پاکستان کې ورښتونه؛ په چمن او کشمیر کې ۱۵ کسان مړه شوي دي

په پاکستان کې د سختو بارانونو د لړۍ پر دوام، په چمن او کشمیر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان مړه شوي دي. د چمن د چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي چې موټر یې په سېلاب کې ډوب شوی دی.