• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حکمتیار طالبانو ته: امریکا دې له شرارت لاس واخلي، ګني سفارت یې وتړئ او ټول امریکایان وباسئ

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی؛ امریکا مجبوره کړئ، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوي وکړي او له شرارتونو لاس واخلي او که یې نه مني نو سفارت یې باید محاصره شي او ټول امریکایان له افغانستانه و ایستل شي.

که څه هم امریکا په رسمي ډول ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې سفارت نه لري او د دوی غیر مقیم سفارت په دوحه کې موجود دی.

هغه یو ځل بیا ویلي دي، چې افغانستان تر اوسه په بشپړه توګه ازاده شوی نه دی او د هېواد فضا لا هم د امریکا په واک کې ده.

نوموړي د طالبانو له مشرتابه غوښتي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له فرصته په استفادې سره افغانستان باید د بهرنيو له اغېز او سلطې څخه فارغ او خپلواك کړي.

اسلامي حزب د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې اوس هم د افغانستان په اسمان کې ګرځي او د خپلې خوښې بریدونه کوي.
په خبرپاڼه کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ هغو څرګندونو ته اشاره شوې، چې په کانګرس کې یې ویلي وو: "د تروريزم ضد ځواك او اداره په افغانستان كې فعال او ځواكمن حضور لري او په دې ارتباط طالبان له موږ سره پر خپلو ژمنو عمل كوي."
حکمتیار ویلي دي، چې طالبان باید امریکا مجبوره کړي، چې په افغانستان کې له شرارت څخه لاس واخلي.
په خبرپاڼه کې دغه راز د حکمتیار له قوله لیکل شوي: "افغانان هیله لري چې مسوول او اسلامي نظام ولري؛ خو اوسنیو شرایطو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې دغو هیلو ته د رسېدو لپاره ډېر ګواښونه او خنډونه شته."

د ګلبدین حکمتیار له خوا په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د ځینو اشخاصو د موجودیت په تړاو مساله په داسې مهال مطرح کیږي، چې طالبانو هم په بار - بار ویلي، چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې څوک نه شته.
حکمتیار په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې ده، چې افغانانو د شوروي او امریکا په ماتولو سره فعاله ونډه درلوده او دوی باید د یوه ډاډمن محور په رامنځته کېدو سره راغونډ کړی شي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب دغه خبرپاڼه په داسې کې خپره کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.

شهادت ورځپاڼه چې د اسلامي حزب رسمي ورځپاڼه ده، د ګلبدین حکمتیار دغه خبر پاڼه یې د طالبانو د درېیو مشرانو ملا هبت الله، ملا حسن اخوند او سراج الدین حقاني له عکسونو سره یو ځای خپره کړې ده.

100%


طالبانو څه موده مخکې حکمتیار له هغه کور څخه و اېسته چې تېر حکومت د یوې هوکړې له مخې ورکړی و.
طالبانو ویلي، چې د حکمتیار د اوسېدو ځای دولتي ملکیت او ملي دفاع وزارت پورې اړوند دی.
طالبانو له دې اقدام وروسته اسلامي حزب پورې اړوند د بریا راډیو ټلویزیون نشرات هم بند کړل او د ګلبدین حکمتیار پر ناستو او لیدنو یې هم بندیز ولګولو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزی: په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم مهم دی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم مهم دی.

حامد کرزي د دوشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په هېواد کې د سولې او ټيکاو لپاره ملي خبرې اړینې دي.

نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستو هم ټینګار وکړ.
ښاغلي کرزي له مارکس پوتزل سره په ليدنه کې له افغانانو سره د پوهنې، روغتیا او هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې رسولو په برخو کې د ملګرو ملتونو سازمان له دوامداره همکاريو مننه کړې.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته حامد کرزی وخت ناوخته له بهرنیو چارواکو او استازو سره په لیدنو کې نجونو ته د زده کړو د اجازې ورکولو او د ملي خبرو پر پیلېدو ټینګار کوي.
د نوموړي دا دوه داسې غوښتنې دي، چې نړۍواله ټولنه یې هم په افغانستان کې د ټیکاو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اړینې بولي.
طالبانو د دوحې تړون کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو او همدارنګه د ټولګډونه حکومت جوړولو ژمنه کړې وه؛ خو لا یې دا یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.

