ترکیې له داعش ډلې سره د اړیکو په تور لسګونه کسان نیولي دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د یکشنبې په ورځ وویل، چې د ترکیې پولیسو په څلورو ولایتونو کې په عملیاتو کې له داعش سره د تړاو په تور ۳۶ کسان نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د یکشنبې په ورځ وویل، چې د ترکیې پولیسو په څلورو ولایتونو کې په عملیاتو کې له داعش سره د تړاو په تور ۳۶ کسان نیولي دي.
پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ښاغلي یرلیکایا وویل، چې پولیسو هغه شکمن کسان نیولي چې د داعش ډلې فعال غړي دي او د دغې ډلې د تمویل او تجهیزاتو په برخه کې یې مرسته کړې.
نوموړي وویل، چې پولیسو د عملیاتو د یوې برخې په توګه څو بې جوازه وسلې او تومانچې هم تر لاسه کړي دي.
له دې وړاندې هم د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په ترکیه کې د داعش د غړيتوب په تور د یو شمېر کسانو د نیولو اعلان کړی و.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا د استازو په مجلس کې اوکراین ته د ۶۱ میلیارد ډالرو د مرستې بستې تصویب روسیې ته یو قوي پیغام ورکړ، چې اوکراین به د امریکا لپاره دویم افغانستان نه وي او کییف به یوازې نه پرېږدي.
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د یو شمیر جمهوري غوښتونکو استازو له څو میاشتو جنجالونو او مخالفتونو وروسته بالاخره د پنجشنبې په ورځ له اوکراین سره د اقتصادي او پوځي مرستو بسته تصویب کړه.
اوکراین په وار - وار خبرداری ورکړی، چې له دې مرستې پرته به له روسیې سره د جګړې پایله به له لاسه ورکړي.
زېلینسکي این بي سي تلویزون ته وویل: «د مرستو دغه بسته به اوکراین پیاوړی کړي او کرملین ته به یو قوي سېګنال واستوي چې اوکراین به له افغانستان وروسته دویم ځای نه وي.»
هغه زیاته کړه: "امریکا به د اوکراین تر څنګ ودریږي، د اوکراینیانو او په نړۍ کې د ډېموکراسۍ ساتنه به وکړي."
امریکا په افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته په ۱۴۰۰ میلادي کال کې له افغانستانه ووته، چې په پایله کې یې افغان حکومت د طالبانو لاس ته ولوید.
سپینې ماڼۍ د دې وتلو په توجیه کې ویلي، چې د امریکا لومړیتوبونه بدل شوي او نور په افغانستان کې د پاتې کېدو دلیل نه لري.
په ورته وخت کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال له افغانستان څخه د امریکا وتل شرموونکې بللي دي.
ښاغلي زېلینسکي ومنله چې د هغه هېواد وسله وال ځواکونه له دوه کلنې جګړې وروسته " ستړي" شوي دي.
د ده په وينا؛ د جګړې په ډګرونو کې د اوسنيو ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو لپاره يې د نويو ځواکونو د استخدام او احضارولو امر صادر کړى دى.

د افغانستان په اړه په سیاسي ادبیاتو کې کله کله دا خبره هم راوړاندې شوې ده، چې سیمه او نړۍ باید افغانستان د یوه بېپرې یا بې طرفه هېواد په توګه په رسمیت وپېژني او د ښکېلو یا سیالو لوریو ترمنځ د یوه ګټور پله د حیثیت ورخپلولو لپاره له هرراز نیابتي او مخامخ ښکېلتیا څخه خوندي پاتې شي.
مبصران یوګام وړاندې ږدي او د اروپايي کړکېچونو پرمهال د سویس په سر هغې هوکړې ته د بېلګې ګوته نیسي، چې د اروپايي زبرځواکونو ترمنځ وشوه او سویس یې د یو بې طرفه هېواد په توګه په رسمیت وپېژاند. د افغانستان په شان سویس هم په وچه کې راګیر غرنی هېواد دی، چې له ۱۸۱۵ میلادي کال راپه دېخوا هېڅ اروپايي جنګ ته ورننوتلی نه دی او ان په دواړو نړیوالو جګړو کې هم بې طرفه پاتې شو او د لویې اروپايي جګړې په سراسري لمبو کې له اوره بچ شو.
