• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالله عبدالله: اسراییل په سیمه کې د ترینګلتیاوو اصلي لامل دی

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییل برید وغانده. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې اسراییل په سیمه کې د ترینګلتیاوو اصلي لامل دی.

هغه لیکلي:« د ایران پر خاوره د اسراییل برید غندوو. په سیمه کې د دغو ټرینګلتیاوو اصلي لامل د فلسطین د مظلومو خلکو پر وړاندې د اسراییل سیاستونه، په غزه کې د دغو خلکو وژنه او په سوریه کې د ایران پر ډیپلوماټیکې استازولۍ برید و.»
هغه وایي، د دې لپاره چې اسراییل په غزه کې له خپلو جنایتونو څخه د نړۍ پام بل پلو واړوي او کورني اختلافات بند کړي؛ پر دغه ډول نا مسوولانه کړنې یې لاس پورې کړی.
هغه زیاته کړې، د ایران پر خاورې هر ډول برید او تېری سیمه د لاترینګلتاوو او جګړو خوا کشوي او سیمه‌ییزه او نړۍواله بې ثباتي لا پراخوي.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي:« موږ باور لرو، چې د اوسني کړکېچ او نورو بحرانونو حل له سوله‌ييزو او ډيپلوماتيکو لارو چارو څخه ګټه پورته کول دي. موږ د ايران پر خاوره د تېري په کولو سره د کړکېچ د زياتولو او د سيمې د کړکېچ پلوي نه يوو. موږ د بحران د کمولو او په سوله‌ییزه توګه د بحران د حل لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوو.»

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي اې‌بي‌سي نیوز ته ویلي، د اسرايیل جنګي الوتکو د جمعې په سهار په یوه ډېر محدود برید کې اصفهان ته نږدې د هوايي دفاع پر یو سیسټم، له ایرانه بهر درې توغندي وتوغول.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم ویلي:« د دې وخت رارسېدلی، چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه دوره ودرول شي.»

د ګوترېش ویاند د هغه په ​​حواله ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هر ډول انتقامي اقدامات غندي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په دوو ښارونو کې ۴۵ افغان کډوال نیولي دي

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۱۷ GMT+۱

د ترکیې پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې ۲۹ تنه ناقانونه افغان کډوال د بالکسیر په ښار او ۱۶ نور د چاناک قلعه په ښار کې نیولي دي. پوليسو په دغو دوو ښارونو کې څلور قاچاق وړونکي د نشه يي توکو د قاچاق په تور هم نيولي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ (د وري ۳۱مه) ۲۹تنه "ناقانونه" افغان کډوال نیول شوي او د بهرنیو وګړو د ستنولو مرکزونو ته وړل شوي دي.

همدا راز، د ترکیې پولیسو په چاناک قلعه ښار کې ۱۶تنه افغان کډوال د یوې لارۍ د پلټلو پر مهال نیولي او د بهرنیو وګړو د ستنولو مرکزونو ته یې افغانستان ته د لیږلو په موخه استولي دي.

د چاناک قلعه ښار پولیسو ویلي، چې څلور تنه قاچاق وړونکي یې هم تر لازمو څیړنو وروسته محکمې ته معرفي کړي دي.

ترکیې له یوې اوونۍ څخه په کمه موده کې تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیولي دي.

ترکیه کې د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو د نیولو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو له زیاتېدو وروسته د کډوالو د نیولو بهېر هم ګړندۍ شوی دی.

د ازادۍ جبهې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د دریو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د ازادۍ جبهه وايي، چې د جمعې په ماښام د کابل ښار په دوهمه حوزه کې یې د طالبانو پر یوه کاروان د برید په ترڅ کې د دغې ډلې د استخباراتو درې غړي وژلي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغې جبهې ویلي، چې حربي فابریکې ته څېرمه یې د طالبانو کاروان په نښه کړی دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځپه یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو استخباراتي کارکوونکي یې هغه مهال په نښه کړي، چې د کابل په لوېدیځ کې له حربي فابریکې څخه د امید سبز ښارګوټي په لور روان وو.

دغه جبهه وايي، چې طالبانو غوښتل په دې سیمه کې د ملکي خلکو کورونه تالاشي کړي.

د طالبانو ضد دغې جبهې د برید یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې د چاودنې غږ اورېدل کېږي.

د ولایتي شوراګانو هماهنګۍ شورا: د لغمان د ولایتي شورا مرستیال دې ژر تر ژره خوشې شي

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د ولایتي شوراګانو هماهنګۍ شورا د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طلبانو له لوريد د لغمان د ولایتي شورا د پخواني مرستیال اجمل وفا په نیونې خواشیني څرګنده کړې او ژر تر ژره یې د هغې د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

دغې شورا ویلي، چې طالبان له یوې خوا له هېواده بهر افغان شخصیتونو د راستنولو له پاره هغوی ته بلنې ورکوي او له بلې خوا په کور دننه مېشت د جمهوري دولت پخواني چارواکو پر کورونو عملیات کوي او له کوم جرم پرته یې بندي کوي.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو د مشر د بښنې فرمان سربېره دا ډول نیونې به د افغانانو د کډوالۍ بهیر لا ګړندۍ کړي او خلک به د دغې ډلې پر ژمنو بې باوره کړي.

دغه اعلامیه زیاتوي:“موږ د افغانستان ولایتي شوراګانو د هماهنګۍ شورا پر طالبانو غږ کوو، چې په خپلو کړنو دې له سره فکر وکړي او د لغمان د ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا دې ژر تر ژره خوشی کړي.”

