• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سټنډرډ ادارې يو ځل بیا د بې کېفیته تېلو ټانکرونه ایران ته ورستانه کړي

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د سټنډرډ ادارې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته یې د شپږ ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیولې. تر دې وړاندې هم طالبانو د بې کېفیته تېلو د ور ستنولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ادارې نن دوشنبه د (غوايي درېیمه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي چې شپږ ټانکره بې کېفیته تېل یې د نیمروز له بندر څخه بېرته ایران ته ورستانه کړي دي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د بندرونو په مهارولو سره به د بې کېفیته تېلو د ننوتو مخه ونیول شي.

خو د تېلو واردوونکي شرکتونه او سوداګر وايي، چې طالبان د نفتي او نورو توکو د کېفیت معلومولو لپاره معیار نه لري او هر څه په خپله خوښه ترسره کوي.

د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران هغه، مسترد کړي دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې خپلواکې او څارونکي ادارې نه شته چې د کره شمېرو او یا په معیاري ډول د طالبانو تر واک لاندې ادارو د چارو د معیاري ترسره کولو پخلی وکړي.

د طالبانو له لوري د ایراني تېلو د ټانکرونو تر ورستنولو وروسته ایراني چارواکو هم غبرګون ښودلی. څلور میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي توکو د صادروونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي توکو پر ورګرځولو نیوکه کړې وه.

ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کېفیت معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي، افغانستان ته د تېلو ټانکرونو د ورتلو اجازه ورکوي.

طالبانو د دغه ایراني چارواکي ادعا رد کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو وزارت: سلګونه افغان کډوال په زور له پاکستانه راستانه شوي

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه ورځ ۶۷۳ کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي. دغه وزارت وايي، د دغو کډوالو ډیری برخه بې وزلې کورنۍ دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت نن دوشنبه د (غوايي درېیمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ د کندهار سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو ۶۷۳ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.

دغه وزارت د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت په حواله خبر ورکوي، ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۹ تنه کېږي تېره ورځ په جبري توګه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستې شوې.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۴ تنه کېږي د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو وزارت وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.

د پاکستان حکومت داسې مهال د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی چې، د کډوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې ډېرې کړې دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د هغو نږدې نهه لکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به د روانې اپرېل میاشتې له ۱۵مې وروسته پیل کوي چې دوی ته د دغه هیواد حکومت د (افغان سټیزن کارډ) په نوم کارتونه وېشلي دي.

شمالي وزیرستان ته د انس حقاني له سفر وروسته د پښتون سیاستوال محسن داوړ نیوکې

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۵۷ GMT+۱

وړمه ورځ پر خواله رسنیو د طالبانو حکومت یوه چارواکي انس حقاني د شمالي وزیرستان د سفر انځورنه خپاره شول چې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ د مشر او پخواني وکیل محسن داوړ له توندو نیوکو سره مخ شوي. داوړ ویلي، د پاکستان او طالبانو مخالفت یوه «ډرامه» ده.

د محسن داوړ په مشرۍ د ملي ډیموکراټيک غورځنګ تېره ورځ یکشنبه د (غوايي دویمه) ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د یوه چارواکي انس حقاني سفر شمالي وزیرستان ته او هلته د «پاکستاني پوځ قیادت دا په ډاګه کوي چې له طالبانو سره د پاکستاني پوځ مخالفت هسې یوه ډرامه ده.»

وړمه ورځ پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل ته منلې وه، چې د طالبانو جګپوړی غړی انس حقاني له کوچني اختر وروسته له خپلو خپلوانو سره د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و.

د هغو سرچینو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې انس حقاني د تېرې پنجشنبې په ماښام بېرته له شمالي وزیرستان څخه خوست ته ستون شوی.

د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان د خلکو مخکني استازي محسن داوړ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې «عادي افغان کډوال د دغه هیواد لپاره ګواښ بولي او په زور یې باسي خو د طالبانو جګپوړی چارواکی څنګه د پاکستاني پوځ تر قیادت لاندې سیمې ته د سفر اجازه لري.»

