• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرن ډېکر: په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره کار کوو

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا غیر مقیم شارژدافیره کرن ډېکر وايي، چې ښځې په هر ځای کې د خوندي ټولنو مستحقې دي او جنسي تاوتریخوالی یوه ناوړه کړنه ده. د نوموړې تر دې خبرو دوه ورځې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د طالبانو په بندونو کې ۱۶ مېرمنې مېندوارې شوې دي.

کرن ډېکر دې خبرې ته له اشارې پرته نن چهار شنبه پر خپله اېکس پاڼه د ډېنم د ورځې په مناسبت په پیغام کې لیکلی، چې د حنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو ملاتړ کوي او ژمنه کوي، چې په افغانستان کې مېرمنو ته د اساسي حقونو د بېرته ور کولو لپاره کار کوي.

نوموړې زیاته کړې: "په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د له منځه وړلو او افغان ښځو ته د هغوی د اساسي بشري حقونو د بېرته راګرځولو لپاره د زدکړو او پوهاوي لوړولو لپاره خپل ټول ځواک په کار اچوم."

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه لیکلي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو؛ جوزجان، فاریاب او سمنګان کې له ۹۰ تنه زنداني مېرمنو ۱۶ تنه یې د طالبانو له جنسي تېري وروسته مېندواره شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې ده، چې طالبانو لږ تر لږه ۴ مېرمنې په سمنګان ولایت کې تر جنسي تېري وروسته اعدام کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

رافایلا یودیچه: د افغان مېرمنو د حقونو خبره باید د هر کېدونکي جوړجاړي په سر کې یاده شي

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیره وایي هېڅ تعامل د مېرمنو د حقونو په پام کې له نیولو پرته د منلو نه دی.

رافایلا یودیچه نن سه شنبې د (غویي څلورمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې هغې افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د ورغلي پلاوي له مشر طارق علي بخیت سره په کابل کې کتلي دي.

هغې لیکلي چې په دغې کتنه کې د نجونو پر زده‌کړو او په افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه خبرې اترې وشوې.

اغلې یودیچه زیاته کړې: «د ښځو د حقونو په تړاو د غږ پورته کول باید د هرې ناستې او په افغانستان کې د طالبانو سره د هر ډول تعامل د سر، سر موضوع وي»
طارق علی بخیت، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بېلابېلو طالب چارواکو سره غږیدلی او ویل کیږي چې نوموړي په دغو ناستو کې پر مېرمنو د کاري بندیزونو او د نجونو پر زده کړو له طالبانو سره خبرې کړي.

دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په دریو کالو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو په کار کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دی منلي او تر دې وړاندې هم د ځینو اسلامی هېوادونو غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو لوړپوړی چارواکی: د هغو هېوادونو خلک چې ښځې یې مشرانې وي بریالیتوب ته نه رسیږي

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو مرستیال وزیر په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونو په برخه کې د لوېدیځو هېوادونو نېوکې بابېزه ګڼلې دي. هغه وايي، په هغو هیوادونو کې چې ښځې مشري کوي، نه بریالي کیږي.

زر محمد حقاني د ښځو مشري او په سیاست کې یې د هغوی برخه اخېستنه، ناسمه بللې او ویلي یې دي هغه هېوادونه چې مشرانې یې مېرمنې دي، بریالیتوب ته نه شی رسیدای.

حقاني دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ چې د سیمه یزو رسنیو له لارې خپرې شوې، په کابل کې د یوې دیني مدرسې د طالبانو د فراغت یوې غونډې ته کړې دي.

هغه وویل: «په بخاري حدیث کې روایت دی، هغه قوم چې خپله مشري او واکمني مېرمنو ته سپاري، هغه قوم هیڅکله هم بریالیتوب ته نه شي رسیدلای.»

په تېرو څو لسیزو کې، یو شمېر اسلامي او لوېدیځ هېوادونه د ښځو له خوا رهبري شوي دي. ځینې دغه مشرانې مېرمنې لکه مارګریت تاچر په بریتانیا او انګیلا مرکل په جرمني کې، د خپل دور تر ټولو بریالۍ او قدرمنې مشرانې تېرې شوې دي.

حقاني په ټاکنو کې ښځو ته د رایو ورکړه د اسلامي دین له ارزښتونو سره خلاف او د ښځو پر حقونو د لوېدیځوالو ټینګار یې ناسم بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په خپل یو تازه راپور کې د نړۍ د ښځو بشري وضیعت ته کتنه کړې او د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو پر سرغړونو یې نیوکې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې ویلي چې طالبانو د خپلو فرمانونو په صادرولو سره مېرمنې په کورونو کې بندیانې کړې او «عملاً یې هغوی له ټولنې حذف کړې دي.»

طالبان د ښځو پر وړاندې خپل دغه توپیري چلند د اسلامي شریعت او افغانستان د دودونو سره سم بولي. دغه ډله د ښځو پر زده کړو او کار کولو د نورو هېوادونو ټینګار ته پخپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې نوم ورکوي.

