• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ابراهیم ريیسي: د ځینو دلایلو له امله زه نه شم کولی په پاکستان کې ولسي غونډې ته وینا وکړم

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۱

لاهور ته له رسېدو وروسته د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وویل، پرېکړه یې کړې وه چې په پاکستان کې یوې ولسي غونډې ته وینا وکړي؛ خو د ځینو دلایلو له کبله دا ممکنه نه وه. د ایران ولسمشر تر اوسه لاملونه نه دي روښانه کړي.

ښاغلی رییسي پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ (د ثور څلورمه) لاهور ته ورسېد.

نوموړي په دغه سفر کې د پاکستان د پنجاب ایالت له مشرې وزیرې مریم نواز شریف سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا یې خبرې وکړې.

د ایران ولسمشر لاهور ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د مشهور فارسي او اردو شاعر اقبال لاهوري له مقبرې هم لیدنه وکړه.

ښاغلي ریيسي د غونډې پر مهال رسنيو ته وويل: "ما غوښتل چې په پاکستان کې يوې ولسي غونډې ته وينا وکړم؛ خو د ځينو دلايلو له امله دا کار ونه شو."

ابراهیم ريیسي د دغه سفر په ترڅ کې وویل، چې دی په پاکستان کې د پردیتوب احساس نه کوي او د دغه هېواد خلک د ایران له خلکو سره ځانګړې مینه لري.

د پنجاب ایالت لاهور ښار ته د سې شنبې په ورځ د ښاغلي ريیسي د ورتګ له امله عمومي رخصتي اعلان شوې وه.

ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر له لاهور څخه له نورو چارواکو سره له کتنې وروسته کراچۍ ته سفر وکړي او د چهارشنبې په ورځ به خپل رسمي سفر پای ته ورسوي او تهران ته به راستون شي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ابراهیم رییسي: ملګرو ملتونو خپل اغېز له لاسه ورکړی دی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د ایران ولسمشر وايي؛ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو «خپل اغېز له لاسه ورکړی او امنیت شورا خپله دنده نه ترسره کوي.» ابراهیم رییسي په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، دې مسالې د نړۍ خلک «تنګ» کړي دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دوشنبې په ورځ د (غوايي ۳مه) اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزير شهباز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې د غزې په تړانګه کې جګړې ته په اشارې سره وویل: « د فلسطین خلک له نسل وژنې او ماشوم وژنې څخه چې د امریکا او لویدیځو هېوادونو په ملاتړ د اسراییل له خوا ترسره کیږي ستړي شوي دي.»

د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او بشري سرچینو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو اته سندونه لاسلیک شول.

د ایران ولسمشر په خپلو خبرو کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه د «نه منلو وړ» وبلله او ویې ویل، چې ایران به د خپلو سوداګریزو اړیکو کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

ابراهیم رییسي وویل؛ ایران له پاکستان سره اوږده پوله د یوه «فرصت» په سترګه ګوري او د ګډ بازار پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.

هغه وویل: «ایران ظالمانه بندیزونه په فرصتونو بدل کړل او له دغو فرصتونو څخه یې د هېواد د پرمختګ لپاره استفاده وکړه. موږ چمتو یو چې خپلې تجربې د پاکستان له خلکو سره شریکې کړو.»

په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د غزې په اړه د ایران د دریځونو ستاینه وکړه او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل، چې په دې لاره کې سره یو شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وکتل او ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ماښام د پاکستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري او مجلسونه وکړي.

د ایران ولسمشر پاکستان ته ورسېد

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د ایران ولسمشر نن سهار د یوه لوړ پوړي سياسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسید. ابراهیم رییسي به په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

رییسي پاکستان ته له خپل سفر مخکې د امنیتي مسایلو اهمیت ته په اشارې سره وویل: «موږ د پاکستان امنیت خپل امنیت ګڼو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو امنیت د دواړو هېوادونو په ګټه دی.»

د ایرنا اژانس د راپور له مخې، له ښاغلي رییسی سره پاکستان ته په دغه دوه ورځني سفر کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع ، کور جوړونې، صنعت وزیر، کلتور او اسلامي لارښود وزیر او د روغتیا وزیر ملګری دی.

ټاکل شوې چې پاکستان ته د ابراهیم رییسي د سفر په ترڅ کې به د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت، قضا او کرنې په برخو کې د همکاریو یو لړ سندونه لاسلیک شي.

د طالبانو کډوالو وزارت: سلګونه افغان کډوال په زور له پاکستانه راستانه شوي

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه ورځ ۶۷۳ کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي. دغه وزارت وايي، د دغو کډوالو ډیری برخه بې وزلې کورنۍ دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت نن دوشنبه د (غوايي درېیمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ د کندهار سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو ۶۷۳ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.

دغه وزارت د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت په حواله خبر ورکوي، ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۹ تنه کېږي تېره ورځ په جبري توګه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستې شوې.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۴ تنه کېږي د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو وزارت وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.