ابراهیم رییسي: ملګرو ملتونو خپل اغېز له لاسه ورکړی دی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د ایران ولسمشر وايي؛ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو «خپل اغېز له لاسه ورکړی او امنیت شورا خپله دنده نه ترسره کوي.» ابراهیم رییسي په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، دې مسالې د نړۍ خلک «تنګ» کړي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دوشنبې په ورځ د (غوايي ۳مه) اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزير شهباز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې د غزې په تړانګه کې جګړې ته په اشارې سره وویل: « د فلسطین خلک له نسل وژنې او ماشوم وژنې څخه چې د امریکا او لویدیځو هېوادونو په ملاتړ د اسراییل له خوا ترسره کیږي ستړي شوي دي.»

د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او بشري سرچینو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو اته سندونه لاسلیک شول.

د ایران ولسمشر په خپلو خبرو کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه د «نه منلو وړ» وبلله او ویې ویل، چې ایران به د خپلو سوداګریزو اړیکو کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

ابراهیم رییسي وویل؛ ایران له پاکستان سره اوږده پوله د یوه «فرصت» په سترګه ګوري او د ګډ بازار پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.

هغه وویل: «ایران ظالمانه بندیزونه په فرصتونو بدل کړل او له دغو فرصتونو څخه یې د هېواد د پرمختګ لپاره استفاده وکړه. موږ چمتو یو چې خپلې تجربې د پاکستان له خلکو سره شریکې کړو.»

په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د غزې په اړه د ایران د دریځونو ستاینه وکړه او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل، چې په دې لاره کې سره یو شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وکتل او ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ماښام د پاکستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري او مجلسونه وکړي.

ډیویډ کامرون: له منځنۍ اسیا سره د بریتانیا په اړیکو کې د یوه نوي دور په لټه کې دی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۶ GMT+۱

ډیویډ کامرون په دوشنبې کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې وویل، دی له منځنۍ اسیا سره د بریتانیا په اړیکو کې د یوه «نوي دور» په لټه کې دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر به په راتلونکو ورځو کې قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او منګولیا ته هم سفر وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته سفر کوي.

ډیویډ کامرون د دوشنبې په ورځ د (غويي ۳مه) په دوشنبه کې د ملت په ماڼۍ کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې وویل: «موږ کولی شو په مهمو برخو لکه سوداګرۍ، د اقلیم بدلون او د ترهګرو پروړاندې د مبارزې په برخه کې په ګډه کار وکړو.»

هغه د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت لومړنی وزير دی، چې دوشبنې ته سفر کوي او خوښي څرګندوي.

نوموړي امام علي رحمان ته وویل؛ خواشنی دی، چې د بهرنيو چارو د یوه وزير سفر له بريتانيا څخه تاجکستان ته «دومره وخت ونیوو»

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې موږ له منځنۍ اسيا سره د بريتانيا په اړيکو کې د «نوي دور» پيل کول غواړو او دغه نوې دوره به له تاجکستان څخه پيل کړو.

ښاغلي کامرون وویل، چې تاجکستان ته یې د دې لپاره سفر کړی، چې ووایي «راځئ نور په ګډه کار وکړو» او «راځئ چې همکاري پراخه کړو.»

بريتانيا ورځپاڼې ایریش نیوز په یوه راپور کې لیکلي، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د منځنۍ اسیا له څو هېوادونو تر لیدنې وروسته مسکو ته ځي.

طالبان: نړېوال دې له سیاسي مسایلو پرته د اقلیمي بدلون د مبارزې لپاره تخنیکي مرستې وغځوي

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډه همکارۍ د اقلیمي بدلون په تړاو درې ورځنی بحث پیل کړی. طالبان وايي افغانستان د اقلیمي بدلون یو له اغېزمنو هېوادونو دی او په تېره یوه اونۍ کې د سېلابونو له امله د ۱۱۱ کسانو مړه کېدل یې څرګند اغېز دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتني اداره وايي، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډه همکارۍ د دوشنبې په ورځ د (غوايي درېیمه) د افغانستان د اقلیم په اړه درې ورځنی بحث پیل کړ.

