حامد کرزی: په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم مهم دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم مهم دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم مهم دی.
حامد کرزي د دوشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په هېواد کې د سولې او ټيکاو لپاره ملي خبرې اړینې دي.
نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستو هم ټینګار وکړ.ښاغلي کرزي له مارکس پوتزل سره په ليدنه کې له افغانانو سره د پوهنې، روغتیا او هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې رسولو په برخو کې د ملګرو ملتونو سازمان له دوامداره همکاريو مننه کړې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته حامد کرزی وخت ناوخته له بهرنیو چارواکو او استازو سره په لیدنو کې نجونو ته د زده کړو د اجازې ورکولو او د ملي خبرو پر پیلېدو ټینګار کوي.
د نوموړي دا دوه داسې غوښتنې دي، چې نړۍواله ټولنه یې هم په افغانستان کې د ټیکاو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اړینې بولي.
طالبانو د دوحې تړون کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو او همدارنګه د ټولګډونه حکومت جوړولو ژمنه کړې وه؛ خو لا یې دا یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډه همکارۍ د اقلیمي بدلون په تړاو درې ورځنی بحث پیل کړی. طالبان وايي افغانستان د اقلیمي بدلون یو له اغېزمنو هېوادونو دی او په تېره یوه اونۍ کې د سېلابونو له امله د ۱۱۱ کسانو مړه کېدل یې څرګند اغېز دی.
د طالبانو د چاپېریال ساتني اداره وايي، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډه همکارۍ د دوشنبې په ورځ د (غوايي درېیمه) د افغانستان د اقلیم په اړه درې ورځنی بحث پیل کړ.
دغه اداره وايي، چې په یاد بحث کې د یو شمېر وزارتونو استازو، د بهرنیو هېوادونو استازو، د پوهنتون استادانو، د موسسو استازو او متخصصانو ګډون کړی دی.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي او د پالیسۍ معین زین العابدین عابد وايي، نړېوال دې د اقلیمي بدلون د مبارزي لپاره له سیاسي مسایلو پرته خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړی زیاتوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډیر لږ رول لري، خو د اوبو، کرنې، ځنګلونو، انرژۍ، شنو ځمکو، څړځایونو، او نورو برخو کې یې ډیر زیان لیدلی.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال په خپلو خبرو کې وايي، چې د طبیعي پېښو او سېلابونو له امله په تېرو څو ورځو کې ۱۱۱ کسان مړه شوي، ۷۱ نور ټپیان شوي،۲۰۱۷ څاروي مړه، ۹۸۳۸۶ جریبه ځمکه، ۲۷۰۷ کورونه او ۲۴۲۴ سربندونه ویجاړ شوي دي.
هغه وړاندې وايي، پرله پسي وچکالۍ، سېلابونه، د اوبو او کرنیزو محصولاتو کمښت د خلکو لپاره ډیرې ستونزې جوړې او ژوند یې له ګواښونو سره مخ شوی.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره وايي، افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو څخه دی چې اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان ویني او منفي نتایج تجربه کوي.
طالبان وايي، د اقلیمي بدلون سره د مبارزي په برخه کې یې د اوبو د سرچینو مدیریت، کرنه، د ځنګلونو او شنو ځمکو بیارغونه او د نوي کېدونکي انرژۍ په برخو کې یې پروګرامونه پیل کړي دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین یوې امنیتي غونډې ته سپارښتنه کړې ده، چې په دغه ولایت کې د پخوانیو نظامیانو کورونه او کاروبارونه ثبت کړي. په دغه امنیتي ناسته کې د ښار د امنیت لپاره د لازیاتو تابیاو په اړه پرېکړې شوې دي.
په کندهار ولایت کې د طالبانو د مقام رسنیز دفتر د دوشنبې په ورځ د ( غوايي ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د طالبانو د والي ملا شیرین په مشرۍ د کندهار امنیه قوماندان او د کندهار ښار د حوزو امرینو په کډون امنیتي غونډه تایید کړې ده.
د طالبانو خبرباڼه کې یوازې د ملا شیرین په حواله لیکل شوي « دا چې موږ له دوښمن سره پوره شل کاله مبارزه وکړه او اخر مو له شرمناکې ماتې سره مخ کړل او همغه دوښمن اوس هم زموږ سره په نورو ډولونو جګړه مخته وړي؛ نو تاسې باید ټول خپلو مسولیتونو ته متوجه اوسئ او سپارل شوي مسولیتونه د توان تر کچې پورې په ښه توګه ادا کړئ.»
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو د دې امینتي غونډې جزییات ترلاسه کړي دي
په کندهار کې د طالبانو امنیتي غونډه کې لومړۍ پرېکړه دا شوې، چې د کندهار استخباراتو ریاست او امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت سره په همغږۍ د پخوانیو نظامیانو کورونه او د هغوی اوسني کاروبارونه ثبت کړي.