ایا افغانستان د اسیا په سویس بدلېدلای شي؟
ایا د افغانستان خلک د سویس د خلکو په شان په ولسواکي او د ناپلوي سیاست په ګټو خبر دي؟
ایا زموږ سیمه د سویس د چارچاپېرو هېوادونو په شان په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي وضعیت کې ده؟
له ټولو شباهتونو او توپیرونو سره سره کېدلای شي د افغانستان ناپلوي – چې لا تراوسه د یوه سیاسي تخیل په حیث مطرح ده – حقیقت ومومي او د افغانستان د فرهنګي شرایطو او سیمه ییزو سیاسي حالاتو سره سم داسې هوکړه رامنځ ته شي.
که ګاونډي او د نړۍ مهم هېوادونه دا خبره ریښتیا کوي، چې ګواکې د افغانستان په سوله کې د ټولو ګټه ده، نو باید بالاخره دافغانستان ثبات او بې طرفي صادقانه په رسمیت وپېژني او د افغانستان له زمک -وټیز ( جیو – ایکانومیک) ځایځایګي څخه ګټه پورته کړي.

د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د جنوبي اسیا او منځني ختیځ ته د ختیزې اسیا د رسېدو اړیتیاټول پېژني؛ خو د دغې اړتیا پوره کولو ته لا د هیچا ژمنتیا او عملي اقدام لیدلشوي نه دي. بالاخره ټول لوري باید دې پایلې ته ورسیږي، چې په افغانستان کې تر دې زیاتې نیابتي لاسوهنې ته لمن وهل ټوله سیمه په اور اړولای شي، نو څه باید وشي؟
د یوه بې طرفه افغانستان په رسمیت پېژندل.
څنګه؟
راځئ لومړی وګورو، چې بې طرفي څه ده؟
په سیاسي فرهنګ کې بې طرفي یو پراخ بحث دی، ځینې وختونه بې طرفي د دوو ښکېلو اړخونو ترمنځ بې پرې پاتېدل ګڼل کیږي، خو ډېر ځله بې طرفي په مسلو، ایتلافونو، سازمانونو او شخړو کې نه ورننوتل وي.
د بې پرېتوب په بحث کې دا مهمه ده چې یو هېواد د دې وړتیا ولري چې خپل بې پرېتوب وساتلای شي. مثلاً یو مهال ایران غوښتل چې په دواړو نړیوالو جګړو کې بې طرفه پاتې شي، خو د بې طرفۍ د ساتلو توان یې نه درلود ښکېل (اشغال) شو او ستر انساني او مالي زیانونه یې ولیدل. په زړه پورې خو دا وه، چې کله يې د جګړې په پای کې د جګړې د تاوان غوښتنه وکړه، ورته وویل شول: د هغو هیوادونو لپاره هیڅ تاوان نشته چې بې طرفي یې اعلان کړې وه.
خو تر نړیوالو جګړو روسته کله چې د خلیج جګړه پېښه شوه، په دې کې ایران ظاهراً خپله بې طرفي وساتلای شوه، ځکه دا مهال یې د خپلې بې طرفۍ د ساتلو توان موندلی و.
یوازې د بې طرفۍ په اعلانولو سره بې پرې پاتې کېدل ممکن نه دي. په دې بحث کې دوه اصول مهم دي:
لومړی: خپله بې طرفي په ښکېلو اړخونو منل او هغوی په دې قانع کول، چې د بې طرفه لوري حریم ته به درناوی کوي.
دوه: له دننه څخه د بې طرفۍ ساتلو وړتیا. مانا کورني شرایط به داسې مدیریت کوې، چې له دننه څخه د ښکېلو اړخونو په پلوۍ کوم خوځښت احساس نه شي.ټول ملت باید په بې طرفۍ اجماع ولري او بې طرفي د یوه منل شوي ټولنیز قرار داد په توګه د خلکو له خوا وساتل شي.
افغانستان د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې د مثبتې بې طرفۍ ښه تجربه لرله. له بده مرغه دغه بې پرېتوب له دننه مات شو. د محمد داود د جمهوریت پر مهال، د یوه لوري څه پلویان پاکستان ته وروتښتېدل او د خپل ملي حکومت په وړاندې یې وسله پورته کړه او بل لوري له خونړي بدلون سره د شورویانو پښه دغه هېواد ته راکش کړه.
هر هېواد باید د خپل کورني وضعیت په نظر کې نیولو سره د بې طرفۍ په مساله کې خپلې سره کرښې وټاکي. او محتاط اوسي چې دا سرې کرښې له دننه ماتې نه شي. همدا راز باید د نورو سرې کرښې هم وپیژني او پوه شي چې په کومو شرایطو کې د دوی بې طرفي له بهر څخه ماتېدلای شي؟
که افغانستان غواړي په روانو کړکېچونو کې بې طرفه پاتې شي، باید یو ملي او مشروع حکومت په څرګنده او واضح توګه د خپلو سرو کرښو په اړه یو تعریف او توافق ته ورسیږي او بیا د خپلو سرو کرښو په پام کې نیولو سره له نورو (بهرنیانو) سره یو تعریف او توافق ته ورسیږي.
