• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هلمند ولایت په کجکي او ګرشک ولسوالیو کې د راوتلو سېلابونو له امله نهه تنه مړه شوي دي

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۲۴ GMT+۱

په هلمند کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ اووه تنه مړه شوي او درې نور یې ټپیان دي. دغه سېلابونو وړمه شپه د کجکي ولسوالۍ په قاضي خېلو سیمه کې خلکو ته د سر د زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

سرچېنې وايي، د شړکنده بارانونو له امله په کجکي ولسوالۍ کې د شپې له‌خوا د خلکو پر کورونو اوبه ورغلي او ګڼ خلک یې په خوب کې راګېر کړي دي.

له همدې ولایته په یو بل خبر کې راغلي، چې تېره شپه د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې د یوه کور چت د پرېوتو له امله دوه ۲ تنه وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او یو یې ماشوم دی او خاوند یې سخت ټپي شوی دی.
د هلمند تر څنګ د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د سېلابونو له امله خلکو ته د اوښتو زیانونو راپورونه لاس به لاس کېږي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چارو د وزارت ویاند تېره ورځ ویلي و، چې په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۹۶زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
جانان سایق د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته وویل، چې د سېلاب له امله تر دوه زره ډېر کورني څاروي هم له منځه تللي دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په وروستیو ورځو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ۲۳ ولایتونو کې دوه زره او ۶۲۷ کورونه ویجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه د نړۍ شپږم زیان منوونکی هېواد دی؛ خو د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کېدونکو ګواښونو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري.
په وروستیو کلونو کې پرله پسې طبیعي افتونه لکه وچکالي، زلزله او سېلابونه د افغانستان په زیانمنوونکو سیمو کې د خلکو د ژوند ژواک، کورونو او زیربناوو د ویجاړېدو لامل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

عبدالله عبدالله: اسراییل په سیمه کې د ترینګلتیاوو اصلي لامل دی

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییل برید وغانده. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې اسراییل په سیمه کې د ترینګلتیاوو اصلي لامل دی.

هغه لیکلي:« د ایران پر خاوره د اسراییل برید غندوو. په سیمه کې د دغو ټرینګلتیاوو اصلي لامل د فلسطین د مظلومو خلکو پر وړاندې د اسراییل سیاستونه، په غزه کې د دغو خلکو وژنه او په سوریه کې د ایران پر ډیپلوماټیکې استازولۍ برید و.»
هغه وایي، د دې لپاره چې اسراییل په غزه کې له خپلو جنایتونو څخه د نړۍ پام بل پلو واړوي او کورني اختلافات بند کړي؛ پر دغه ډول نا مسوولانه کړنې یې لاس پورې کړی.
هغه زیاته کړې، د ایران پر خاورې هر ډول برید او تېری سیمه د لاترینګلتاوو او جګړو خوا کشوي او سیمه‌ییزه او نړۍواله بې ثباتي لا پراخوي.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي:« موږ باور لرو، چې د اوسني کړکېچ او نورو بحرانونو حل له سوله‌ييزو او ډيپلوماتيکو لارو چارو څخه ګټه پورته کول دي. موږ د ايران پر خاوره د تېري په کولو سره د کړکېچ د زياتولو او د سيمې د کړکېچ پلوي نه يوو. موږ د بحران د کمولو او په سوله‌ییزه توګه د بحران د حل لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوو.»

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي اې‌بي‌سي نیوز ته ویلي، د اسرايیل جنګي الوتکو د جمعې په سهار په یوه ډېر محدود برید کې اصفهان ته نږدې د هوايي دفاع پر یو سیسټم، له ایرانه بهر درې توغندي وتوغول.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ویلي:« د دې وخت رارسېدلی، چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه دوره ودرول شي.»

د ګوترېش ویاند د هغه په ​​حواله ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هر ډول انتقامي اقدامات غندي.

د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په دوو ښارونو کې ۴۵ افغان کډوال نیولي دي

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۱۷ GMT+۱

د ترکیې پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې ۲۹ تنه ناقانونه افغان کډوال د بالکسیر په ښار او ۱۶ نور د چاناک قلعه په ښار کې نیولي دي. پوليسو په دغو دوو ښارونو کې څلور قاچاق وړونکي د نشه يي توکو د قاچاق په تور هم نيولي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ (د وري ۳۱مه) ۲۹تنه "ناقانونه" افغان کډوال نیول شوي او د بهرنیو وګړو د ستنولو مرکزونو ته وړل شوي دي.

همدا راز، د ترکیې پولیسو په چاناک قلعه ښار کې ۱۶تنه افغان کډوال د یوې لارۍ د پلټلو پر مهال نیولي او د بهرنیو وګړو د ستنولو مرکزونو ته یې افغانستان ته د لیږلو په موخه استولي دي.

