• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین: د عینک مس په داسې ډول استخراجوو چې د افغانستان تاریخي ابدات زیانمن نه شي

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۵۴ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ډاډ ورکړی، چې د عینک د مسو پروژه به د فرهنګي کارونو له زیان پرته ترسره شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې ژاو شينګ له طالبانو سره د چين د فرهنګي او اقتصادي همکاريو پر دوام هم ټينګار کړى دى.

خبر ځای د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ملا خيرالله خيرخواه او په کابل کې د چين د سفير ژاو شينګ ترمنځ د کتنې په باب ليکلي دي.

خیرخواه د افغانستان او چین ترمنځ د فرهنګي اړیکو له پراختیا او پياوړتیا څخه خوښي څرګنده کړه او د ورېښمو لارې بیا رغونه یې په سیمه کې د کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه وبلله.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وویل، چې چین د یوه ښه ګاونډی په توګه د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او تل یې له دغه هېواد سره د ښو اړیکو د ساتلو هڅه کړې ده.

دغه طالب چارواکي په افغانستان کې د چینايي سوداګرو لپاره د پانګونې او سوداګرۍ د ښه فرصتونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې طالبان د بهرنیو شرکتونو لپاره خوندي کاري چاپیریال برابروي.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ ژاو شينګ وويل، چې چين تل له افغانستان سره په پراخو برخو کې ډېپلوماتيکې اړيکې او همکارۍ ساتلې دي.

هغه زیاته کړه: "موږ به د عینک د مسو پروژه په داسې ډول پرمخ یوسو چې کلتوري کارونو ته زیان ونه رسیږي."

سفير په دې برخه کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په تېرو دوو کلونو کې رسمي چارواکو او د عینک د مسو کان کیندنې شرکت په وار - وار د دغې پروژې د پیل ژمنې کړي؛ خو له کوم رسمي وضاحت پرته یې کار نه دی پیل کړی.

د عینک د مسو کان چې په افغانستان کې د مسو تر ټولو لوی کان او په نړۍ کې د مسو دویم لوی کان دی، چې تړون یې په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان او چینايي شرکت MCC ترمنځ لاسلیک شو.

دغه چینایي شرکت اوس د ۳۰ کلونو لپاره د عینک د مسو د استخراج ملکیت لري.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي