• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جمهوري غوښتونکي ملګرو ملتونو ته: د افغانانو انساني کرامت تر پښو لاندې کیږي، مداخله وکړئ

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه تازه لیک کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه او انساني کرامت تر پښو لاندې کیږي او په ایران او پاکستان کې کډوال له شکنجو او ننګونو سره مخ دي.

په دغه لیک کې د افغانستان په تړاو د سیمه ییزې اجماع پر رامنځته کېدا ټینګار شوی او له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې د افغانستان د اوسني کړکېچ د هواري لپاره د یوې لارنقشې د جوړولو لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي.
په لیک کې ویل شوي، چې په لنډه موده کې افغانان د بشري حقونو او انساني کرامت څخه د سرغړونې په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

100%

د جمهوري غوښتونکو خوځښت زیاته کړې ده، چې د طالبانو له خوا د پخواني دولت له غړو سره غیر انساني او خشن چلند شوی، چې مستندې قضیې یې ثبت شوي.

په لیک کې ویل شوي: " په ځانګړې توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو کې له ښځو سره د ناوړه چلند راپورونه د افغاني، اسلامي او نړۍوالو انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي؛ موږ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو، چې مداخله وکړي او دا ډول سرغړونې ودروي."

دغه خوځښت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ویلي، چې په افغانستان کې د انجونو او ښځو لپاره د زده کړې او کاري فرصتونو څخه انکار یوه جدي اندېښنه ده، چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د نړۍوالو میکانیزمونو له لارې د اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو له خوا اقدام ته اړتیا لري.

په دغه لیک کې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند یادونه هم شوې ده او پکې راغلي: "هغه افغانان چې په ګاونډیو هېوادونو؛ لکه ایران او پاکستان کې مېشت دي د وژنو، شکنجې، د شتمنیو ضبطولو او جبري بېرته ستنول له ننګونو سره مخ دي".

د افغانستان جمهوري غوښتونکو پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې خپل نفوذ وکاروي او ډاډ دې تر لاسه کړي، چې یاد هېوادونه نړۍوالو معیارونو ته غاړه کیږدي او دا ظلمونه ودروي.

100%

په لیک کې زیاته شوې: "پر افغانانو د ظلم، ستم او غیر انساني چلند دغه ستونزې د ټولو نړۍوالو بشري حقونو او انساني کرامت خلاف دي."
په دغه لیک کې په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستې مننه شوې او ویل شوي، چې افغانان د نړۍ مرستې ته اړتیا لري او نړۍواله ټولنه باید خپله مرسته ونه سپموي.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو په بندخونو کې یو شمېر زنداني مېرمنې د جنسي تېري ښکار شوي او ۱۶ مېرمنې حامله شوې دي.

په ورته وخت کې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند هم د یو شمېر بشري حقونو د بنسټونو پام ځانته را اوړولی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې پخوانۍ مشرې له کرېکټ سره مخه ښه وکړه

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې بسمه معروف نن ناڅاپه له دې لوبې سره مخه ښه وکړه. د نوموړې له تقاعد هممهاله له ویسټ انډیز څخه په خپل کور کې له درېیو پرلپسې ماتو وروسته د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډلې شورا منحل شوه.

بسمه معروف نن د خپل تقاعد خبر په خپرولو سره خپل اېکس کې لیکلي، چې په کرېکټ کې ۱۷ کلن سفر ورته یوازې سپورت نه بلکې د هیلو پوره کېدو او له محدودیتونو سره د پرمختګ ځای و.

د پاکستان کرېکټ بورډ د بسمه معروف د تقاعد د خبر خپرولو سره ویلي، چې مېرمن معروف لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه پر ۲۰۰۶ کال د هند او په ۲۰۰۹ کال کې شل اوره لوبه د ایرلنډ په مقابل کړې وه.

د بورډ د معلوماتو له مخې؛ دې پخوانۍ کپتانې د پاکستان لپاره په ۲۷۶ نړۍوالو لوبو کې ګډون کړی دی.

بسمه معروف د ۳۳ پنځوسیزو په ګډون د ۶۲۶۲ نړۍوالو منډو په جوړولو سره تر بلې هرې پاکستانۍ کرېکټرې د ډېرو منډو ریکارډ خپل کړی دی.

