د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په کابل کې د خپلو کسانو نیول رد کړل

له زرغون بهیر سره د همکارۍ په تور په کابل کې د ملي امنیت د یوه پخواني کارکوونکي په ګډون د درېیو کسانو له نیول کېدو وروسته دغه ډله وايي چې نیول شوي کسان د زرغون بهیر غړي نه دي.

له زرغون بهیر سره د همکارۍ په تور په کابل کې د ملي امنیت د یوه پخواني کارکوونکي په ګډون د درېیو کسانو له نیول کېدو وروسته دغه ډله وايي چې نیول شوي کسان د زرغون بهیر غړي نه دي.
زرغون بهیر وويل، چې دغه کسان له دې امله چې پنجشيريان دي او د طالبانو د دولتي بنسټونو په اړه د دغه سازمان د وروستيو څرګندونو په پلمه نيول شوي.
سرچينو افغانستان انټرنشنل ته د يکشنبې په ورځ منلې چې طالبانو د پاور لفټنګ فدراسيون مشر ميرخواجه مجاهد، د تېر افغان حکومت د ملي امنيت او کورنيو چارو وزارت پخوانى کارکوونکى جنرال عيسى او د هغه زوى له زرغون بهیر سره د غړيتوب په تور په کابل کې نيولي دي.
زرغون بهیر د وري په ۱۸مه، د اسنادو په خپرولو سره وویل چې د طالبانو د استخباراتو ۵۸ جګپوړي غړي او د دې ادارې نږدې ۶۰۰۰ غړي معلوم او پیژندل شوي دي.
دغه بهیر ویلي چې یاد ټول ۵۸ کسان په پاکستان کې روزل شوي وو.
زرغون بهیر د وري په ۲۱ مه د طالبانو د ۱۸۹ جګپوړو چارواکو یو نوملړ هم خپور کړ او ویې ویل چې دې ډلې په دفاع وزارت کې د «شخصي انډیوالۍ او مدرسو د ملګرتیا یوه شبکه» جوړه کړې ده.
له دغو چارواکو څخه یوازې یو یې طالب نه دی او ټول د «پاکستان په دیني مدرسو کې روزل شوي دي.»
زرغون بهیر د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې جنرال عیسی د پنجشیر د هغه کلي اوسیدونکی دی چې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال ښاغلی صالح په کې زیږیدلی او لوی شوی دی.
خو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جنرال عیسی له ښاغلي صالح سره کورنۍ اړیکې لري او له هغه سره یې په کورنیو چارو وزارت کې د سلاکار په توګه کار کاوه.
زرغون بهیر وویل چې طالبان فکر کوي چې «د افغانستان د زرغون بهیر ملاتړي او غړي یې د پنجشیر خلک دي.»
د ښاغلي عیسی او د هغه د زوی د نیول کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته د طالبانو یوه غړي حمید خراساني رسنیو ته یوه بیانیه لېږلې او ادعا پکې شوې چې عیسی له امرالله صالح سره تړاو لري او په «پروپاګند» او د طالبانو پر ضد «ویجاړونکي فعالیتونه» کې لاس لريکوي.
زرغون بهیر د طالبانو د سرچینو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې جنرال عیسی او زوی یې له دې امله نیول شوي چې د پنجشیریان دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې له څلورو میاشتو په کمه موده کې یې یو زرو ۱۰۳ افغان ښځو ته د کار زمینې برابرې کړې دي. دغه سازمان زیاته کړې ده، چې په افغانستان کې یې د ښځو لپاره دوه زره او ۲۲۹ دندې او کسبونه رامنځته کړې دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د غویي ۲مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کوچنیو سوداګریزو چارو ملاتړ اړین دی.
دغه سازمان ویلي، چې د خپلو نړۍوالو شریکانو له هغې جملې د ایټالیا د پراختیایي همکارۍ اژانس، د اماني صندوق او د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا یې سلګونو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان لیکلي، چې دا فرصتونه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې تر اوسه برابر شوي دي.
