‏په ننګرهار ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله په دوو جلا پېښو کې ۳ تنو ته مرګژوبله اوښتې

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو مرکز وایي، چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ورښتونو یو ماشوم مړ کړی او دوه تنه یې ټپیان کړي دي. دغه مرکز په اېکس پاڼه لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ د لوړتۍ تکيې سيمه کې د یوه کور د خونې چت پرېوتو له امله يو ماشوم مړ شوی دی.