محسن داوړ وړاندې وايي، د «پاکستان د پوځ او حکومت مشران تل د ولسي خلکو وینې په ډالرو پلورلي او په دوی سودا کوي.»

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دا رسمي سفر نه دی او حقاني د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و.

سیلانیان او عادي پاکستان، شمالي وزیرستان ته د تللو اجازه نه لري.

انس حقاني د طالبانو له پېژندل شویو څېرو څخه دی، هغه د پخواني جهادي قوماندان او حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوی او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی.

طالبانو د افغان روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړونې لپاره له اذاربایجانه د مرستې غوښتنه وکړه

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد په افغانستان کې د اذاربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړولو په برخه کې د باکو د مرستې غوښتنه کړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د اذاربایجان سفیر د افغانستان له روغتیايي برخې سره د مرستې ژمنه وکړه.

په دغه خبرپاڼه کې، چې د يکشنبې په ورځ د (غوايي دویمه) خپره شوې، ويل شوي، چې قلندر عباد د طالبانو او اذاربايجان ترمنځ اړيکې اړينې وبللې او د دوه اړخيزو همکاريو غوښتنه يې وکړه.

په دې غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغان روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړول له لومړیتوبونو څخه ګڼلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یونیسف وايي، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

بل خوا د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ د غوايي په دویمه اعلان وکړ چې له ۵۰۰ څخه زیات ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي یې روزلي چي له دې جملې۴۰۲ تنې یې ښځې دي.

ګارډین: ریشي سوناک باندې فشار دی چې روانډا ته د برېتانیا افغان همکاران له ایستلو معاف کړي

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۵۱ GMT+۱

د ګارډین په وینا، د برېتانیا لومړی وزیر د محافظه کار ګوند او اپوزیسیون تر فشار لاندې دی چې روانډا ته د ناقانونه کډوالو د ایستلو د لایحې د تصویب په وروستیو شېبو کې د برېتانیا افغان همکاران معاف کړي. دغه پلان د برېتانوي چارواکو له تصویب او مخالفت سره مخ شوی دی.

ګارډین لیکي، د «ناقانونه» پناه غوښتونکو د ایستلو قانون چې په کوچنیو کښتیو کې دې هیواد ته ننوتي، درې ځله تعدیل شوی، خو داسې ښکاري چې دا لایحه به د برېتانیا د لومړي وزیر له خوا تصویب شي.

د لومړي وزیر رسمي ویاند خبریالانو ته وویل چې «موږ باور لرو چې دا لایحه اوس مهال سمه پرېکړه ده.»

ګارډین لیکلي، محافظه کاره ګوندونه وايي، ډېری پناه غوښتونکي چې روانډا ته د ایستلو خبرتیاوې یې ترلاسه کړې ښايي پټ شي او له هغه وروسته په غیر رسمي اقتصاد کې کار وکړي.

خیریه سازمانونه هم خبرداری ورکوي چې دا پلان پناه غوښتونکي د ساتنې له جدي ناورین سره مخ کوي او ممکن دوی د استثمار له امله زیان منونکي شي.

د دې سازمانونو په وینا، هغه پناه غوښتونکي چې روانډا ته له ایستلو سره مخ دي ښايي یو ځل بیا د قاچاق وړونکو ډلو لاس ته ورشي.

ورته مهال، یوې حکومتي سرچینې ویلي چې «هیڅوک په دې حالت کې نه دي چې پخوانیو افغان سرتیرو ته مرستې ورکړي.»

یو شمیر محافظه کارو وکیلانو ومنله چې دوی د سوناک لخوا د افغان پخوانیو سرتیرو لپاره د معافیت له ورکولو څخه ناراضه دي.

