• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچينې: طالبانو په هلمند کې يو مدني فعال د سياسي فعاليت په تور نیولی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۲ GMT+۱

سرچينو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ويلي، چې د طالبانو استخباراتو په هلمند کې مدني فعال عبدالغفار اسحاقزی له دوو زامنو سره د سياسي فعالیت کولو په تور نیولی دی.

د طالبانو عدليې وزارت څه موده مخکې په ټول افغانستان کې پر سياسي فعاليت بنديز ولګاوه.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د هلمند څخه ځينو سرچينو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د طالبانو استخباراتو د هلمند د بست ټولنې مشر عبدالغفار اسحاقزي پر کور عملیات کړي او هغه يې له دوو زامنو سره نيولی او بندي کړی دی.

سرچینه زياتوي، چې اسحاقزي د تېر جمهوري نظام پر مهال په هلمند کې د بست ټولنې مشر او د هلمند څخه د مشورتي لویې جرګې غړی و.

د سرچينو په خبره، چې د طالبانو استخباراتو د لښکرګاه ښار د اتمې حوزې اړوند په لښکري بازار کې د هغه پر کور عملیات کړي دي.

که څه هم د هغه کورنۍ د طالبانو له ويري له رسنيو سره جزیيات نه شریکوي؛ خو د هغه نږدې ملګري وايي، چې طالبانو په زندان کې اسحاقزی او د رفيع الله په نوم د هغه يوه زوی سخت وهلي او شکنجه کړي دي او د نوموړي دویم زوی یې تر دوو ورځو بند وروسته خوشې کړی دی.

100%
رفيع الله د اسحاقزي زوی، چې دا مهال د طالبانو په زندان کې دی

د معلوماتو له مخې؛ واک ته د طالبانو په رسېدو اسحاقزي له سياسي فعاليته لاس اخيستی او ازاد کاروبار يې مخ ته وړه.

د هلمند طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د عدليې وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي څه موده مخکي په يوه ويډيي پيغام کې افغانانو ته خبرداری ورکړی و، چې که چا سياسي فعالیت وکړ له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

هغه ويلي وو، چې اوس مهال يوازي خيريه بنسټونه فعالیت کولای شي.

د طالبانو عدليې وزارت ويلي، چې دوی په تېر ۱۴۰۲ کال کې دوه سياسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې او خيريه بنستونه د «غيرې قانوني» فعاليتونو له امله امنيتي ادارو ته ور پېژندلي دي.

د طالبانو سترې محکمې هم څو ورځي مخکي خبر ورکړ، چې په کندهار کې يې په لومړي ځل دوه کسان د سیاسي فعالیت په تور په ۱۵ - ۱۵ کاله بند محکوم او یو بل کس یې د سیاسي فعالیت له امله ۳۰ دورې وواهه.

د ښځو پر زده کړو او کار کولو بندیزونه، پر رسنیو پراخ محدودیتونه، د تعلیمي نظام بدلول، په هیواد دننه بهرنیو ترهګرو ته ځای ورکول، د سياسي او ټولنيزو فعاليتونو بندول او داسې نور لسګونه موارد د دې لامل شوي، چې ددې ډلې پر وړاندې نړۍوال غبرګونونه ډېر شي

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی