• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلخ کې د مېرمنو یو مارکېټ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بلخ د خدیجه الکبرا د ښځو مارکیټ د کرایې د نه ورکړې له امله تړل شوی دی. سرچينې زياته کړې، چې په دې مارکېټ کې هېڅ پلورونکي د خپل دوکان د کرايي ورکولو توان نه درلود.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په دغه مارکېټ کې ښځينه پلورونکو له ٩ مياشتو راهيسې د خپلو هټيو کرايه نه ده ورکړې او د مالي ستونزو له امله يې د ورکړې توان نه درلود.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه مارکېټ کې تر ۲۰۰ډېر دوکانونه فعال وو او د هر دوکان کرایه ۲۷۰۰ افغانۍ کېده.

د دغه مارکېټ يوې پلورونکې، چې د امنيتي ستونز له امله یې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، چې د خديجه الکبرا مارکېټ مدير پلورونکو ته لس ورځې وخت ورکړی، چې خپله کرايه ورکړي.

سرچينه زياتوي، چې د دغه مارکېټ مدير خبردارى ورکړى، چې که په راتلونکو دوو اونيو کې د هټيو کرايه ورنه کړل شي د ټولو پلورونکو قرارداد به لغوه کړي.

په بلخ ولايت کې يوې بلې سرچينې وويل، چې د ښځو د پلورونکو د خراب اقتصادي حالت له امله د کرايې د ورکړې توان نه لري او څو میاشتي مخکي هم دغه مارکېټ د ماليې د نه ورکړې له امله د يوې ورځې لپاره د طالبانو له خوا تړل شوى و.

د دغه مارکېټ يوې پلورونکې د بلخ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ښځو د ملاتړ او د خديجه الکبرا مارکېټ د بيا پرانېستلو په موخه د دوی محصولات واخلي.

د خدیجه الکبرا بازار په ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې تاسیس شو.

واک ته د طالبانو په بیا رسېدو د ښځو د کار پر ډېرو برخو بنديزونه ولګېدل.

په وروستيو کې د بشري حقونو د څار سازمان اعلان وکړ، چې د طالبانو واک ته په رسېدو د ښځو د حقونو په ځانګړې توګه د کار کولو حق تر پښو لاندې کول د دې لامل شوي، چې د هېواد د اقتصادي بحران دروند بار د ښځو په غاړه دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د ریل پټلۍ اداره: له افغانستان څخه هېڅ ټرانزیټي اورګاډی د ایران ته نه دی داخل شوی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۲۴ GMT+۱

د ایران د ریل پټلۍ ادارې د ترکیې په لاره کې د افغانستان د ترانزیتي اورګاډي د بندېدو د خبر په غبرګون کې ويلي، چې هېڅ افغان ټرانزیټي اورګاډی د ایران د اورګاډي پټلۍ ته نه دی داخل شوی.

د ایلنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ایران د افغانستان ترانزیتي ریل ګاډی ترکیې ته په لاره درولی دی.

تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (غويي ۲مه) خبر ورکړ، چې د ایران د ریل پټلۍ ادارې وروسته له هغه اعلان وکړ، چې ترکیې ته د افغانستان د لومړۍ ترانزیتي اورګاډي د رسېدو او بندېدو خبر خپور شو.

تر دې مخکې د ایران د کارګرانو خبري اژانس ایلنا د سرچینو له قوله لیکلي وو؛ دغه اورګاډی، چې ۱۱۰ټنه معدني ډبرې په کې بار وه، د ایران د روزنک اورګاډي سټیشن ته ننوتی؛ خو د تېرېدو اجازه ور نه کړل شوه.

تر اوسه طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسي حال کې ده، چې د طالبانو د ریل پټلۍ ادارې دوې ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې د لومړي ځل لپاره يې د اورګاډي له لارې د ترکیې مرسینګ ښار ته ۱۱۰۰ټنه معدن صادر شوی دی.