یاد سازمان په داسې حال کې د ښځو د کارونو د ملاتړ خبرې کوي، چې د بلخ د خدیجه الکبرا د ښځو مارکیټ د کرایې د نه ورکړې له امله تړل شوی دی.
ویل کیږي، چې په دې مارکېټ کې هيڅ یوې پلورونکې د خپلې هټۍ د کرايي ورکولو توان نه درلود.
که څه هم ملګري ملتونه د ښځو په کار او زده کړو ټينګار کوي، خو طالبانو له نږدې درېیو کلونو راهیسې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار او ځینو نورو دندو په اړه خپله تګلاره بدله کړې نه ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا د استازو په مجلس کې اوکراین ته د ۶۱ میلیارد ډالرو د مرستې بستې تصویب روسیې ته یو قوي پیغام ورکړ، چې اوکراین به د امریکا لپاره دویم افغانستان نه وي او کییف به یوازې نه پرېږدي.
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د یو شمیر جمهوري غوښتونکو استازو له څو میاشتو جنجالونو او مخالفتونو وروسته بالاخره د پنجشنبې په ورځ له اوکراین سره د اقتصادي او پوځي مرستو بسته تصویب کړه.
اوکراین په وار - وار خبرداری ورکړی، چې له دې مرستې پرته به له روسیې سره د جګړې پایله به له لاسه ورکړي.
زېلینسکي این بي سي تلویزون ته وویل: «د مرستو دغه بسته به اوکراین پیاوړی کړي او کرملین ته به یو قوي سېګنال واستوي چې اوکراین به له افغانستان وروسته دویم ځای نه وي.»
هغه زیاته کړه: "امریکا به د اوکراین تر څنګ ودریږي، د اوکراینیانو او په نړۍ کې د ډېموکراسۍ ساتنه به وکړي."
امریکا په افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته په ۱۴۰۰ میلادي کال کې له افغانستانه ووته، چې په پایله کې یې افغان حکومت د طالبانو لاس ته ولوید.
سپینې ماڼۍ د دې وتلو په توجیه کې ویلي، چې د امریکا لومړیتوبونه بدل شوي او نور په افغانستان کې د پاتې کېدو دلیل نه لري.
په ورته وخت کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال له افغانستان څخه د امریکا وتل شرموونکې بللي دي.
ښاغلي زېلینسکي ومنله چې د هغه هېواد وسله وال ځواکونه له دوه کلنې جګړې وروسته " ستړي" شوي دي.
د ده په وينا؛ د جګړې په ډګرونو کې د اوسنيو ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو لپاره يې د نويو ځواکونو د استخدام او احضارولو امر صادر کړى دى.

د افغانستان په اړه په سیاسي ادبیاتو کې کله کله دا خبره هم راوړاندې شوې ده، چې سیمه او نړۍ باید افغانستان د یوه بېپرې یا بې طرفه هېواد په توګه په رسمیت وپېژني او د ښکېلو یا سیالو لوریو ترمنځ د یوه ګټور پله د حیثیت ورخپلولو لپاره له هرراز نیابتي او مخامخ ښکېلتیا څخه خوندي پاتې شي.
مبصران یوګام وړاندې ږدي او د اروپايي کړکېچونو پرمهال د سویس په سر هغې هوکړې ته د بېلګې ګوته نیسي، چې د اروپايي زبرځواکونو ترمنځ وشوه او سویس یې د یو بې طرفه هېواد په توګه په رسمیت وپېژاند. د افغانستان په شان سویس هم په وچه کې راګیر غرنی هېواد دی، چې له ۱۸۱۵ میلادي کال راپه دېخوا هېڅ اروپايي جنګ ته ورننوتلی نه دی او ان په دواړو نړیوالو جګړو کې هم بې طرفه پاتې شو او د لویې اروپايي جګړې په سراسري لمبو کې له اوره بچ شو.
ایا افغانستان د اسیا په سویس بدلېدلای شي؟
ایا د افغانستان خلک د سویس د خلکو په شان په ولسواکي او د ناپلوي سیاست په ګټو خبر دي؟
ایا زموږ سیمه د سویس د چارچاپېرو هېوادونو په شان په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي وضعیت کې ده؟
له ټولو شباهتونو او توپیرونو سره سره کېدلای شي د افغانستان ناپلوي – چې لا تراوسه د یوه سیاسي تخیل په حیث مطرح ده – حقیقت ومومي او د افغانستان د فرهنګي شرایطو او سیمه ییزو سیاسي حالاتو سره سم داسې هوکړه رامنځ ته شي.