د تېر حکومت د لغمان ولایتي شورا مرستیال اجمل وفا کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو ځواکونو ښاغلی وفا پرون د مرکز مهترلام ښار په لومړی حوزه کې د کور له مخې وړی دی.

د اجمل وفا کورنۍ زیاتوي چې نوموړي د ټولبښنې یا عمومي عفوې له مخې په خپل ولایت کې عادي ژوند کاوه.

د هندوانو او مسلمانانو تر منځ مذهبي اختلافات ښايي د ټاکنو پر پایلو اغېز وکړي

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۱

په داسې حال کې چې نن جمعه په هند کې ټاکنې روانې دي، رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د دغو ټاکنو پایلې ښايي د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د مذهبي اختلافاتو له امله اغېزمنې شي.

له یوې خوا هندوان دي چې د واکمن بهارتیا جنتا ګوند ملاتړ کوي او له بلې خوا مسلمانان دي چې د "هند" په نوم د اپوزیسیون ایتلاف ملاتړ کوي.

د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د ګوند منتقدین پر هغه تور لګوي چې د خپل سخت دریځه هندوانو د خوشالولو لپاره یې ۲۰۰ میلیونه مسلمانان په نښه کړي، خو د هغه ګوند دغه تورونه ردوي.

د هند ټولټاکنې د جمعې په سهار (د وري۳۱مه) له سختو امنیتي تدابیرو سره پیل شوې. د نړۍ تر ټولو سترو ټاکنو کې ۹۶۹ میلیونه کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

په هند کې په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شو، چې دوو هندوانو یو مسلمان ځوان د خپلې خور د جنسي ځورونې په تور په چړو وواهه.

قاتلان وروسته د یو بل مسلمان له خوا ووهل شول، چې له امله یې پاڅونونو ته لار هواره شوه او شاوخوا ۶۵ کسان چې ډېری یې مسلمانان وو، ووژل شول او په زرګونه خلک بې ځایه شول.

په پراخه کچه تمه کیږي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د چټک اقتصادي پرمختګ، د عامه هوساینې او د خپل شخصي محبوبیت له امله، سر بیره پر دې چې د بیکاری، د قیمتونو لوړوالی او کلیوالي ستونزو په اړه اندېښنې شته، د درېیم ځل لپاره د هند لومړی وزیر وټاکل شي.

د هند اوتراپرادیش ایالت له ۵۴۳غړو څخه د ولسي جرګې لپاره ۸۰غړي ټاکي، چې د هند په پارلمان کې تر بل هر ایالت ډېر استازي لري او په دغه ایالت کې قوي حضور د ملي ټاکنو د پایلو لپاره ډېر اړین دی.

د رویټرز په وینا، د مودي ملاتړ د کوتبا کوتبي په کلي کې لیدل کیږي، چې د ۲۰۱۳ کال د پاڅون مرکز و.

پاکستان غواړي راتلونکې میاشت د پیسو نړیوال صندوق د پور له نویو شرایطو سره موافقه وکړي

۳۱ وری ۱۴۰۳ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب وايي، دغه هېوادهیله لري چې می میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق یا ای ام اف، د نوي پور له شرطونو یا بڼې سره موافقه وکړي. هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اسلام اباد د نړیوال پور بازار ته د بیرتهاستنیدو لپاره له اړوند ادارو سره خبرې پیل کړې.

ښاغلي اورنګزیب وویل، د پاکستان د اوسني ۳ میلیارده ډالر پور موده د اپریل په وروستیو کې پای ته رسیږي او حکومت غواړي چې د اوږدې مودې او لویې اندازې پور ترلاسه کړي، ترڅو د دغه هیواد اقتصاد ثبات ته لاسرسی ومومي او په دې توګه د ډیری اړتیا وړ اصلاحات رامنځ ته کړي.

نوموړي د پیسو نړیوال صندوق له مشر سره د نړیوال بانک د پسرلني مجلس پر مهال د چهارشنبې په ورځ تر لیدلو وروسته ویلي: "موږ تمه لرو چې دای ام اف کارکوونکې به د م په نیمایي کې په اسلام اباد کې وي - او دا هغه وخت دی چې د هیواد ځینې اقتصادي برخې به وده پیل کړي."

د پاکستان د مالیې وزیر دا نه دي ویلي، چې هیواد کومه اندازه پور ترلاسه کول غواړي، خو اسلام اباد تمه لري چې لږترلږه ۶ میلیارده ډالرو پور ترلاسه کړي.

ښاغلي اورنګزیب زیاته کړه چې، د ای ام اف د پور له منظوریدو وروسته به پاکستان د نورې اضافي مرستې غوښتنه هم وکړي.

د سویلي اسیا دغه بې وزلۍ او تاوتریخوالي ځپلي هیواد په دې وروستیو میاشتو کې د بهرنیو پورونو د لاسته راوړلو توان ترلاسه کړی او د جون میاشتې تر پایه به د پور دغه کچه ۱۰ میلیارده ډالر ته ورسیږي.

ښاغلي اورنګزیب هم وویل، د پور د ترلاسه کولو شونتیا ډیره ده.

"زموږ د دوه اړخیزو پورونو لویه برخه - زموږ د چین د پور په ګدون – به په پام کې ونه نیول شي، نو په دې مانا چې زمونږ وضعیت ښه دی نو زه په دې مالي کال یا راتلونکي مالي کال کې کومه لویه ستونزه نه وینم، ځکه چې مونږ به هر مالي کال کې شاوخوا ۲۵ ملیارد ډالر پور بیرته پرې کوو.