د ایران ولسمشر پاکستان ته ورسېد

د ایران ولسمشر نن سهار د یوه لوړ پوړي سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسید. ابراهیم رییسي به په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

د ایران ولسمشر نن سهار د یوه لوړ پوړي سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسید. ابراهیم رییسي به په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
رییسي پاکستان ته له خپل سفر مخکې د امنیتي مسایلو اهمیت ته په اشارې سره وویل: «موږ د پاکستان امنیت خپل امنیت ګڼو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی.»
د ایرنا اژانس د راپور له مخې، له ښاغلي رییسی سره پاکستان ته په دغه دوه ورځني سفر کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع ، کور جوړونې، صنعت وزیر، کلتور او اسلامي لارښود وزیر او د روغتیا وزیر ملګری دی.
ټاکل شوې چې پاکستان ته د ابراهیم رییسي د سفر په ترڅ کې به د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت، قضا او کرنې په برخو کې د همکاریو یو لړ سندونه لاسلیک شي.


د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه ورځ ۶۷۳ کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي. دغه وزارت وايي، د دغو کډوالو ډیری برخه بې وزلې کورنۍ دي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت نن دوشنبه د (غوايي درېیمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ د کندهار سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو ۶۷۳ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
دغه وزارت د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت په حواله خبر ورکوي، ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۹ تنه کېږي تېره ورځ په جبري توګه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستې شوې.
همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۴ تنه کېږي د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو وزارت وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.
د پاکستان حکومت داسې مهال د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی چې، د کډوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې ډېرې کړې دي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د هغو نږدې نهه لکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به د روانې اپرېل میاشتې له ۱۵مې وروسته پیل کوي چې دوی ته د دغه هیواد حکومت د (افغان سټیزن کارډ) په نوم کارتونه وېشلي دي.

وړمه ورځ پر خواله رسنیو د طالبانو حکومت یوه چارواکي انس حقاني د شمالي وزیرستان د سفر انځورنه خپاره شول چې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ د مشر او پخواني وکیل محسن داوړ له توندو نیوکو سره مخ شوي. داوړ ویلي، د پاکستان او طالبانو مخالفت یوه «ډرامه» ده.
د محسن داوړ په مشرۍ د ملي ډیموکراټيک غورځنګ تېره ورځ یکشنبه د (غوايي دویمه) ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د یوه چارواکي انس حقاني سفر شمالي وزیرستان ته او هلته د «پاکستاني پوځ قیادت دا په ډاګه کوي چې له طالبانو سره د پاکستاني پوځ مخالفت هسې یوه ډرامه ده.»
وړمه ورځ پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل ته منلې وه، چې د طالبانو جګپوړی غړی انس حقاني له کوچني اختر وروسته له خپلو خپلوانو سره د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و.
د هغو سرچینو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې انس حقاني د تېرې پنجشنبې په ماښام بېرته له شمالي وزیرستان څخه خوست ته ستون شوی.
د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان د خلکو مخکني استازي محسن داوړ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې «عادي افغان کډوال د دغه هیواد لپاره ګواښ بولي او په زور یې باسي خو د طالبانو جګپوړی چارواکی څنګه د پاکستاني پوځ تر قیادت لاندې سیمې ته د سفر اجازه لري.»
محسن داوړ وړاندې وايي، د «پاکستان د پوځ او حکومت مشران تل د ولسي خلکو وینې په ډالرو پلورلي او په دوی سودا کوي.»
پاکستاني چارواکو ویلي، چې دا رسمي سفر نه دی او حقاني د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و.
سیلانیان او عادي پاکستان، شمالي وزیرستان ته د تللو اجازه نه لري.
انس حقاني د طالبانو له پېژندل شویو څېرو څخه دی، هغه د پخواني جهادي قوماندان او حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوی او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی.

فلسطیني چارواکو ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د شنبې په ورځ په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د چاپې پر مهال ۱۴ فلسطینیان وژلي دي. یو د امبولانس چلوونکی د اسراییلي ځواکونو له خوا هغه مهال ووژل شو، چې د یوې بلې پېښې د ټپیانو د لېږدلو په حال کې و.
اسرايیلي ځواکونو د جمعې په سهار د فلسطین د طولکرم ښار ته څېرمه د نور شمس په سیمه کې پراخ بریدونه پیل کړل او تر شنبې ورځې پورې له وسله والو جنګیالیو سره په نښتو کې ښکیل وو.
په سیمه کې د اسراییل پوځي ګاډي لیدل شوي او د ډزو غږونه اوریدل شوي، په داسې حال کې چې لږ تر لږه درې بې پیلوټه الوتکې هم په اسمان کې لیدل شوي، چې د نور شمس سیمې په اسمان کې ګرځيدلې.
نور شمس هغه سیمه ده، چې د ۱۹۴۸ د جګړې څخه وروسته کډوال او د دوی اولادونه په کې استوګن شوي.
اسراییل له دغې جګړې وروسته رامنځته شو.