که ګاونډي او د نړۍ مهم هېوادونه دا خبره ریښتیا کوي، چې ګواکې د افغانستان په سوله کې د ټولو ګټه ده، نو باید بالاخره دافغانستان ثبات او بې طرفي صادقانه په رسمیت وپېژني او د افغانستان له زمک -وټیز ( جیو – ایکانومیک) ځایځایګي څخه ګټه پورته کړي.

د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د جنوبي اسیا او منځني ختیځ ته د ختیزې اسیا د رسېدو اړیتیاټول پېژني؛ خو د دغې اړتیا پوره کولو ته لا د هیچا ژمنتیا او عملي اقدام لیدلشوي نه دي. بالاخره ټول لوري باید دې پایلې ته ورسیږي، چې په افغانستان کې تر دې زیاتې نیابتي لاسوهنې ته لمن وهل ټوله سیمه په اور اړولای شي، نو څه باید وشي؟
د یوه بې طرفه افغانستان په رسمیت پېژندل.
څنګه؟
راځئ لومړی وګورو، چې بې طرفي څه ده؟
په سیاسي فرهنګ کې بې طرفي یو پراخ بحث دی، ځینې وختونه بې طرفي د دوو ښکېلو اړخونو ترمنځ بې پرې پاتېدل ګڼل کیږي، خو ډېر ځله بې طرفي په مسلو، ایتلافونو، سازمانونو او شخړو کې نه ورننوتل وي.
د بې پرېتوب په بحث کې دا مهمه ده چې یو هېواد د دې وړتیا ولري چې خپل بې پرېتوب وساتلای شي. مثلاً یو مهال ایران غوښتل چې په دواړو نړیوالو جګړو کې بې طرفه پاتې شي، خو د بې طرفۍ د ساتلو توان یې نه درلود ښکېل (اشغال) شو او ستر انساني او مالي زیانونه یې ولیدل. په زړه پورې خو دا وه، چې کله يې د جګړې په پای کې د جګړې د تاوان غوښتنه وکړه، ورته وویل شول: د هغو هیوادونو لپاره هیڅ تاوان نشته چې بې طرفي یې اعلان کړې وه.
خو تر نړیوالو جګړو روسته کله چې د خلیج جګړه پېښه شوه، په دې کې ایران ظاهراً خپله بې طرفي وساتلای شوه، ځکه دا مهال یې د خپلې بې طرفۍ د ساتلو توان موندلی و.
یوازې د بې طرفۍ په اعلانولو سره بې پرې پاتې کېدل ممکن نه دي. په دې بحث کې دوه اصول مهم دي:
لومړی: خپله بې طرفي په ښکېلو اړخونو منل او هغوی په دې قانع کول، چې د بې طرفه لوري حریم ته به درناوی کوي.
دوه: له دننه څخه د بې طرفۍ ساتلو وړتیا. مانا کورني شرایط به داسې مدیریت کوې، چې له دننه څخه د ښکېلو اړخونو په پلوۍ کوم خوځښت احساس نه شي.ټول ملت باید په بې طرفۍ اجماع ولري او بې طرفي د یوه منل شوي ټولنیز قرار داد په توګه د خلکو له خوا وساتل شي.
افغانستان د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې د مثبتې بې طرفۍ ښه تجربه لرله. له بده مرغه دغه بې پرېتوب له دننه مات شو. د محمد داود د جمهوریت پر مهال، د یوه لوري څه پلویان پاکستان ته وروتښتېدل او د خپل ملي حکومت په وړاندې یې وسله پورته کړه او بل لوري له خونړي بدلون سره د شورویانو پښه دغه هېواد ته راکش کړه.