د پاسپورټ اداره: په تېره يو کال کې په ۹ ولایتونو کې نږدې ۳ سوه زره پاسپورټونه وېشل شوي دي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د پاسپورت د لوی ریاست د معلوماتو له مخې؛ د تېر يوه کال په جريان کې يې په ۹ ولایتونو کې نږدې ۳ سوه زره پاسپورټونه وېشلي دي.

دغه اداره وايي، چې د همدې پاسپورټونو له لارې یې د څه باندي ۱۷۴۹ مېليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي او دولتي خزانې ته یې سپارلي دي.

افغانستان انټر نشنل – پښتو نن يکشنبه د طالبانو د پاسپورټ ادارې د ۹ ولایتونو د تېره يوه کال د پاسپورټونو د وېش ارقام او عوايد راجمع کړي دي.

د طالبانو دغه ادارې د ټول افغانستان تر څنګ په تېره يوه کال کې په هرات، پکتيکا، لوګر، خوست، روزګان، غزني، لغمان، زابل او میدان وردګو ولایتونو کې ۲ لکه ۹۸ زره ۴۸۱ پاسپورټونه خلکو ته ورکړي دي.

د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې؛ د پاسورټونو جوړولو پر مهال يې تر ۱۷۴۹ ميليونه افغانۍ زيات عوايد تر لاسه کړي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت نن یکشنبه ويلي، چې په هرات کې يې د تېر يوه کال پر مهال څه د پاسه ۱۳۰ زره پاسپورتونه وېشلي، چې ۸۵۰ ميليونه افغانۍ عواید ځنې تر لاسه شوي دي.

طالبان د نورو ولایتونو د پاسپورتونو د وېش د شمېر او عوايدو اړوند زياتوي: « په پکتيکا کې په تېره يوه کال کې ۱۲ زره ۷۶۵ پاسپورټونه وېشل شوي، چې ۶۹ ميليونه ۲۵۷ زره افغانۍ، په لوګر کې ۱۹ زره ۵۹۹ د پاسپورټونو له وېش څخه ۱۰۹ ميليونه افغانۍ، په خوست کې ۴۲ زره ۲۲۷ پاسپورټونو څخه ۲۱۲ ميليونه او ۴۶۷ زره افغانۍ، په اروزګان کې ۱۱زره ۵۰۴ پاسپورټونو د وېش څخه ۶۰ ميليونه ۱۵۷ زره افغانۍ، په غزني کې ۳۲ زره ۵۰۲ پاسپورټونو څخه ۱۷۴ ميليونه افغانۍ، په لغمان کې د ۲۰ زره ۶۸۵ پاسپورټونو له وېش څخه ۱۱۶ ميليونه ۹۴ زره افغانۍ، په زابل کې ۶ زره ۷۳ پاسپورټونو څخه ۳۴ ميليونه افغانۍ او په ميدان وردګو کې د ۲۳ زره ۴۲۳ پاسپورټونو له وېش څخه ۱۲۵ ميليونه افغانۍ راټولې شوي او دولتي خزانې ته سپارل شوي دي.»
که څه هم چې د پاسپورټ اخیستل او لرل د هر وګړي حق دی؛ خو په افغانستان کې د پاسپورټ تر لاسه کول هغه ستونزمنه چاره ده، چې نن سبا د افغانستان له نیمايي نفوس څخه زیات خلک ورسره لاس او ګرېوان دي، ان تر دې چې پاسپورټ ته اړ کسان زرګونه ډالر کمېشن کارانو ته بډې ورکوي چې یو جلد پاسپورټ تر لاسه کړي.
ځیني خلک دا نیوکه هم کوي، چې طالبانو د پاسپورټونو د وېش کاروبار تور بازار ته سپارلی او له دغه بازاره طالبانو ته زیاته ګټه وټه رسېږي؛ خو طالبان بیا وايي، چې دوی په دې برخه کې ګڼ کمېشن کاران نیولي او هغه مامورین یې هم له کاره شړلي چې له خلکو یې پیسې اخیستې.
ګڼ خلک هڅه کوي، چې له افغانستانه پښې سپکې کړي، چې طالبانو له دې امله هم د پاسپورټونو د وېش پروسه سخته کړې ده.