د شوروي له جګړې وروسته په افغانستان کې لسګونه ډلې وسلو ، سیاسي واک او پیسو ته ورسېدې، چې پاکستان، ایران، عربي او غربي هېوادونو سره یې لکۍ تړلې دي. ډېر ځله د حکومتونو تر منځ رسمي او علني اړیکي د ډله ییزو او نیابتي اورپکو د پټو اړیکو په مټ نړېدلي او کمزورې شوې دي.
په اوږد مهال کې د افغانستان د بې پرېتوب په اړه توافق ممکن دی؛ خو موږ لا هم په دې نه پوهیږو چې افغانستان به له شته کړکیچ څخه څنګه خلاصیږي؟ د سیمې دغه روزل شوې نیابتي ډلې ډلګۍ به کله د ملي ګټو په درک سره داسې بې طرفۍ ته ریښتینې لار هواروي؟ خلک به څومره او څنګه د یوې سیمه ییزې بې طرفۍ په ارزښت خبریږي او په ټینګولو کې به یې خپله ملي اراده پلې کوي؟
په ټولیز ډول، بې پرېتوب یوه مثبته تجربه ده چې د سیمې هېوادونه به یې هرکلی وکړي، خو د تورکمنستان په څېر یو جلا او تړلې بې طرفي هم پاتېدای نه شي. تورکمنستان د بې طرفۍ ښه مثال نه دی، دا مطلق سیاسي تجرید او ګوښه توب دی، نه مثبته او ګټوره اقتصادمحوره بې طرفي.
له بلې خوا افغانستان د خپل قومي – مذهبي رنګارنګۍ او مهم جیو ستراتیژیک په لرلوسره تورکمنستان نه دی. موږ باید د مثبتې بې طرفۍ په اړه فکر وکړو چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د دې بې طرفۍ په تضمین او درناوي کې خپلې ګټې ولیدلای شي. مانا په اروپا کې د سویس په شان.
خو ایا افغانستان د سویس په څیر داخلي توکمیز پیوستون لري؟
پوهیږو، چې د افغانستان لپاره ولسواکي اړینه ده. ولسواکي د بې طرفۍ له اصولو سره مرسته کولای شي، خو څنګه ولسواکي؟ د اکثریت ولسواکي یا انجمنيولسواکي ډول؟ کله ټول په یوډول نه یوډول خپل ځان په واک کې وویني، له سیاسیونو یا ډلو سره به د بهرنیانو لار جوړول او پټ و ښکاره اړیکي ټینګول له منځه ولاړ شي او په دې توګه به بې طرفي له دننه نه ماتیږي. ځکه لیدل کیږي، هغه لږکي او ډلې چې د خپل هیواد له مرکزي واک څخه خپه او غوسه دي د خپل هیواد بې طرفي ماتوي او بهرنیانو ته د دوی په چارو کې د لاسوهنې بلنه ورکوي.
له دننه څخه کاواکه بېطرفي له بهره اسانه ماتېدلای شي.
د ایران او پاکستان له خوا د افغانستان د بې پرېتوب د درناوي په وړاندې تر ټولو لوی خنډ په دغو دوو هېوادونو کې د میلیونونو افغان کډوالو شتون دی. محروم کډوال چې په سیمه کې په نیابتي جګړو کې د وړیا یا خورا ارزانه سرتېرو په توګه د ځان وژنې لپاره په اسانۍ سره استخدامیږي. که څه هم دا استخدام په ایډیالوژیکي لارو چارو او جاذبو ترسره کیږي، خو د دوی د استخدامېدلو اصلي لامل د دوی بېوزلي اومحرومیت دی.
بې طرفي یو ښه اقدام دی، خو دا خپلې داخلي، سیمه ییزې او نړیوالې اړتیاوې لري چې باید په ورته وخت کې ورته پام وشي. بې طرفي شعار نه دی، عمل دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د ایران د ریل پټلۍ ادارې د ترکیې په لاره کې د افغانستان د ترانزیتي اورګاډي د بندېدو د خبر په غبرګون کې ويلي، چې هېڅ افغان ټرانزیټي اورګاډی د ایران د اورګاډي پټلۍ ته نه دی داخل شوی.
د ایلنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ایران د افغانستان ترانزیتي ریل ګاډی ترکیې ته په لاره درولی دی.
تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (غويي ۲مه) خبر ورکړ، چې د ایران د ریل پټلۍ ادارې وروسته له هغه اعلان وکړ، چې ترکیې ته د افغانستان د لومړۍ ترانزیتي اورګاډي د رسېدو او بندېدو خبر خپور شو.
تر دې مخکې د ایران د کارګرانو خبري اژانس ایلنا د سرچینو له قوله لیکلي وو؛ دغه اورګاډی، چې ۱۱۰ټنه معدني ډبرې په کې بار وه، د ایران د روزنک اورګاډي سټیشن ته ننوتی؛ خو د تېرېدو اجازه ور نه کړل شوه.
تر اوسه طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسي حال کې ده، چې د طالبانو د ریل پټلۍ ادارې دوې ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې د لومړي ځل لپاره يې د اورګاډي له لارې د ترکیې مرسینګ ښار ته ۱۱۰۰ټنه معدن صادر شوی دی.

کییف کې یوې استخباراتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اوکراین د شنبې په ورځ سهار وختي د روسیې پر اتو سیمو د لسګونو «اوږده واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو» برید کړی، چې د تیلو یوه ډیپو او د برېښنا درې مرکزونه یې په نښه کړي دي.
دغه برید د روسیې د دفاع وزارت له خوا تایید شوی دی.
اوکراین چې د وو کلونو راهیسې د روسیې د یرغل وروسته د جګړې په ډګر بدل شوی، په دې وروستیو کې له سخت فشار سره مخامخ دی. دغه هیواد هڅه کوي چې د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره دننه په روسیې کې د تېلو د تصفیه کولو او د انرژۍ تاسیساتو په نښه کړي او په دې توګه پر کرملین فشار راوړي.
یوې اوکرایني سرچینې د ټولنیزو رسنیو ویډیوګانو په حواله وویل: «لږ تر لږه درې د برېښنا سب سټیشنونه او یوه د تېلو ډیپو په نښه شوي، او په کې اور لګیدلی دی. د اور لمبې په بېلابېلو سیمو کې ښکاري.»
سرچینې وویل، چې دا تاسیسات د روسیې د نظامي صنعتي تولیداتو د ملاټړ لپاره کار کوي او له همدې امله په نښه شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د اوکراین ۵۰ بې پیلوټه الوتکې یې په نښه کړي دي، چې ۲۶یې په بلګراد، ۱۰یې په براینسک، اته یې په کرسک، او پاتې نورې یې په بیلابیلو سیمو کې نسکورې شوي دي.
د روسیې د بلګوراد سیمې والي، ویاچیسلف ګلادکوف ویلي، چې د برید په پایله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د سیمې والي تایید کړې، چې برید د تېلو او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.
هغه وويل: «هوایي دفاعي ځواکونو الوتکه وویشتله، خو د الوتکې د لوېدو په پایله کې د تېلو یو ټانکر اور واخیست.»
ښاغلي ګلادکوف ویلي، چې لا معلومه نه ده چې پېښه کې څوک ژوبل شوي که نه.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي، چې په دې تمریني سیالۍ کې دوو ایف- ۱۶ جیټ الوتکو په ساعت کې تر ۱۲۰۰ کیلومتره سرعت سره الوتنې ترسره کړې او له یو بل سره یې سیالي وکړه. د یوې الوتکې پیلوټ انسان او بلې یې د مصنوعي څیرکتیا پر مټ پرواز کاوه.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې دغه سيالۍ يې د تېر کال په سپټمبر مياشت کې ترسره کړې وې.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د څیړنېزو پروژو اژانس په دې وروستیو کې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا سره د یوې جیټ الوتکې او د انسان پیلوټ ترمنځ هوای سیالي «د فضایي صنعت په تاریخ کې یوه د بدلون شیبه» ده.
دا سیالۍ، چې په کالیفورنیا کې د اډوارډز هوايي ځواک په اډه کې شوې، د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ او په عصري جګړې کې د دې مصنوعي ځیرکتیا کارول پر لور یو مهم ګام دی.
د متحده ایالاتو دفاعي څیړنیزو پروژو اژانس له لوري خپاره شوي عکسونه، ښیي چې یوه ایف-۱۶ جیټ الوتکه چې په مصنوعي ځیرکتیا سمباله ده له هغې الوتکې سره چې پیلوټ یې انسان دی د تمرین په حال کې دي.
د امریکا د دفاع وزارت له لوري د دغې سیالی په اړه لا ډیر جزییات نه دي خپاره شوي.
