې خوا امریکا او د هغې متحدین نه غواړي چې چین دې په بلوچستان کې دغه تجارتي او ستراتیجک امکانات تر لاسه کړي.

په بلوچستان کې په عنعنوي توګه د پاکستان د دولت په ضد د وسله والو مبارزو مرکزونه له سیبۍ سره نزدې د ځواکمنې بلوڅ قبیلې مري سیمه وه او یا د خضدار په سیمه کې پرته د مینګل قبیلې ساحه وه.
د دغو دواړو قبیلو سردارانو د پاکستان په ضد سیاسي او وسله واله مبارزه کوله، خو اوس د بلوڅ جنګیالیو فعالیت جنوب ته د مکران سیمه کې زیات شوی دی.
په مکران کې د قبائیلو په ځای د درمیانه اقشارو باسواده بلوڅ ځوانانو وسله راپورته کړې ده.
د دغو ځوانو بلوڅ جنګیالیو جګړه زیاته منظمه او پلانیزه شوې ده او دوی په مهمو او حساسو پوځي مرکزونو حملې کوي چې د پاکستان پوځ د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
بلوڅ جنګیالي، چې په بلوڅۍ ژبه کې ورته سرمچار یعنې سر ښندونکي وايي، اوس ځان مرګی بریدونه هم کوي.
د پاکستان پوځ او استخبارات یې چې په هر چا شک لري، نو هغه بغیر د محکمې یا د قضا له امر پرته تري تم کوي چې تر اوسه زرګونه بلوڅ ځوانان تري تم شوي دي او د هغوی د کورنیو خلک د خپلو بچو د خلاصون لپاره پراخ تظاهرات او لاریونونه کوي.
په دې ډول زرکونو بلوڅو ښځو په انقلابي سیاسي مبارزه کې برخه اخستل پیل کړي دي.
د تیرکال دسمبر کې بلوڅو ښځو د خپلو غوښتنو د منل کیدو لپاره د بلوچستان د تربت نه د پاکستان د مرکز اسلام اباد پورې یو نیم زر کیلومتر لاریون کړی و چې یوه میاشت یې ادامه درلوده.
د بلوچ پیوستون د شورا په نوم د دغه نهضت مشريډاکټر ماهرنګ بلوڅ او سمي دین بلوڅ په غاړه ده، چې په بلوڅو کې خورا ډیر محبوبیت او پلویان لري.
یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه ورځ له سلو ډېرې کورنۍ د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ د (وري ۲۹مه) ۵۵۵ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د راپور په حواله وايي، ۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۶ تنه کېږي تېره ورځ په جبري توګه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستې شوې.
همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹ تنه کېږي د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو وزارت وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.
د پاکستان حکومت په داسې مهال کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی چې، د کډوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې ډېرې کړې دي.

د خراسان ډایري په نوم یوې انلاین ویب پاڼې لیکلي چې دغو وژل شویو اووه کسانو د حافظ ګل بهادر د ډلې سره تړاو لاره او اووه واړه په پرونۍ پېښه کې وژل شوي دي.
دغې پاڼې دا رنګه ویلي، چې د دوی کسانو په پروني برید کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړولې؛ خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
پرون د پاکستان سرحدي ځواکونو د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د اوو تنو وسلهوالو د وژلو خبره کړې وه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي و، چې دغه کسان د پوځ له ځواکونو سره په سخته نښته کې وژل شوي دي.
د دغې اعلاميې له مخې، دغه نښته د شمالي وزيرستان د غلام خان د "سپين کاى" په سيمه کې شوې وه او د هغوى سره یې د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو د نیولو خبره هم کړې وه.
د پاکستان پوځ په اعلاميه کې دا رنګه راغلي و، چې هېواد يې پرله پسې له طالبانو غوښتي چې د ډېورنډ کرښه په سمه توګه اداره کړي او پاکستان له طالبانو هيله کوي، پرې نه ږدي، چې اورپکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
د پاکستان او طالبانو تر منځ د سرحدي تاوتریخوالي د هواري لپاره له تېرو درېیو کلونو راهیسې هڅې لا هم بې پایلې پاتې دي.
پاکستان تل په طالبانو تور لګوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ترهګرو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي او پر وړاندې یې پرېکنده ګام نه اخلي؛ خو طالبانو دغه تورونه په وار، وار رد کړي او په پاکستان کې یې د نا امنۍ پړه په امنیتي ځواکونو اچولې، چې د دوی په وینا د خپل امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي.

د برېټانیا په پارلمان کې سرچینو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د برېټانیا حکومت روانډا ته د برېټانیې د ځینو پخوانیو افغان همکارانو د ایستلو له پلان څخه د معافیت په اړه غور کوي. په دغو کسانو کې په افغانستان کې د پخواني حکومت پوځيان او پخواني ژباړونکي شامل دي.
د برېټانیا پارلمان د سه شنبې په ورځ د دریم ځل لپاره روانډا ته د «ناقانونه» پناه غوښتونکو د ایستلو پلان رد کړ او په دې پلان کې یې د څلورو تعدیلاتو غوښتنه وکړه. په افغانستان کې د پخوانیو برېټانوي همکارانو معافیت یو له هغو تعدیلاتو څخه دی چې برېټانوي استازي یې پلي کول غواړي.
روانډا ته د برېټانیې د افغان همکارانو د ایستلو څخه د معافیت وړاندیز د برېټانیې د پخواني دفاع وزیر دیس براون له خوا د میز پر سر ایښودل شوی دی.
د برېټانیې پارلمان د دغه تعدیل تصویب په ۲۷۵ موافقو او ۲۸ مخالفو رایو سره تصویب کړ.
د برېټانيا د مخالف ګوند ځينو استازو د دغه تعدیل د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د برېټانیا حکومت دا مهال په «انتخابونو» غور کوي چې روانډا ته د خپل افغان همکاران د ایستلو له پلان څخه معاف کړي.
دغه تعدیل به هغه افغانان خوندي کړي چې په تېرو وختونو کې یې په افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو تر څنګ دنده ترسره کړې او د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ناقانونه توګه برېټانیا ته دننه شوي دي.