د بسمه معروف دا ناڅاپي تقاعد د ویسټ انډیز د ښځو کرېکټ لوبډلې له خوا په خپل کور کې پاکستانۍ لوبډلې ته له پرلپسې ماتو وروسته دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ د خپلې لوبډلې د ناسمو لوبو له امله د ښځو کرېکټ لوبډلې غوراوي کمېټه منحل کړه.

د پاکستان او ویسټ انډیز په سیالیو کې درې پرلپسې لوبې ویسټ انډیز ګټلې او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې ده.

سرچینې: طالبانو په فراه کې هغه شپږ ایراني پوله ساتي نیولي چې افغان خاورې ته اوښتي وو

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۳۲ GMT+۱

په فراه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن طالبانو له ایران سره پر پوله د دغه هېواد شپږ سرحدي سرتېري نیولي دي. سرچینې وايي، د دې کسانو د نیولو پر سر د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د جګړې امکان هم شته او دواړه لوري په دې برخه کې تیارسي دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلي لیک کې طالبان وايي، چې دا شپږ ایراني سرتېري د افغانستان خاورې ته د ننوتلو له امله ونیول شول.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته داسې لیک هم رسېدلی چې پکې د کندهار نظامي چارو کمېسون د امنیت امر حافظ الیاس ته لیکل شوی او د دې ایراني ځواکونو د نیولو خبر ور کړل شوی دی.

په مکتوب کې ویل شوي چې دا سرحدي سرتېري لومړنیو څېړنو کې وايي، چې په تېروتنه افغان خاورې ته ننوتلي دی.

طالبان وايي، چې د دې شپږو سرتېرو د خلاصون لپاره د ايران د سرحدي ځواکو د عمومي قومندان د دوی د دفاع وزارت د سرحدي چارو عمومي کمېسون سره په تماس کې دی.

طالبان په مکتوب کې وايي، داسي معلومات یې ترلاسه کړي چې ايران په دې ورستيو کي د افغانستان په خاوره کي «د بلوڅ مجاهدينو پر ضد د ناهمغږي شويو عملياتو ترسره کېدو پلان درلود چې دغه معلومات د ملي دفاع وزارت د ستراتیژيک استخباراتي معاونيت لخوا هم تاييد شوي و.»

د سرچینو په خبره، د دې سرتېرو د نیولو له امله په پوله کې د طالبانو او ایراني سرتېرو ترمنځ د تاوتریخوالي پیدا کېدو وېره شته.

په یوه غږیز پیغام کې هم ځايي طالب چارواکي وايي، چې دوی هر ډول حالت ته تیار دي.

ایراني سرتېري تر نیول کېدو وروسته په فراه کې د طالبانو استخباراتو ته سپارل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلو انځورونو کې هم د ایران شپږ سرحدي سرتېري یوه کوټه کې لیدل کېږي.

لا هم طالبانو او د ایران حکومت د دې پېښې په هکله رسمي څه نه دي ویلي.

امیرخان متقي: زموږ درې ګاونډي هېوادونه د داعش په فعالیت کې رول لري

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۴۹ GMT+۱

په افغانستان کې د «ترهګرو د شتون» په هکله د ایران او پاکستان له ګډې اعلامیې یوه ورځ وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، «د داعش په فعالیت کې زموږ ۳ ګاونډی هېوادونه لاس لري.» امیرخان متقي زیاتوي، «که دا ۳ هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي، افغانستان او سیمه کې به هیڅ مشکل نه وي.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر دا خبره د افغان – قزاق نندارتون د پرانېستي په مراسمو کې وکړه.

د امیرخان متقي په خبره، «په افغانستان کې د داعش ځالې نشته، خو متاسفانه زموږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره، په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیارېږي چې موږ ولیدل پېښې یې تر سره کړې، بل د هغې لارې پر سر پروت دی چې امن خرابوونکي افراد ترې را تېرېږي او بل هېواد پخپله خاوره کې داعش ته د تمویل، پلان جوړونې مراکز ور کړي دي.»

نوموړی وايي، که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي په افغانستان کې او ان سیمه کې به هیڅ مشکل نه وي.

که څه هم امیر خان متقي د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو ځینې شنونکي وايي، له عراق او سوریې د داعش غړي د ایران له لارې پاکستان او افغانستان ته تللي.