پاکستانۍ سرچینې: د ټي ټي پي وسلوال د اغزن سیم پرې کولو سره پاکستان ته ننوځي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

په یوه ویډیو کې د وسله والو یوه ډله لیدل کېږي، چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار په پرې کولو سره وزیرستان ته ننوځي. د پاکستان حکومت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې دغه وسله وال د پاکستاني طالبانو د قوماندان حافظ ګل بهادر دي.

د پاکستاني طالبانو قومندان حافظ ګل بهادر پورې اړوند وسله والو له کوچني اختر وروسته د اغزن سیم په پرې کولو سره وزیرستان ته ننوتلي دي.
د سرچینې په خبره، په دغو جنګیالیو کې یو شمېر افغانان هم شته.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې سره، پاکستاني چارواکو په ځلونو شکایت کړی، چې حافظ ګل بهادر او د ټي ټي پي جنګیالي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امن پټنځایونه لري.
طالبانو د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې اسلام اباد د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپله ناکامي په دغې ډلې اچوي.

ایران د افغانستان لومړۍ ټرانزیټي اورګاډی، چې ترکیې ته روان و، درولی دی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لومړۍ ترانزیټي اورګاډی، چې د ترکیې په لور روان و، په ایران کې درول شوی دی. ایلنا خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دغه اورګاډي کې ۱۱۰ مټریک ټنه معدني ډبره بار وه، چې د ایران د روزنک اورګاډي تمځایه کې ودرول شوی؛ خو د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ایران خبري اژانس (ایلنا) د یکشنبې په ورځ د (غويي ۲مه) په خپل نشر شوي راپور کې ليکلي، چې د ایران له لوري د افغانستان ترانزيټي اورګاډی د بندېدو لامل تر اوسه معلوم ندی.

د ايلنا په راپور کې راغلي، چې « د ایران د اروګاډي د شرکت اجرايوي مشر میاد صالحي ادعا کوي، چې د ريل ټرانزيټ زياتوالی د لومړيتوبونو په سر کې دي؛ خو ويل کيږي، چې د نامعلومو دلایلو له امله د خواف – هرات د اورګاډي لومړۍ ترانزيټي اورګاډی او لومړۍ رسمي پټلۍ د روزنک په تمځای کې درول شوی او ایران دغه اورګاډي ته د خپل تګ راتګ د دوام لپاره لوکوموټيو اورکاډي ته نه دي ورکړی.»

ايلنا د یوې باخبرې سرچینې په حواله لیکلي دي، چې د دې اورګاډي د تېرېدو د نه پرېښودلو لامل "مالي مسایل" دي.

د طالبانو د ریل پټلۍ ادارې دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د لومړي ځل لپاره د رېل پټلۍ له لارې د ترکیې مرسینګ ښار ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبره صادره شوه.

دغه اداره زياتوي، چې په دې ډبرو کې د تالک یا شوکاڼي ډبره شامله ده.

طالبان وايي، افغانستان دا مهال له ایران او ترکمنستان سره د اورګاډي له لارې نښلول شوی او هره ورځ له دې لارې سلګونه ټنه سوداګریز توکي صادریږي او واردېږي.

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: نړۍواله ټولنه دې چاپېریالي او اقلیمي مسله نه سیاسي کوي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د ځمکې نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چي، نړۍواله ټولنه دې چاپېریالي او د اقلیمي بدلون مسایل نه سیاسي کوي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه ادارې د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) د ځمکې نړۍوالۍ ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی او په دې برخه کې یې باید نړۍوال مالي ملاتړ وکړي.

د اپرېل ۲۲مه د ځمکې نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، دوامداره وچکالي، د شین کوریزو ګازونو زیاتېدل، د ځنګلونو وهل او له منځه وړل او نورې ډېرې چاپېریالي ستونزې او ننګونې ځمکې ته سخت زیان اړوي.

دوی له خلکو غوښتي، چې د ځمکې او چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل دیني او ملي مسوولیتونه ادا کړي.