• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له اوکراین سره د امریکا مرستې: له روسیې سره په جګړه کې به څه توپیر رامنځته کړي؟

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د اوکراین د ختیځ ښار کوپیانسک ته نږدې د روسي ځواکونو له بریدونو ستړي شوي اوکرایني توپچي لپاره د متحده ایالاتو د مرستې کڅوړه چې تمه کیږي تصویب شي،‌ د ژوند تمه او د جنګ د اوسني توازن احتمالي بدلیدونکې هیله بلل کیږي، سره له دې چې د دغو مرستو رسېدل به یو څه وخت ونیسي.

د سیلر په یون یو اوکراینې عسکر د جګړې په کرښه کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د توپ مرمیو د کمښت له امله، له پیاده عسکرو د دوی ملاتړ خورا ضعیفه شوی، چې په پایله کې یې اوکراین ځینې سیمې او ډېر شمېر عسکر له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه:‌ "که دغه مرستې مخکې تصویب شوی وی؛ نو د جنګ وضعیت به یې خورا ډېر زمونږ په ګټه بدل کړی وی."

د امریکا د استازو په مجلس کې له شپږو میاشتو جنجالونو وروسته، تمه کیږي چې د ۶۱ میلیارد ډالرو مرستې کڅوړه به په دې اونۍ کې د متحده ایالاتو د سنا مجلس له خوا تصویب او د ولسمشر جو بایډن له خوا لاسلیک شي او بیا به د کییف د توپونو د مرمۍ او هوایي دفاع سیسټمونو خورا تشې زېرمې ډکې کړي.

د اوکراین د دفاع پخواني وزیر او یو اروپايي امنیتي چارواکي ویلي، چې دغه وسلې باید په ختیځ کې د روسیې د لوی پرمختګ د مخنیوي لپاره د کییف سره مرسته وکړي.

خو کییف لا هم د جګړې په ډګر کې د جنګیالیو له کمښت سره مخامخ دی.

په داسې حال کې چې د ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي په وینا د روسیې د دوبي د عملیاتو تمرکز به د ۱۰۰۰ کیلومترو په اوږدو کې په لومړۍ کرښې وي، پوځي کارپوهانو دا پوښتنه راپورته کړې، چې اوکراین به وشي کولای چې دغه لوړمۍ کرښه په پوره قوت سره وساتي.

په پولنډ کې د روچان پوځي مشورتي ډلې مشر کونراډ موزیکا وویل: "د اوکراین د کمزورتیا تر ټولو مهمه سرچینه د جنګیالیو کمښت دی."

د څو میاشتو له بحثونو وروسته د اپریل په ۱۶ مه د زېلینسکي له خوا یو قانون لاسلیک شو؛ ترڅو هغه مقرراتو ته بیاکتنه وکړي، چې څنګه اوکراین په اردو کې ملکي خلک ځای پر ځای کړي او تمه کیږي، چې د می په میاشت کې دغه پروسه ګړندۍ، شفافه او په موثره توګه مخ ته ولاړه شي، چې اردو ته لا ډېر عسکر جذب کړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

حکمتیار طالبانو ته: امریکا دې له شرارت لاس واخلي، ګني سفارت یې وتړئ او ټول امریکایان وباسئ

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی؛ امریکا مجبوره کړئ، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوي وکړي او له شرارتونو لاس واخلي او که یې نه مني نو سفارت یې باید محاصره شي او ټول امریکایان له افغانستانه و ایستل شي.

که څه هم امریکا په رسمي ډول ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې سفارت نه لري او د دوی غیر مقیم سفارت په دوحه کې موجود دی.

هغه یو ځل بیا ویلي دي، چې افغانستان تر اوسه په بشپړه توګه ازاده شوی نه دی او د هېواد فضا لا هم د امریکا په واک کې ده.

نوموړي د طالبانو له مشرتابه غوښتي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له فرصته په استفادې سره افغانستان باید د بهرنيو له اغېز او سلطې څخه فارغ او خپلواك کړي.

اسلامي حزب د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې اوس هم د افغانستان په اسمان کې ګرځي او د خپلې خوښې بریدونه کوي.
په خبرپاڼه کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ هغو څرګندونو ته اشاره شوې، چې په کانګرس کې یې ویلي وو: "د تروريزم ضد ځواك او اداره په افغانستان كې فعال او ځواكمن حضور لري او په دې ارتباط طالبان له موږ سره پر خپلو ژمنو عمل كوي."
حکمتیار ویلي دي، چې طالبان باید امریکا مجبوره کړي، چې په افغانستان کې له شرارت څخه لاس واخلي.
په خبرپاڼه کې دغه راز د حکمتیار له قوله لیکل شوي: "افغانان هیله لري چې مسوول او اسلامي نظام ولري؛ خو اوسنیو شرایطو ته په کتو سره داسې ښکاري، چې دغو هیلو ته د رسېدو لپاره ډېر ګواښونه او خنډونه شته."