هر هېواد باید د خپل کورني وضعیت په نظر کې نیولو سره د بې طرفۍ په مساله کې خپلې سره کرښې وټاکي. او محتاط اوسي چې دا سرې کرښې له دننه ماتې نه شي. همدا راز باید د نورو سرې کرښې هم وپیژني او پوه شي چې په کومو شرایطو کې د دوی بې طرفي له بهر څخه ماتېدلای شي؟
که افغانستان غواړي په روانو کړکېچونو کې بې طرفه پاتې شي، باید یو ملي او مشروع حکومت په څرګنده او واضح توګه د خپلو سرو کرښو په اړه یو تعریف او توافق ته ورسیږي او بیا د خپلو سرو کرښو په پام کې نیولو سره له نورو (بهرنیانو) سره یو تعریف او توافق ته ورسیږي.
د شوروي له جګړې وروسته په افغانستان کې لسګونه ډلې وسلو ، سیاسي واک او پیسو ته ورسېدې، چې پاکستان، ایران، عربي او غربي هېوادونو سره یې لکۍ تړلې دي. ډېر ځله د حکومتونو تر منځ رسمي او علني اړیکي د ډله ییزو او نیابتي اورپکو د پټو اړیکو په مټ نړېدلي او کمزورې شوې دي.
په اوږد مهال کې د افغانستان د بې پرېتوب په اړه توافق ممکن دی؛ خو موږ لا هم په دې نه پوهیږو چې افغانستان به له شته کړکیچ څخه څنګه خلاصیږي؟ د سیمې دغه روزل شوې نیابتي ډلې ډلګۍ به کله د ملي ګټو په درک سره داسې بې طرفۍ ته ریښتینې لار هواروي؟ خلک به څومره او څنګه د یوې سیمه ییزې بې طرفۍ په ارزښت خبریږي او په ټینګولو کې به یې خپله ملي اراده پلې کوي؟
په ټولیز ډول، بې پرېتوب یوه مثبته تجربه ده چې د سیمې هېوادونه به یې هرکلی وکړي، خو د تورکمنستان په څېر یو جلا او تړلې بې طرفي هم پاتېدای نه شي. تورکمنستان د بې طرفۍ ښه مثال نه دی، دا مطلق سیاسي تجرید او ګوښه توب دی، نه مثبته او ګټوره اقتصادمحوره بې طرفي.
له بلې خوا افغانستان د خپل قومي – مذهبي رنګارنګۍ او مهم جیو ستراتیژیک په لرلوسره تورکمنستان نه دی. موږ باید د مثبتې بې طرفۍ په اړه فکر وکړو چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د دې بې طرفۍ په تضمین او درناوي کې خپلې ګټې ولیدلای شي. مانا په اروپا کې د سویس په شان.
خو ایا افغانستان د سویس په څیر داخلي توکمیز پیوستون لري؟
پوهیږو، چې د افغانستان لپاره ولسواکي اړینه ده. ولسواکي د بې طرفۍ له اصولو سره مرسته کولای شي، خو څنګه ولسواکي؟ د اکثریت ولسواکي یا انجمنيولسواکي ډول؟ کله ټول په یوډول نه یوډول خپل ځان په واک کې وویني، له سیاسیونو یا ډلو سره به د بهرنیانو لار جوړول او پټ و ښکاره اړیکي ټینګول له منځه ولاړ شي او په دې توګه به بې طرفي له دننه نه ماتیږي. ځکه لیدل کیږي، هغه لږکي او ډلې چې د خپل هیواد له مرکزي واک څخه خپه او غوسه دي د خپل هیواد بې طرفي ماتوي او بهرنیانو ته د دوی په چارو کې د لاسوهنې بلنه ورکوي.
له دننه څخه کاواکه بېطرفي له بهره اسانه ماتېدلای شي.
د ایران او پاکستان له خوا د افغانستان د بې پرېتوب د درناوي په وړاندې تر ټولو لوی خنډ په دغو دوو هېوادونو کې د میلیونونو افغان کډوالو شتون دی. محروم کډوال چې په سیمه کې په نیابتي جګړو کې د وړیا یا خورا ارزانه سرتېرو په توګه د ځان وژنې لپاره په اسانۍ سره استخدامیږي. که څه هم دا استخدام په ایډیالوژیکي لارو چارو او جاذبو ترسره کیږي، خو د دوی د استخدامېدلو اصلي لامل د دوی بېوزلي اومحرومیت دی.
