د کندهار اوسېدونکي وايي، چې په دغه ښار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر په بېساري ډول لوړ شوی. د ښاریانو په خبره؛ د ښار له مرکزي بازارونو نیولې تر هوټلونو، رسټورانټونو او پلورنځیو پورې لسګونه ماشومان لیدل کېږي، چې یا له خلکو د څو افغانیو غوښتنه کوي او یا د سپېلني دودوي چې دې چارې خلک خورا اندېښمن کړي دي.
کندهار مېشتي سمیعالله نصرت د دغه ماشومانو راتلونکې ته د اندېښنې په څرګندولو سره افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «دغه ماشومان ښوونځي ته نهځي، ماشومتوب نهلري او راتلونکی یې د فقر په تیاره سیورو کې ورک ښکاري».
یو ۱۲کلن ماشوم عرفان الله چې د ښار د یوه رستورانت مخې ته ولاړ وو په ټیټ غږ وویل: «پلار مې دنده نهلري مور مې وایي، که پیسې راوړې نو ډوډۍ به وي که نه څه نهلرو چې ويې خورو. هره ورځ بازار ته راځم کله پیسې ټولې شي کله نه».
د دغه ماشومانو کیسې یوازې احساساتي نه؛ بلکې سیاسي پوښتنې راپورته کوي. ځینې ماشومان یتیمان دي سرپرست نهلري؛ خو ډېری یې په ښکاره ډول اعتراف کوي، چې د کورنۍ مشران یې بېکاره او د کار د نشتوالي له امله اړ اېستل شوي چې خپل ماشومان بازار ته ولېږي.
دا هغه ښار دی، چې واکمنان یې د «اسلامي نظام، عدالت او شریعت» پلي کولو دعوې کوي؛ خو په کوڅو کې یې ماشومان د وچې ډوډۍ لپاره لاسونه غځولي دي. د سید احمد په نوم یو بل ماشوم چې سپېلني یې په لاس کې نیولي وو داسې وویل: «زه ښوونځي ته نه ځم ځکه کتاب او کالي نهلرو که خیرات و نه غواړم کور کې ډوډۍ نه وي. پلار مې نهشته مور مې کار نهشي کولای».
دغه اعتراف دا په ډاګه کوي، چې دامهال د وزګارتیا تر ټولو دروند بار د ماشومانو په اوږو دی او تر ټولو ډېر یې ماشومان اغېزمن کړي دي. کندهار کې د بېکارۍ کچه لوړه، اقتصاد په ټپه ولاړ او د خلکو عایداتي سرچینې نږدې له منځه تللې دي.
په همدې حال کې د کندهار یوشمېر طالب مسوولین داسې ادعاوې کوي، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده ګواکې وخت ناوخت په کندهار ښار کې ګرځي او د خلکو وضعیت څاري؛ خو ځايي اوسېدونکي دغه ادعاوې له واقعیت سره په ټکر کې ګڼي او وايي که رښتیا هم نوموړی د خلکو له غربت خبر وای، نو نن به د هغه د کور شاوخوا د هغه د واک تر سیوري لاندې ماشومان سوالګرۍ ته نه اړ اېستل کېدل.
د ټولنیزو چارو شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي نو کندهار به یوازې د فقر ښار نه؛ بلکې د راتلونکي د ضایع کېدو په ښار بدل شي. د دوی په خبره؛ هغه ماشومان چې نن سپېلني دودوي سبا به د زدهکړو، مهارت او سالم ژوند له فرصتونو بېبرخې لویان وي او دا به د ټولې ټولنې لپاره درنه بیه ولري.