د چاناک قلعه ښار پولیسو ویلي، چې څلور تنه قاچاق وړونکي یې هم تر لازمو څیړنو وروسته محکمې ته معرفي کړي دي.

ترکیې له یوې اوونۍ څخه په کمه موده کې تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیولي دي.

ترکیه کې د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو د نیولو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو له زیاتېدو وروسته د کډوالو د نیولو بهېر هم ګړندۍ شوی دی.

د ازادۍ جبهې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د دریو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د ازادۍ جبهه وايي، چې د جمعې په ماښام د کابل ښار په دوهمه حوزه کې یې د طالبانو پر یوه کاروان د برید په ترڅ کې د دغې ډلې د استخباراتو درې غړي وژلي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغې جبهې ویلي، چې حربي فابریکې ته څېرمه یې د طالبانو کاروان په نښه کړی دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځپه یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو استخباراتي کارکوونکي یې هغه مهال په نښه کړي، چې د کابل په لوېدیځ کې له حربي فابریکې څخه د امید سبز ښارګوټي په لور روان وو.

دغه جبهه وايي، چې طالبانو غوښتل په دې سیمه کې د ملکي خلکو کورونه تالاشي کړي.

د طالبانو ضد دغې جبهې د برید یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې د چاودنې غږ اورېدل کېږي.

د ولایتي شوراګانو هماهنګۍ شورا: د لغمان د ولایتي شورا مرستیال دې ژر تر ژره خوشې شي

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د ولایتي شوراګانو هماهنګۍ شورا د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طلبانو له لوريد د لغمان د ولایتي شورا د پخواني مرستیال اجمل وفا په نیونې خواشیني څرګنده کړې او ژر تر ژره یې د هغې د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

دغې شورا ویلي، چې طالبان له یوې خوا له هېواده بهر افغان شخصیتونو د راستنولو له پاره هغوی ته بلنې ورکوي او له بلې خوا په کور دننه مېشت د جمهوري دولت پخواني چارواکو پر کورونو عملیات کوي او له کوم جرم پرته یې بندي کوي.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو د مشر د بښنې فرمان سربېره دا ډول نیونې به د افغانانو د کډوالۍ بهیر لا ګړندۍ کړي او خلک به د دغې ډلې پر ژمنو بې باوره کړي.

دغه اعلامیه زیاتوي:“موږ د افغانستان ولایتي شوراګانو د هماهنګۍ شورا پر طالبانو غږ کوو، چې په خپلو کړنو دې له سره فکر وکړي او د لغمان د ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا دې ژر تر ژره خوشی کړي.”

د تېر حکومت د لغمان ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو ځواکونو ښاغلی وفا پرون د مرکز مهترلام ښار په لومړی حوزه کې د کور له مخې وړی دی.

د اجمل وفا کورنۍ زیاتوي چې نوموړي د ټولبښنې یا عمومي عفوې له مخې په خپل ولایت کې عادي ژوند کاوه.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: مالي مرستې باید د طالبانو د مشروعت او ملاتړ سبب نشي

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې له بهرنیو مرستو باید طالبانو ته ګټه ونه رسېږي او نه هم پرې دوی مشروعیت ترلاسه کړي. د ښاغلي بولټن په وینا د طالبانو په انزوا کولو سره له دې ډلې واک بیرته اخیستل کیدلی شي.

د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ویلي، روسیه د ترهګرو ډلو له لېست د طالبانو د ایستلو پلان لري، چې دا یوه ښه پرېکړه نه ده، ځکه طالبان یوه ترهګره ډله ده او په هېڅ صورت باید له دې ډلې سره بشردوستانه مرستې ونه شي.

دغه پخواني امریکايي چارواکي ټینګار وکړ چې طالبانو د افغانستان ښځې او خلک په سختو ځپلو سره له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې کړي دي، له همدې امله امریکا او نور هېوادونه باید د طالبانو د واک د واک د لا پیاوړتیا لپاره هېڅ کار ونه کړي او په مستقیم ډول د دغې ډلې ملاتړ هم ونه کړي.

جان بولټن همداشان د غزې د کړکیچ او د اسراییل او ایران ترمینځ د شخړې په هکله هم وویل چې د سیمې په هکله د ایران دریځ به بدل نه شي او ایران به په لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د حوثیانو په څیر د نیابتي ډلو په کارولو سره خپلې پخوانۍ پالیسۍ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې اسراییل د ایران بریدونو ته سخت ځواب نه دی ورکړی او دا کار د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په رانږدې کېدو او د تېلو د بیې د نه لوړېدو او د نورو نړیوالو مسایلو په ساتلو سره د جوبایډن د ادارې له نظره د ده په ګټه دي.

په هرصورت، ښاغلي بولټن ټینګار وکړ چې د "کوچني شیطان" د له منځه وړلو لپاره د ایران اراده او د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسراییل هڅې به په سیمه کې د جګړو د دوام لامل شي.