حامد کرزی: په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم مهم دی

۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم مهم دی.

حامد کرزي د دوشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په هېواد کې د سولې او ټيکاو لپاره ملي خبرې اړینې دي.

نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستو هم ټینګار وکړ.
ښاغلي کرزي له مارکس پوتزل سره په ليدنه کې له افغانانو سره د پوهنې، روغتیا او هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې رسولو په برخو کې د ملګرو ملتونو سازمان له دوامداره همکاريو مننه کړې.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته حامد کرزی وخت ناوخته له بهرنیو چارواکو او استازو سره په لیدنو کې نجونو ته د زده کړو د اجازې ورکولو او د ملي خبرو پر پیلېدو ټینګار کوي.
د نوموړي دا دوه داسې غوښتنې دي، چې نړۍواله ټولنه یې هم په افغانستان کې د ټیکاو او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره اړینې بولي.
طالبانو د دوحې تړون کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو او همدارنګه د ټولګډونه حکومت جوړولو ژمنه کړې وه؛ خو لا یې دا یوه ژمنه هم نه ده پوره کړې.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په نږدې ۴ میاشتو کې څه باندې زرو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۹ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې له څلورو میاشتو په کمه موده کې یې یو زرو ۱۰۳ افغان ښځو ته د کار زمینې برابرې کړې دي. دغه سازمان زیاته کړې ده، چې په افغانستان کې یې د ښځو لپاره دوه زره او ۲۲۹ دندې او کسبونه رامنځته کړې دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د غویي ۲مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کوچنیو سوداګریزو چارو ملاتړ اړین دی.

دغه سازمان ویلي، چې د خپلو نړۍوالو شریکانو له هغې جملې د ایټالیا د پراختیایي همکارۍ اژانس، د اماني صندوق او د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا یې سلګونو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان لیکلي، چې دا فرصتونه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې تر اوسه برابر شوي دي.

یاد سازمان په داسې حال کې د ښځو د کارونو د ملاتړ خبرې کوي، چې د بلخ د خدیجه الکبرا د ښځو مارکیټ د کرایې د نه ورکړې له امله تړل شوی دی.

ویل کیږي، چې په دې مارکېټ کې هيڅ یوې پلورونکې د خپلې هټۍ د کرايي ورکولو توان نه درلود.

که څه هم ملګري ملتونه د ښځو په کار او زده کړو ټينګار کوي، خو طالبانو له نږدې درېیو کلونو راهیسې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار او ځینو نورو دندو په اړه خپله تګلاره بدله کړې نه ده.

په بلخ کې د مېرمنو یو مارکېټ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بلخ د خدیجه الکبرا د ښځو مارکیټ د کرایې د نه ورکړې له امله تړل شوی دی. سرچينې زياته کړې، چې په دې مارکېټ کې هېڅ پلورونکي د خپل دوکان د کرايي ورکولو توان نه درلود.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په دغه مارکېټ کې ښځينه پلورونکو له ٩ مياشتو راهيسې د خپلو هټيو کرايه نه ده ورکړې او د مالي ستونزو له امله يې د ورکړې توان نه درلود.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه مارکېټ کې تر ۲۰۰ډېر دوکانونه فعال وو او د هر دوکان کرایه ۲۷۰۰ افغانۍ کېده.

د دغه مارکېټ يوې پلورونکې، چې د امنيتي ستونز له امله یې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، چې د خديجه الکبرا مارکېټ مدير پلورونکو ته لس ورځې وخت ورکړی، چې خپله کرايه ورکړي.

سرچينه زياتوي، چې د دغه مارکېټ مدير خبردارى ورکړى، چې که په راتلونکو دوو اونيو کې د هټيو کرايه ورنه کړل شي د ټولو پلورونکو قرارداد به لغوه کړي.

په بلخ ولايت کې يوې بلې سرچينې وويل، چې د ښځو د پلورونکو د خراب اقتصادي حالت له امله د کرايې د ورکړې توان نه لري او څو میاشتي مخکي هم دغه مارکېټ د ماليې د نه ورکړې له امله د يوې ورځې لپاره د طالبانو له خوا تړل شوى و.

د دغه مارکېټ يوې پلورونکې د بلخ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ښځو د ملاتړ او د خديجه الکبرا مارکېټ د بيا پرانېستلو په موخه د دوی محصولات واخلي.

د خدیجه الکبرا بازار په ۱۴۰۱ کال د سلواغې په میاشت کې تاسیس شو.

واک ته د طالبانو په بیا رسېدو د ښځو د کار پر ډېرو برخو بنديزونه ولګېدل.

په وروستيو کې د بشري حقونو د څار سازمان اعلان وکړ، چې د طالبانو واک ته په رسېدو د ښځو د حقونو په ځانګړې توګه د کار کولو حق تر پښو لاندې کول د دې لامل شوي، چې د هېواد د اقتصادي بحران دروند بار د ښځو په غاړه دی.