کندز ولایت د رېښتر په کچه ۴.۲ درجې زلزلې ولړزاوه

د سه شنبې په سهار شاوخوا شپږ بجې د افغانستان د کندز ولایت ځینې برخې زلزلې ولړزولې. د امریکا د ځمکپېژندنې سروې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې شدت ۴.۲ درجې و او مرکز یې د کندز په سوېل لوېدیځ کې و.

تر اوسه پورې د زلزلې له امله د احتمالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.