ځايي اوسیدونکي: د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاونه شوې

AP ۱۴۰۳ غویی ۱

د کابل ښار لوېديځ ته اوسېدونکي وايي، ځايي وخت نن ماښام د دغه ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د ګلايي دوخانه په سيمه کې چاودنه شوې ده.

یوه عیني شاهد افغانستان انټرنیشنل ته وویل چې هغه لږترلږه درې کسان ولیدل چې "له چاودنې وروسته په سړک کې پراته وو."

تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه معلومات نشته او وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سيمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د دې چاودنې هدف د طالبانو يوه پوسته وه.

نور خبرونه

رادیو