• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا په لکي مروت کې جرګې په دغه سیمه کې د عملیاتو مخالفت وکړ

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۱

د پښتونخوا په لکي مروت کې زرګونو کسانو په جرګه کې ګډون سره په دغه سیمه کې د ترهګرۍ پر غندلو سربېره د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت وکړ. لکي مروت د پاکستان طالبانو غورځنګ د نفوذ سیمه بلل کېږي او پکې پر امنیتي ځواکونو ډېر بریدونه کېږي.

د لکي مروت جرګې سره هممهاله په دغه سیمه کې د سوداګرو ټولنې یا انجمن تجاران د بې قانونۍ او زیاتېدونکې ترهګرۍ پرضد کاربندیز کړی دی.

له پخوانۍ قبایلي سیمې وزیرستان سره نږدې لکي مروت هم په هغو سیمو کې ده چې ورځ تر بلې پکې د پاکستاني طالبانو بریدونه ډېرېږي.

د پاکستان پوځ پر ۲۰۱۴ کال په وزیرستان کې هم عملیات وکړل، چې له امله یې په لکونو خلک د پاکستان پر مختلفو ښارونو سربېره د افغانستان خوست او پکتیکا ته هم کډوال شول.

د لکي مروت جرګې دلیل دا دی چې که وزیرستان کې عملیاتو سره د طالبانو بریدونه ختم نه شول، نو لکي مروت کې به هم خلک کډوال شي، خو وسلوال به ختم نه شي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

په اسلام اباد کې د افتاب په نامه د یوه ښوونځي دروازه د مالي ستونزو له امله وتړل شوه

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۴۱ GMT+۱

په اسلام اباد کې د افتاب په نامه د یوه ښوونځي او ښوونیز مرکز چلوونکي وايي، چې د «مالي ستونزو» له امله یې دغه ښوونځی وتاړه. د دغه ښوونځي مشر سید قاسم هاشمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ښوونځي په تړلو سره ګڼ افغان ماشومان په تېره بیا کډوالې نجونې له زده‌کړو بې برخې پاتې شوې.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: دغه ښوونځی چې یو نیم کال وړاندې د اسلام اباد په (بي ۱۷) سیمه کې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره جوړ شوی و، دمګړۍ یې ۴۰۰ زده‌کوونکي لرل چې د شاوخوا ۳۰ ښوونکو له‌خوا ورته زده‌کړې ورکول کېدې.

100%


ښاغلی هاشمي وایي، دوی د افغانستان د تعلیمي نصاب له مخې ماشومانو ته درس ورکاوه او هغوی ته یې د انګلیسي ژبه هم ور زده کوله، چې په دغه ښوونځي کې ټولې زده‌کړې وړیا وې.
ښاغلي هاشمي دا هم وویل، تر دې مهاله د دوی مالي لګښت په بهر کې د یو شمېر افغانانو له‌خوا تمویلېده چې دا مهال دغه مرستې بندې شوې او تر راتلونکې یوې میاشتې دوی کولای شي د ښوونځي کرایه پرې کړي.
پاکستان ته ډېر کډه شوي افغانان د خپلو ماشومانو د زده‌کړو له امله اندېښمن دي.

دوی وايي، په پاکستاني ښوونځیو کې د فیس د پرې کولو وس نه لري او تر دې مهاله نړۍوالې ټولنې هم دې برخې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

جرمني اووه کسان د تروریستي بریدونو په پلانولو کې له داعش سره په همکارۍ تورن کړل

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د چهارشنبې په ورځ د جرمني فېډرالي څارنوالۍ اووه بهرني اتباع چې له داعش - خراسان ډلې سره په تماس کې وو، په جرمني او لویدیځه اروپا کې د ترهګریزو بریدونو په پلانولو تورن کړل.

تورن کسان د ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان اتباع دي او دوه کاله وړاندې له اوکراین څخه جرمني ته داخل شوي وو.

په تورنو کسانو کې د ترکمنستان تبعه عطاء الف، د تاجکستان اتباع محمد شجاع الف، نورالدین ک، شمشاد ن، سعید س، رباني زاو د قرغزستان تبعه ابرارجان ک شامل دي، چې د یو ترهګریز سازمان په جوړولو هم تورن دي.

د جرمني د فېډرالي ادارې د بیان له مخې تورنو کسانو پلان درلود چې په جرمني او لویدیځه اروپا کې پراخ بریدونه ترسره کړي؛ خو کوم مشخص پلان یې نه درلود.