بې طرفي یو ښه اقدام دی، خو دا خپلې داخلي، سیمه ییزې او نړیوالې اړتیاوې لري چې باید په ورته وخت کې ورته پام وشي. بې طرفي شعار نه دی، عمل دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بلخ د خدیجه الکبرا د ښځو مارکیټ د کرایې د نه ورکړې له امله تړل شوی دی. سرچينې زياته کړې، چې په دې مارکېټ کې هېڅ پلورونکي د خپل دوکان د کرايي ورکولو توان نه درلود.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په دغه مارکېټ کې ښځينه پلورونکو له ٩ مياشتو راهيسې د خپلو هټيو کرايه نه ده ورکړې او د مالي ستونزو له امله يې د ورکړې توان نه درلود.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه مارکېټ کې تر ۲۰۰ډېر دوکانونه فعال وو او د هر دوکان کرایه ۲۷۰۰ افغانۍ کېده.
د دغه مارکېټ يوې پلورونکې، چې د امنيتي ستونز له امله یې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، چې د خديجه الکبرا مارکېټ مدير پلورونکو ته لس ورځې وخت ورکړی، چې خپله کرايه ورکړي.
سرچينه زياتوي، چې د دغه مارکېټ مدير خبردارى ورکړى، چې که په راتلونکو دوو اونيو کې د هټيو کرايه ورنه کړل شي د ټولو پلورونکو قرارداد به لغوه کړي.
په بلخ ولايت کې يوې بلې سرچينې وويل، چې د ښځو د پلورونکو د خراب اقتصادي حالت له امله د کرايې د ورکړې توان نه لري او څو میاشتي مخکي هم دغه مارکېټ د ماليې د نه ورکړې له امله د يوې ورځې لپاره د طالبانو له خوا تړل شوى و.
د دغه مارکېټ يوې پلورونکې د بلخ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ښځو د ملاتړ او د خديجه الکبرا مارکېټ د بيا پرانېستلو په موخه د دوی محصولات واخلي.
د خدیجه الکبرا بازار په ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې تاسیس شو.
واک ته د طالبانو په بیا رسېدو د ښځو د کار پر ډېرو برخو بنديزونه ولګېدل.
په وروستيو کې د بشري حقونو د څار سازمان اعلان وکړ، چې د طالبانو واک ته په رسېدو د ښځو د حقونو په ځانګړې توګه د کار کولو حق تر پښو لاندې کول د دې لامل شوي، چې د هېواد د اقتصادي بحران دروند بار د ښځو په غاړه دی.

د ایران د ریل پټلۍ ادارې د ترکیې په لاره کې د افغانستان د ترانزیتي اورګاډي د بندېدو د خبر په غبرګون کې ويلي، چې هېڅ افغان ټرانزیټي اورګاډی د ایران د اورګاډي پټلۍ ته نه دی داخل شوی.
د ایلنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ایران د افغانستان ترانزیتي ریل ګاډی ترکیې ته په لاره درولی دی.
تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (غويي ۲مه) خبر ورکړ، چې د ایران د ریل پټلۍ ادارې وروسته له هغه اعلان وکړ، چې ترکیې ته د افغانستان د لومړۍ ترانزیتي اورګاډي د رسېدو او بندېدو خبر خپور شو.
تر دې مخکې د ایران د کارګرانو خبري اژانس ایلنا د سرچینو له قوله لیکلي وو؛ دغه اورګاډی، چې ۱۱۰ټنه معدني ډبرې په کې بار وه، د ایران د روزنک اورګاډي سټیشن ته ننوتی؛ خو د تېرېدو اجازه ور نه کړل شوه.
تر اوسه طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسي حال کې ده، چې د طالبانو د ریل پټلۍ ادارې دوې ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې د لومړي ځل لپاره يې د اورګاډي له لارې د ترکیې مرسینګ ښار ته ۱۱۰۰ټنه معدن صادر شوی دی.