د ګلبدین حکمتیار له خوا په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د ځینو اشخاصو د موجودیت په تړاو مساله په داسې مهال مطرح کیږي، چې طالبانو هم په بار - بار ویلي، چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې څوک نه شته.
حکمتیار په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې ده، چې افغانانو د شوروي او امریکا په ماتولو سره فعاله ونډه درلوده او دوی باید د یوه ډاډمن محور په رامنځته کېدو سره راغونډ کړی شي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب دغه خبرپاڼه په داسې کې خپره کړې، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.

شهادت ورځپاڼه چې د اسلامي حزب رسمي ورځپاڼه ده، د ګلبدین حکمتیار دغه خبر پاڼه یې د طالبانو د درېیو مشرانو ملا هبت الله، ملا حسن اخوند او سراج الدین حقاني له عکسونو سره یو ځای خپره کړې ده.

100%


طالبانو څه موده مخکې حکمتیار له هغه کور څخه و اېسته چې تېر حکومت د یوې هوکړې له مخې ورکړی و.
طالبانو ویلي، چې د حکمتیار د اوسېدو ځای دولتي ملکیت او ملي دفاع وزارت پورې اړوند دی.
طالبانو له دې اقدام وروسته اسلامي حزب پورې اړوند د بریا راډیو ټلویزیون نشرات هم بند کړل او د ګلبدین حکمتیار پر ناستو او لیدنو یې هم بندیز ولګولو.

ابراهیم رییسي: ملګرو ملتونو خپل اغېز له لاسه ورکړی دی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د ایران ولسمشر وايي؛ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو «خپل اغېز له لاسه ورکړی او امنیت شورا خپله دنده نه ترسره کوي.» ابراهیم رییسي په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، دې مسالې د نړۍ خلک «تنګ» کړي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دوشنبې په ورځ د (غوايي ۳مه) اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزير شهباز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې د غزې په تړانګه کې جګړې ته په اشارې سره وویل: « د فلسطین خلک له نسل وژنې او ماشوم وژنې څخه چې د امریکا او لویدیځو هېوادونو په ملاتړ د اسراییل له خوا ترسره کیږي ستړي شوي دي.»

د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او بشري سرچینو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو اته سندونه لاسلیک شول.

د ایران ولسمشر په خپلو خبرو کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه د «نه منلو وړ» وبلله او ویې ویل، چې ایران به د خپلو سوداګریزو اړیکو کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

ابراهیم رییسي وویل؛ ایران له پاکستان سره اوږده پوله د یوه «فرصت» په سترګه ګوري او د ګډ بازار پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.

هغه وویل: «ایران ظالمانه بندیزونه په فرصتونو بدل کړل او له دغو فرصتونو څخه یې د هېواد د پرمختګ لپاره استفاده وکړه. موږ چمتو یو چې خپلې تجربې د پاکستان له خلکو سره شریکې کړو.»

په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د غزې په اړه د ایران د دریځونو ستاینه وکړه او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل، چې په دې لاره کې سره یو شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وکتل او ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ماښام د پاکستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري او مجلسونه وکړي.

ډیویډ کامرون: له منځنۍ اسیا سره د بریتانیا په اړیکو کې د یوه نوي دور په لټه کې دی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۶ GMT+۱

ډیویډ کامرون په دوشنبې کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې وویل، دی له منځنۍ اسیا سره د بریتانیا په اړیکو کې د یوه «نوي دور» په لټه کې دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر به په راتلونکو ورځو کې قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او منګولیا ته هم سفر وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته سفر کوي.

ډیویډ کامرون د دوشنبې په ورځ د (غويي ۳مه) په دوشنبه کې د ملت په ماڼۍ کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې وویل: «موږ کولی شو په مهمو برخو لکه سوداګرۍ، د اقلیم بدلون او د ترهګرو پروړاندې د مبارزې په برخه کې په ګډه کار وکړو.»

هغه د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت لومړنی وزير دی، چې دوشبنې ته سفر کوي او خوښي څرګندوي.

نوموړي امام علي رحمان ته وویل؛ خواشنی دی، چې د بهرنيو چارو د یوه وزير سفر له بريتانيا څخه تاجکستان ته «دومره وخت ونیوو»

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې موږ له منځنۍ اسيا سره د بريتانيا په اړيکو کې د «نوي دور» پيل کول غواړو او دغه نوې دوره به له تاجکستان څخه پيل کړو.

ښاغلي کامرون وویل، چې تاجکستان ته یې د دې لپاره سفر کړی، چې ووایي «راځئ نور په ګډه کار وکړو» او «راځئ چې همکاري پراخه کړو.»