دا رنګه د نیویارک ټایمز وروستی راپور هم وايي، چې په خراسان داعش کې له نیمايي ډېر وسلوال د تاجکستان وګړي دي.

په روسیه کې پر کنسرټ وروستي برید کې نیول شوي کسان هم ټول د تاجکستان وګړي بلل کېږي.

دا ډول طالبان بیا بیا پر پاکستان تور پورې کوي چې د افغانستان د ناامنولو لپاره یې خپله خاوره کې داعش ته ځای ور کړی دی.

د امیر خان متقي دا خبرې په داسې مهال دي چې پرون د پاکستان او ایران په ګډه اعلامیه کې ویل شوي و، په افغانستان کې «ترهګرې ډلې سیمې او نړۍ ته ګواښ دي.»

که څه هم امیر خان متقي دې اعلامیې ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل د اوبو خړولو پر ځای ښه دا ده چې هر هېواد په امن ټینګولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

نوموړي دا هم وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې څومره امنیتي پېښې شوې، په لسو کې اته داسې دي چې عاملان یې له بهر دغه هېواد ته تللي دي.

د پښتونخوا په لکي مروت کې جرګې په دغه سیمه کې د عملیاتو مخالفت وکړ

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د پښتونخوا په لکي مروت کې زرګونو کسانو په جرګه کې ګډون سره په دغه سیمه کې د ترهګرۍ پر غندلو سربېره د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت وکړ. لکي مروت د پاکستان طالبانو غورځنګ د نفوذ سیمه بلل کېږي او پکې پر امنیتي ځواکونو ډېر بریدونه کېږي.

د لکي مروت جرګې سره هممهاله په دغه سیمه کې د سوداګرو ټولنې یا انجمن تجاران د بې قانونۍ او زیاتېدونکې ترهګرۍ پرضد کاربندیز کړی دی.

له پخوانۍ قبایلي سیمې وزیرستان سره نږدې لکي مروت هم په هغو سیمو کې ده چې ورځ تر بلې پکې د پاکستاني طالبانو بریدونه ډېرېږي.

د پاکستان پوځ پر ۲۰۱۴ کال په وزیرستان کې هم عملیات وکړل، چې له امله یې په لکونو خلک د پاکستان پر مختلفو ښارونو سربېره د افغانستان خوست او پکتیکا ته هم کډوال شول.

د لکي مروت جرګې دلیل دا دی چې که وزیرستان کې عملیاتو سره د طالبانو بریدونه ختم نه شول، نو لکي مروت کې به هم خلک کډوال شي، خو وسلوال به ختم نه شي.

ملابرادر:ایران دې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ټرانزیټ برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، ملا عبدالغني برادر او یوشمېر طالب چارواکو د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران د سفیر حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د کابینې یو شمېر وزیرانو د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
طالبان وايي، دغه لیدنه د ملا عبدالغني برادر په دفتر کې شوې او هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او ګډ کار ټینګار کړی دی.
په یاده لیدنه کې ښاغلي برادر له حسن کاظمي قمي څخه غوښتنه کړې، چې ایران دې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه ملا عبدالغني برادر د ایران له استازي څخه غوښتنه کړې؛ تر څو په جبري ډول په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.
طالبانو په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له قوله لیکلي، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران له دغې ډلې سره نږدې اړیکې پالي؛ خو لا یې هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په نړۍوالو دریځونو کې یې هم له طالبانو غوښتي، چې ټول ګډونه حکومت دې جوړ کړي او ټولو قومي او مذهبي ډلو ته دې په کې برخه ورکړي.د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د کابینې یو شمېر وزیرانو د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
طالبان وايي، دغه لیدنه د ملا عبدالغني برادر په دفتر کې شوې او هغه د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او ګډ کار ټینګار کړی دی.
په یاده لیدنه کې ښاغلي برادر له حسن کاظمي قمي څخه غوښتنه کړې، چې ایران دې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه ملا عبدالغني برادر د ایران له استازي څخه غوښتنه کړې؛ تر څو په جبري ډول په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.
طالبانو په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له قوله لیکلي، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران له دغې ډلې سره نږدې اړیکې پالي؛ خو لا یې هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په نړۍوالو دریځونو کې یې هم له طالبانو غوښتي، چې ټول ګډونه حکومت دې جوړ کړي او ټولو قومي او مذهبي ډلو ته دې په کې برخه ورکړي.