د طولکرم لېوا چې د ګڼ شمېر فلسطیني ډلو څخه جوړه ده، ویلي یې دي، چې د دوی جنګیالیو د شنبې په ورځ له اسراییلي ځواکونو سره نښتې کړي دي.
لویدیځه غاړه د پښتورګو په شکل یوه سیمه ده چې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی او ۵۰ کیلومتره پلنوالی لري، چې د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ په جګړه کې د اسراییل له خوا د نیولو راهیسې د اسراییل او فلسطین د شخړې په زړه کې پرته ده.
د غزې جګړې په دغه سیمه کې د اسراییلي ځواکونو له خوا پر جنګیالیو ترسره کېدونکي بریدونه، د فلسطین په کلیو کې د یهودي مېشتو خلکو له خوا تاوتریخوالی او په سړکونو کې پر اسراییلي ځواکونو د فلسطینیانو پرله پسې بریدونه تر سیوري لاندې راوستی دی.
په دغه سیمه کې د غزې د جګړې له پيل راهيسې د اسراييلي پوځ او پوليسو په منظمو عملياتو کې په زرګونو فلسطينيان نيول شوي او په سلګونو وژل شوي دي، چې زياتره يې د وسله والو ډلو غړي دي.
په دغو نیول شویو کسانو کې ملکي وګړي او هغه ځوانان هم شامل دي چې په اسراییلي ځواکونو د تیږو بریدونه کوي.

د شنبې په ورځ د فلسطین روغتیایي چارواکو وویل، چې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان چې دوه یې د فلسطیني سرچینو او چارواکو له خوا د سوله والو په توګه پېژندل شوي او یو یې ۱۶ کلن هلک و، د اسراییلي ځواکونو د برید په ترڅ کې وژل شوي.
دغه برید په تېره یوه اونۍ په لویدیځه غاړه کې تر ټولو لوی برید بلل کیږي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د برید په ترڅ کې یو شمېر وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي.
په دغه نښتو کې د څلورو اسراییلي پوځيانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي، چې په یوه بله پېښه کې د امبولانس یو پنځوس کلن چلوونکی د نابلس ښار په سویل کې هغه مهال د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو، چې د ټپیانو د لیږدولو په حال کې وو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د یکشنبې په ورځ وویل، چې د ترکیې پولیسو په څلورو ولایتونو کې په عملیاتو کې له داعش سره د تړاو په تور ۳۶ کسان نیولي دي.
پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ښاغلي یرلیکایا وویل، چې پولیسو هغه شکمن کسان نیولي چې د داعش ډلې فعال غړي دي او د دغې ډلې د تمویل او تجهیزاتو په برخه کې یې مرسته کړې.
نوموړي وویل، چې پولیسو د عملیاتو د یوې برخې په توګه څو بې جوازه وسلې او تومانچې هم تر لاسه کړي دي.
له دې وړاندې هم د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په ترکیه کې د داعش د غړيتوب په تور د یو شمېر کسانو د نیولو اعلان کړی و.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا د استازو په مجلس کې اوکراین ته د ۶۱ میلیارد ډالرو د مرستې بستې تصویب روسیې ته یو قوي پیغام ورکړ، چې اوکراین به د امریکا لپاره دویم افغانستان نه وي او کییف به یوازې نه پرېږدي.
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د یو شمیر جمهوري غوښتونکو استازو له څو میاشتو جنجالونو او مخالفتونو وروسته بالاخره د پنجشنبې په ورځ له اوکراین سره د اقتصادي او پوځي مرستو بسته تصویب کړه.
اوکراین په وار - وار خبرداری ورکړی، چې له دې مرستې پرته به له روسیې سره د جګړې پایله به له لاسه ورکړي.
زېلینسکي این بي سي تلویزون ته وویل: «د مرستو دغه بسته به اوکراین پیاوړی کړي او کرملین ته به یو قوي سېګنال واستوي چې اوکراین به له افغانستان وروسته دویم ځای نه وي.»
هغه زیاته کړه: "امریکا به د اوکراین تر څنګ ودریږي، د اوکراینیانو او په نړۍ کې د ډېموکراسۍ ساتنه به وکړي."
امریکا په افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته په ۱۴۰۰ میلادي کال کې له افغانستانه ووته، چې په پایله کې یې افغان حکومت د طالبانو لاس ته ولوید.
سپینې ماڼۍ د دې وتلو په توجیه کې ویلي، چې د امریکا لومړیتوبونه بدل شوي او نور په افغانستان کې د پاتې کېدو دلیل نه لري.
په ورته وخت کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال له افغانستان څخه د امریکا وتل شرموونکې بللي دي.
ښاغلي زېلینسکي ومنله چې د هغه هېواد وسله وال ځواکونه له دوه کلنې جګړې وروسته " ستړي" شوي دي.
د ده په وينا؛ د جګړې په ډګرونو کې د اوسنيو ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو لپاره يې د نويو ځواکونو د استخدام او احضارولو امر صادر کړى دى.