دویمه پرېکړه دا شوې، چې کندهار ته له پاکستان څخه نوي راکډه شوي کورنۍ ثبت او د هغوی له ځايي مشرانو څخه تضمین واخېستل شي.
درېیمه پرېکړه دا شوې، چې د کندهار ښار له مرکزي ناحیو څخه تر اطرافو پورې چاڼیز عملیات پیل شي.
څلورمه پرېکړه دا شوې، چې د بدې پېښې د مخنیوي لپاره د ښار په مرکزي او څنډو کې تلاشۍ زیاتې شي او پنځمه اخري پرېکړه دا شوې، چې د ښار په څنډو کې رسمي او غیر رسمي راغلو لارو کې امنیتي پوستې زیاتې شي او د مشکوکو موټرو او اشخاصو د څارنې سپارښتنه هم شوې ده.
کندهار د طالبانو د سیاسي قدرت مرکز ګڼل کیږي او ددې ډلې مشر په کندهار کې مېشت دی او له دغه ولایت څخه پر افغانستان واکمني کوي.
د روژې په میاشت کې د داعش له لخوا د نوی کابل بانک پروړاندې ځانمرګي برید کې شاوخوا ۵۰ تنه ووژل شول او ۵۳ تنه نور ټپیان شول.
له دې برید وروسته د کندهار ښار د امنیتي وضعیت په اړه د طالبانو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام نن د غوايي میاشتې درېیمه د ځمکې د ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو د کمښت په سخت ناورین اندېښنه څرګنده کړه. دغه سازمان وايي چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو این ډي پي) د دوشنبې ورځ د (غوايي درېیمه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې یوازې ۲۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
د دغه سازمان د یوه راپور له مخې چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې خپور شو، افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنونکو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای درلود.
د راپورونو له مخې، افغانستان له ۱۹۵۰ کال راهیسې د تودوخې درجه د سانتي ګرېډ ۱،۸ درجې بدلون تجربه کړی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د اقلیم بدلون کرنه زیانمنه کړې او د جګړو، بې وزلۍ او بې ځایه کېدو اغېزې یې لاپسې زیاتې کړې دي.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې په افغانستان کې د پاکو او ککړو اوبو د ناورین د حل لپاره تر ۴۷۹ میلیونو زیاتو ډالرو ته اړتیا ده.
طالبانو هم تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي د اقلیم د بدلون له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هوا په ښه کېدو سره به د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شي. د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د دغې ډلې د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د سالنګ لویې لارې پاتې چارې به بشړې شي.
د دغې راډیو د معلوماتو له مخې، د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني په دې وروستیو کې د سالنګ له لویې لارې لیدنه کړې او د قراردادي شرکتونو له مسوولانو سره یې د بیارغونې د چارو په اړه خبرې وکړې. هغه له دغو شرکتونو وغوښتل چې د سالنګ لویې لارې د رغولو د بيا پيل لپاره خپل پلان چمتو کړي.
طالبانو تېر کال ویلي وو، چې د سالنګ لویه لاره یې رغولې ده. لوړپوړو طالب چارواکو د سالنګ تونل تر بیارغونې وروسته د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۲۹مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیسته.
خو له هغه وروسته پر دغه لاره چلوونکو په بیا بیا شکايت کړی چې دغه لاره یوازې په تبلیغاتي ډول جوړه شوې او بنسټیز کار ورته نه دی شوی.
سالنګ د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو څخه ده چې کابل د هېواد په شمال کې له څو ولایتونو سره نښلوي. او د ژمي په موسم کې د ډیرو واورو د ورښت له امله په ورځو او یا ساعتونو تړل کیږي.

د طالبانو د سټنډرډ ادارې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته یې د شپږ ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیولې. تر دې وړاندې هم طالبانو د بې کېفیته تېلو د ور ستنولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ادارې نن دوشنبه د (غوايي درېیمه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي چې شپږ ټانکره بې کېفیته تېل یې د نیمروز له بندر څخه بېرته ایران ته ورستانه کړي دي.
دغې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د بندرونو په مهارولو سره به د بې کېفیته تېلو د ننوتو مخه ونیول شي.
خو د تېلو واردوونکي شرکتونه او سوداګر وايي، چې طالبان د نفتي او نورو توکو د کېفیت معلومولو لپاره معیار نه لري او هر څه په خپله خوښه ترسره کوي.
د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران هغه، مسترد کړي دي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې خپلواکې او څارونکي ادارې نه شته چې د کره شمېرو او یا په معیاري ډول د طالبانو تر واک لاندې ادارو د چارو د معیاري ترسره کولو پخلی وکړي.
د طالبانو له لوري د ایراني تېلو د ټانکرونو تر ورستنولو وروسته ایراني چارواکو هم غبرګون ښودلی. څلور میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي توکو د صادروونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي توکو پر ورګرځولو نیوکه کړې وه.
ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کېفیت معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي، افغانستان ته د تېلو ټانکرونو د ورتلو اجازه ورکوي.
طالبانو د دغه ایراني چارواکي ادعا رد کړې ده.