دیس براوم، د کارګر ګوند مشر او د برېتانیا د دفاع پخوانی وزیر، د برېتانیا د وسله والو ځواکونو د امنیت لپاره د دغه پلان د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

ورته مهال، منتقدان وايي چې پخوانیو سرتیرو ته د معافیت اجازه ورکول کیدای شي په زرګونو افغانان چې د برېتانوي ځواکونو ملاتړ یې نه وي کړی هم ادعا وکړي چې دوی په انګلستان کې د اوسیدو حق لري، چې دا به د اصلي قضیو د څېړلو بهیر ورو کړي.

د دې لایحې د تصویب موخه د هغو ۴۰ زره «ناقانونه» پناه غوښتونکو په اړه ده چې برېتانیا ته له ننوتلو وروسته په ټپه ولاړ دي. ویل کیږي چې له ۲۴ زرو څخه زیاتو ته یې د ایستلو اخطاریې ورکړل شوې دي.

یوه چارواکي خبرداری ورکړ: «هغه خلک چې ویل شوي چې دوی د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، ورک به شي. دوی باید په اونۍ کې راپور ورکړي او ثابته کړي چې دوی په خپله ښودل شوې پته پاتې دي. که دا لایحه تصویب شي، موږ پوهیږو چې دوی به همکاري ونه کړي.»

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په کابل کې د خپلو کسانو نیول رد کړل

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۱

له زرغون بهیر سره د همکارۍ په تور په کابل کې د ملي امنیت د یوه پخواني کارکوونکي په ګډون د درېیو کسانو له نیول کېدو وروسته دغه ډله وايي چې نیول شوي کسان د زرغون بهیر غړي نه دي.

زرغون بهیر وويل، چې دغه کسان له دې امله چې پنجشيريان دي او د طالبانو د دولتي بنسټونو په اړه د دغه سازمان د وروستيو څرګندونو په پلمه نيول شوي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته د يکشنبې په ورځ منلې چې طالبانو د پاور لفټنګ فدراسيون مشر ميرخواجه مجاهد، د تېر افغان حکومت د ملي امنيت او کورنيو چارو وزارت پخوانى کارکوونکى جنرال عيسى او د هغه زوى له زرغون بهیر سره د غړيتوب په تور په کابل کې نيولي دي.

زرغون بهیر د وري په ۱۸مه، د اسنادو په خپرولو سره وویل چې د طالبانو د استخباراتو ۵۸ جګپوړي غړي او د دې ادارې نږدې ۶۰۰۰ غړي معلوم او پیژندل شوي دي.

دغه بهیر ویلي چې یاد ټول ۵۸ کسان په پاکستان کې روزل شوي وو.

زرغون بهیر د وري په ۲۱ مه د طالبانو د ۱۸۹ جګپوړو چارواکو یو نوملړ هم خپور کړ او ویې ویل چې دې ډلې په دفاع وزارت کې د «شخصي انډیوالۍ او مدرسو د ملګرتیا یوه شبکه» جوړه کړې ده.

له دغو چارواکو څخه یوازې یو یې طالب نه دی او ټول د «پاکستان په دیني مدرسو کې روزل شوي دي.»

زرغون بهیر د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې جنرال عیسی د پنجشیر د هغه کلي اوسیدونکی دی چې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال ښاغلی صالح په کې زیږیدلی او لوی شوی دی.

خو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جنرال عیسی له ښاغلي صالح سره کورنۍ اړیکې لري او له هغه سره یې په کورنیو چارو وزارت کې د سلاکار په توګه کار کاوه.

زرغون بهیر وویل چې طالبان فکر کوي چې «د افغانستان د زرغون بهیر ملاتړي او غړي یې د پنجشیر خلک دي.»

د ښاغلي عیسی او د هغه د زوی د نیول کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته د طالبانو یوه غړي حمید خراساني رسنیو ته یوه بیانیه لېږلې او ادعا پکې شوې چې عیسی له امرالله صالح سره تړاو لري او په «پروپاګند» او د طالبانو پر ضد «ویجاړونکي فعالیتونه» کې لاس لريکوي.

زرغون بهیر د طالبانو د سرچینو دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې جنرال عیسی او زوی یې له دې امله نیول شوي چې د پنجشیریان دي.