دغه اداره وايي، چې په یاد بحث کې د یو شمېر وزارتونو استازو، د بهرنیو هېوادونو استازو، د پوهنتون استادانو، د موسسو استازو او متخصصانو ګډون کړی دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي او د پالیسۍ معین زین العابدین عابد وايي، نړېوال دې د اقلیمي بدلون د مبارزي لپاره له سیاسي مسایلو پرته خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړی زیاتوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډیر لږ رول لري، خو د اوبو، کرنې، ځنګلونو، انرژۍ، شنو ځمکو، څړځایونو، او نورو برخو کې یې ډیر زیان لیدلی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال په خپلو خبرو کې وايي، چې د طبیعي پېښو او سېلابونو له امله په تېرو څو ورځو کې ۱۱۱ کسان مړه شوي، ۷۱ نور ټپیان شوي،۲۰۱۷ څاروي مړه، ۹۸۳۸۶ جریبه ځمکه، ۲۷۰۷ کورونه او ۲۴۲۴ سربندونه ویجاړ شوي دي.

هغه وړاندې وايي، پرله پسي وچکالۍ، سېلابونه، د اوبو او کرنیزو محصولاتو کمښت د خلکو لپاره ډیرې ستونزې جوړې او ژوند یې له ګواښونو سره مخ شوی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره وايي، افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو څخه دی چې اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان ویني او منفي نتایج تجربه کوي.

طالبان وايي، د اقلیمي بدلون سره د مبارزي په برخه کې یې د اوبو د سرچینو مدیریت، کرنه، د ځنګلونو او شنو ځمکو بیارغونه او د نوي کېدونکي انرژۍ په برخو کې یې پروګرامونه پیل کړي دي.

د کندهار والي امنیتي غونډې ته: د پخوانیو نظامیانو کورونه او کاروبارونه ثبت کړئ

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین یوې امنیتي غونډې ته سپارښتنه کړې ده، چې په دغه ولایت کې د پخوانیو نظامیانو کورونه او کاروبارونه ثبت کړي. په دغه امنیتي ناسته کې د ښار د امنیت لپاره د لازیاتو تابیاو په اړه پرېکړې شوې دي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د مقام رسنیز دفتر د دوشنبې په ورځ د ( غوايي ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د طالبانو د والي ملا شیرین په مشرۍ د کندهار امنیه قوماندان او د کندهار ښار د حوزو امرینو په کډون امنیتي غونډه تایید کړې ده.

د طالبانو خبرباڼه کې یوازې د ملا شیرین په حواله لیکل شوي « دا چې موږ له دوښمن سره پوره شل کاله مبارزه وکړه او اخر مو له شرمناکې ماتې سره مخ کړل او همغه دوښمن اوس هم زموږ سره په نورو ډولونو جګړه مخته وړي؛ نو تاسې باید ټول خپلو مسولیتونو ته متوجه اوسئ او سپارل شوي مسولیتونه د توان تر کچې پورې په ښه توګه ادا کړئ.»

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو د دې امینتي غونډې جزییات ترلاسه کړي دي

په کندهار کې د طالبانو امنیتي غونډه کې لومړۍ پرېکړه دا شوې، چې د کندهار استخباراتو ریاست او امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت سره په همغږۍ د پخوانیو نظامیانو کورونه او د هغوی اوسني کاروبارونه ثبت کړي.

دویمه پرېکړه دا شوې، چې کندهار ته له پاکستان څخه نوي راکډه شوي کورنۍ ثبت او د هغوی له ځايي مشرانو څخه تضمین واخېستل شي.

درېیمه پرېکړه دا شوې، چې د کندهار ښار له مرکزي ناحیو څخه تر اطرافو پورې چاڼیز عملیات پیل شي.

څلورمه پرېکړه دا شوې، چې د بدې پېښې د مخنیوي لپاره د ښار په مرکزي او څنډو کې تلاشۍ زیاتې شي او پنځمه اخري پرېکړه دا شوې، چې د ښار په څنډو کې رسمي او غیر رسمي راغلو لارو کې امنیتي پوستې زیاتې شي او د مشکوکو موټرو او اشخاصو د څارنې سپارښتنه هم شوې ده.

کندهار د طالبانو د سیاسي قدرت مرکز ګڼل کیږي او ددې ډلې مشر په کندهار کې مېشت دی او له دغه ولایت څخه پر افغانستان واکمني کوي.

د روژې په میاشت کې د داعش له لخوا د نوی کابل بانک پروړاندې ځانمرګي برید کې شاوخوا ۵۰ تنه ووژل شول او ۵۳ تنه نور ټپیان شول.

له دې برید وروسته د کندهار ښار د امنیتي وضعیت په اړه د طالبانو اندېښنې زیاتې شوې دي.