دغه شکمن کسان، چې د تېر کال په جولای کې نیول شوي وو، له داعش خراسان سره یې اړیکې درلودې، چې په مسکو کې د تېرې میاشتې خونړي برید مسوولیت یې منلی و، چې لږ تر لږه ۱۳۷ کسان یې ووژل.

د پلټونکو په وینا؛ د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې له پیل وروسته، شکمن کسان د اوکراین له لارې جرمني ته ننوتل او د داعش له یوه بل هالنډي غړي سره یې په ګډه یوه ترهګره ډله جوړه کړه.

په بیان کې ویل شوي چې دوی په منظمه توګه سره لیدل ترڅو د خپلو پلانونو په اړه بحث وکړي او په جرمني کې د بریدونو احتمالي ځایونه وڅیړي.

جوبایډن له اوکراین، اسراییل او تایوان سره د ۹۵ میلیارده ډالرو مرستې سند لاسلیک کړ

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ له اوکراین، اسراییل او تایوان سره د ۹۵ میلیارده ډالرو مرستې سند لاسلیک کړ او ویې ویل، چې په څو ساعتونو کې به د مرستو استول پیل شي.

په دې لایحه کې له اوکراین سره ۶۱ میلیارده ډالره، اسراییل ته ۲۶ میلیارده او تایوان ته ۸ میلیارده ډالره مرسته شامله ده.

د امریکا د استازو په مجلس کې له څو میاشتو ناندرو وروسته دغه مرستې په ۷۹ موافقو او ۱۸ مخالفو رایو سره تصویب کړې.

ځینو ډیموکراټانو د اسراییل د ملاتړ له بستې سره مخالفت وکړ، په داسې حال کې چې ځینو جمهوري غوښتونکو سناتورانو هم د اوکراین لپاره د مالي بستې مخالفت وکړ او د دې لایحې پر ضد یې رایه ورکړه.

جو بایډن هم یو بل سند لاسلیک کړی، چې له مخې به یې غزې ته د یو میلیارد ډالرو بشري مرستې برابرې شي.

اوکراین په دې وروستیو کې د روسیې د تېري پر وړاندې له لویدیځو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

دوو امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې بایډن د اوکراین لپاره د یو میلیارد ډالرو پوځي مرستې بسته چمتو کوي.

سبا د پاکستان په لاهور کې د برېښنايي سپورت د سیالیو پایلوبه کېږي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

په لاهور کې د ګیلیکسي ریسرز تر سیوري لاندې د برېښنایي سپورت لوبې دوام لري؛ په دې مجازي لوبو کې پبجي، فري فایر، ټیکین او ایف سي ۲۴ ګډون لري.

د دغو سیالیو فاینل لوبه به سبا پنجشنبه او جمعه ترسره شي.

په دغو سياليو کې تر اوسه څه د پاسه دولس سوو ټيمونو برخه اخيستې ده، چې دا ښیي چې دا لوبه د ځوانانو ترمنځ ډېر شهرت لري.

دا ډول سیالۍ تر دې وړاندې هم په ۲۰۲۱کال کې په پاکستان کې ترسره شوې وې، چې د ځوانانو د زیاتې لېوالتیا له امله سږ کال په لویه کچه دا سیالۍ ترسره کېږي.

ګیلیکسي ریز د دې سیالیو لپاره د ټولټال شپږ میلیونه پاکستاني روپیو څخه زیات انعام اعلان کړی دی.

د غزې کړکېچ؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۹ فلسطینیان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسراییلي پوځ د غزې په شمال کې پر اشغال شوې سیمه یو ځل بیا بریدونه پیل کړي او خلکو ته یې د وتلو لارښوونه کړې ده.

اسراییل څو اونۍ وړاندې د غزې له شمال څخه خپل ځواکونه وایستل او ویې ویل، چې حماس هلته کنټرول له لاسه ورکړی دی.

خبر زیاتوي، چې د دوشنبې په شپه اسراییلي پوځ د غزې په شمالي او په ځانګړې توګه بیت لاهیا باندې بریدونه بیا پیل کړل.

په غزه کې له تېرو ۲۰۰ ورځو راهسې د اسراییل د بریدونو په پایله کې تر اوسه ۳۴ زره ۱۸۳ کسان وژل شوي او ۷۷ زره ۱۴۳ کسان ژوبل شوي دي.

په غزه کې د اسراییل د جګړې تر ټولو زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي، تر اوسه له ۱۴۵۰۰ څخه زیات ماشومان او ۹۵۰۰ ښځې وژل شوې دي.