طالبان وايي، د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې به بیا پیل کړي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هوا په ښه کېدو سره به د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شي. د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د دغې ډلې د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د سالنګ لویې لارې پاتې چارې به بشړې شي.