د پاکستان حکومت داسې مهال د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی چې، د کډوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې ډېرې کړې دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د هغو نږدې نهه لکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به د روانې اپرېل میاشتې له ۱۵مې وروسته پیل کوي چې دوی ته د دغه هیواد حکومت د (افغان سټیزن کارډ) په نوم کارتونه وېشلي دي.

شمالي وزیرستان ته د انس حقاني له سفر وروسته د پښتون سیاستوال محسن داوړ نیوکې

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۵۷ GMT+۱

وړمه ورځ پر خواله رسنیو د طالبانو حکومت یوه چارواکي انس حقاني د شمالي وزیرستان د سفر انځورنه خپاره شول چې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ د مشر او پخواني وکیل محسن داوړ له توندو نیوکو سره مخ شوي. داوړ ویلي، د پاکستان او طالبانو مخالفت یوه «ډرامه» ده.

د محسن داوړ په مشرۍ د ملي ډیموکراټيک غورځنګ تېره ورځ یکشنبه د (غوايي دویمه) ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د یوه چارواکي انس حقاني سفر شمالي وزیرستان ته او هلته د «پاکستاني پوځ قیادت دا په ډاګه کوي چې له طالبانو سره د پاکستاني پوځ مخالفت هسې یوه ډرامه ده.»

وړمه ورځ پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل ته منلې وه، چې د طالبانو جګپوړی غړی انس حقاني له کوچني اختر وروسته له خپلو خپلوانو سره د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و.

د هغو سرچینو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې انس حقاني د تېرې پنجشنبې په ماښام بېرته له شمالي وزیرستان څخه خوست ته ستون شوی.

د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان د خلکو مخکني استازي محسن داوړ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې «عادي افغان کډوال د دغه هیواد لپاره ګواښ بولي او په زور یې باسي خو د طالبانو جګپوړی چارواکی څنګه د پاکستاني پوځ تر قیادت لاندې سیمې ته د سفر اجازه لري.»

محسن داوړ وړاندې وايي، د «پاکستان د پوځ او حکومت مشران تل د ولسي خلکو وینې په ډالرو پلورلي او په دوی سودا کوي.»

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دا رسمي سفر نه دی او حقاني د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و.

سیلانیان او عادي پاکستان، شمالي وزیرستان ته د تللو اجازه نه لري.

انس حقاني د طالبانو له پېژندل شویو څېرو څخه دی، هغه د پخواني جهادي قوماندان او حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوی او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی.

د پاکستان د قومي او صوبايي اسمبلۍ د ۲۱ حوزو د ضمني ټاکنو د رایه ورکونې پروسه پای ته ورسېده

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۶ GMT+۱

په بېلابېلو سیمو کې له شخړو سره - سره په پاکستان کې د قومي او صوبايي اسمبلۍ په ۲۱ حوزو کې د ضمني ټاکنو لپاره د رایې اچونې وخت پای ته ورسېد او اوس د ابتدايي پایلو لپاره د رایو د شمېرنې پروسه پیل شوې ده.

د رایه ورکونې پر مهال د پنجاب په یو شمېر سیمو کې د سیاسي ګوندونو د کارکونکو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د صوبايي اسمبلۍ په ۱۳۹مه حوزه شیخوپوره کې د رایه ورکونې په یوه مرکز کې د سني اتحاد کونسل او مسلم لیګ (ن) د کارکوونکو تر منځ نښته شوې، مخالفو سیاسي ډلو پر یو بل ډزې کړي او درې تنه ټپیان دي.

پوليس وايي، چې د نظام پورډاکا کلي د هلکانو عالي لېسې د رایه اچونې مرکز مخې ته شخړه رامنځته شوې، دغه شخړه د انتخاباتي کمپ د موقعيت له امله شوې، چې دوه کسان يې نيولي دي، له نښتې وروسته د رایه اچونې مرکز بېرته پيل شوی و.

بلخوا په این ای ۱۹۹یمه حوزه کې د سني اتحاد کونسل او مسلم لیگ (ن) د کارکوونکو تر منځ بله نښته شوې، نښته د لاهور کالج د رایه اچونې په مرکز کې شوې ده.

بل اړخ ته په نارووال کې هم د سني اتحاد کونسل او مسلم ليګ (ن) کارکوونکو تر منځ شخړه شوې ده، چې پکې د مسلم ليګ ن یو غړی محمد يوسف په ډزو کې وژل شوی دی.

د پاکستان په کومو حوزو کې ضمني انتخابات کیږي؟

په دغو ضمني ټاکنو کې دوه حوزې په پنجاب کې دوه په خېبر پښتونخوا کې او یوه ټاکنیزه حوزه په سند کې موجوده ده.

همداراز د صوبايي اسمبلۍ لپاره ۱۲ حوزې په پنجاب کې، دوه په بلوچستان کې او دوه حوزې په خېبر پښتونخوا کې د ضمني ټاکنو غړې حوزې دي.

د یادونې وړ ده، چې د امنیتي اندېښنو له امله په ځینو ټاکنیزو حوزو کې د موبایل خدمات هم درول شوي وو.