بريتانيا ورځپاڼې ایریش نیوز په یوه راپور کې لیکلي، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د منځنۍ اسیا له څو هېوادونو تر لیدنې وروسته مسکو ته ځي.

د ایران ولسمشر پاکستان ته ورسېد

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د ایران ولسمشر نن سهار د یوه لوړ پوړي سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسید. ابراهیم رییسي به په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

رییسي پاکستان ته له خپل سفر مخکې د امنیتي مسایلو اهمیت ته په اشارې سره وویل: «موږ د پاکستان امنیت خپل امنیت ګڼو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی.»

د ایرنا اژانس د راپور له مخې، له ښاغلي رییسی سره پاکستان ته په دغه دوه ورځني سفر کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع ، کور جوړونې، صنعت وزیر، کلتور او اسلامي لارښود وزیر او د روغتیا وزیر ملګری دی.

ټاکل شوې چې پاکستان ته د ابراهیم رییسي د سفر په ترڅ کې به د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت، قضا او کرنې په برخو کې د همکاریو یو لړ سندونه لاسلیک شي.

د غزې کړکېچ؛ په لويديځه غاړه کې د تاوتريخوالي له امله تر ١٤ زيات فلسطينيان وژل شوي دي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۰۳ GMT+۱

فلسطیني چارواکو ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د شنبې په ورځ په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د چاپې پر مهال ۱۴ فلسطینیان وژلي دي. یو د امبولانس چلوونکی د اسراییلي ځواکونو له خوا هغه مهال ووژل شو، چې د یوې بلې پېښې د ټپیانو د لېږدلو په حال کې و.

اسرايیلي ځواکونو د جمعې په سهار د فلسطین د طولکرم ښار ته څېرمه د نور شمس په سیمه کې پراخ بریدونه پیل کړل او تر شنبې ورځې پورې له وسله والو جنګیالیو سره په نښتو کې ښکیل وو.

په سیمه کې د اسراییل پوځي ګاډي لیدل شوي او د ډزو غږونه اوریدل شوي، په داسې حال کې چې لږ تر لږه درې بې پیلوټه الوتکې هم په اسمان کې لیدل شوي، چې د نور شمس سیمې په اسمان کې ګرځيدلې.

نور شمس هغه سیمه ده، چې د ۱۹۴۸ د جګړې څخه وروسته کډوال او د دوی اولادونه په کې استوګن شوي.

اسراییل له دغې جګړې وروسته رامنځته شو.

100%

د طولکرم لېوا چې د ګڼ شمېر فلسطیني ډلو څخه جوړه ده، ویلي یې دي، چې د دوی جنګیالیو د شنبې په ورځ له اسراییلي ځواکونو سره نښتې کړي دي.

لویدیځه غاړه د پښتورګو په شکل یوه سیمه ده چې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی او ۵۰ کیلومتره پلنوالی لري، چې د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ په جګړه کې د اسراییل له خوا د نیولو راهیسې د اسراییل او فلسطین د شخړې په زړه کې پرته ده.

د غزې جګړې په دغه سیمه کې د اسراییلي ځواکونو له خوا پر جنګیالیو ترسره کېدونکي بریدونه، د فلسطین په کلیو کې د یهودي مېشتو خلکو له خوا تاوتریخوالی او په سړکونو کې پر اسراییلي ځواکونو د فلسطینیانو پرله پسې بریدونه تر سیوري لاندې راوستی دی.

په دغه سیمه کې د غزې د جګړې له پيل راهيسې د اسراييلي پوځ او پوليسو په منظمو عملياتو کې په زرګونو فلسطينيان نيول شوي او په سلګونو وژل شوي دي، چې زياتره يې د وسله والو ډلو غړي دي.

په دغو نیول شویو کسانو کې ملکي وګړي او هغه ځوانان هم شامل دي چې په اسراییلي ځواکونو د تیږو بریدونه کوي.

100%

د شنبې په ورځ د فلسطین روغتیایي چارواکو وویل، چې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان چې دوه یې د فلسطیني سرچینو او چارواکو له خوا د سوله والو په توګه پېژندل شوي او یو یې ۱۶ کلن هلک و، د اسراییلي ځواکونو د برید په ترڅ کې وژل شوي.

دغه برید په تېره یوه اونۍ په لویدیځه غاړه کې تر ټولو لوی برید بلل کیږي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د برید په ترڅ کې یو شمېر وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي.

په دغه نښتو کې د څلورو اسراییلي پوځيانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي، چې په یوه بله پېښه کې د امبولانس یو پنځوس کلن چلوونکی د نابلس ښار په سویل کې هغه مهال د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو، چې د ټپیانو د لیږدولو په حال کې وو.