• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سبا د پاکستان په لاهور کې د برېښنايي سپورت د سیالیو پایلوبه کېږي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

په لاهور کې د ګیلیکسي ریسرز تر سیوري لاندې د برېښنایي سپورت لوبې دوام لري؛ په دې مجازي لوبو کې پبجي، فري فایر، ټیکین او ایف سي ۲۴ ګډون لري.

د دغو سیالیو فاینل لوبه به سبا پنجشنبه او جمعه ترسره شي.

په دغو سياليو کې تر اوسه څه د پاسه دولس سوو ټيمونو برخه اخيستې ده، چې دا ښیي چې دا لوبه د ځوانانو ترمنځ ډېر شهرت لري.

دا ډول سیالۍ تر دې وړاندې هم په ۲۰۲۱کال کې په پاکستان کې ترسره شوې وې، چې د ځوانانو د زیاتې لېوالتیا له امله سږ کال په لویه کچه دا سیالۍ ترسره کېږي.

ګیلیکسي ریز د دې سیالیو لپاره د ټولټال شپږ میلیونه پاکستاني روپیو څخه زیات انعام اعلان کړی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د غزې کړکېچ؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۷۹ فلسطینیان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسراییلي پوځ د غزې په شمال کې پر اشغال شوې سیمه یو ځل بیا بریدونه پیل کړي او خلکو ته یې د وتلو لارښوونه کړې ده.

اسراییل څو اونۍ وړاندې د غزې له شمال څخه خپل ځواکونه وایستل او ویې ویل، چې حماس هلته کنټرول له لاسه ورکړی دی.

خبر زیاتوي، چې د دوشنبې په شپه اسراییلي پوځ د غزې په شمالي او په ځانګړې توګه بیت لاهیا باندې بریدونه بیا پیل کړل.

په غزه کې له تېرو ۲۰۰ ورځو راهسې د اسراییل د بریدونو په پایله کې تر اوسه ۳۴ زره ۱۸۳ کسان وژل شوي او ۷۷ زره ۱۴۳ کسان ژوبل شوي دي.

په غزه کې د اسراییل د جګړې تر ټولو زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي، تر اوسه له ۱۴۵۰۰ څخه زیات ماشومان او ۹۵۰۰ ښځې وژل شوې دي.

شهباز شریف او ابراهیم رییسي: په افغانستان کې ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر په وروستۍ ورځ د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي، چې په افغانستان کې «ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.» په ګډه اعلامیه کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي له قوله، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ملاتړ شوی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اېکس کې د اسلام اباد او تهران ګډه اعلامیه کې دواړو لورو «د داسې خپلواک او پرمختللي افغانستان» د پرمختګ ژمنه تکرار کړې چې له «ترهګرۍ او نشه يي توکو به پاک وي.»

شهباز شریف او ابراهیم رییسي په دغه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د پیاوړتیا لپاره په «بنسټیزو پرېکړو» کې د ټولو افغان اړخونو د رول زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان او ایران په سیمه کې د «ترهګرۍ» پرضد د ګډو هڅو او د سولې او ټیکاو لپاره د نړیوالو هڅو پر همغږي کولو هم ټینګار کړی دی.

پاکستان او ایران په افغانستان کې د وسلوالو پر شتون په داسې حال ګډه اندېښنه ښيي چې تهران او اسلام اباد یو بل د خپلو مخالفو وسلوالو پر ساتلو تورنوي.

ایران په پاکستان کې وسلوال په تېره جندالله ډله د دغه هېواد امنیت ته ګواښ بولي چې په دې وروستیو کې یې په سیستان بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه هم ډېر شوي دي.

ایران د روان کال لومړیو کې د پاکستان پر بلوچستان توغندیز برید وکړ او ویې ویل، د جندالله دوه مرکزونه یې ویجاړ کړي دي.

په مقابل کې پاکستان هم د ایران پر سیستان بلوچستان په توغندیز برید سره د خپلو مخالفو وسلوالو د په نښه کولو ادعا وکړه.

له دې ځوابي برید وروسته تهران او اسلام اباد د خبرو له لارې د خپلمنځي ستونزو پر اواري سلا شول.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر دا سفر په تېرو میاشتو کې د پیکه شویو اړیکو د پیوندولو په مانا بلل کېږي.

له امنیت شورا غوښتنه

په دغه اعلامیه کې ایران او پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د ګاونډیو هېوادونو او بهرنیو ډیپلوماټیکو اسانتیاوو د بې قانونه په نښه کولو له امله د اسراییل پرضد ګامونه پورته کړي.

دغو دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې اسراییل «د نارامې سیمې د روان تاوتریخوالي په لا زیاتولو» تورن کړی دی.

«امنیت شورا دې په سیمه کې د اسراییل د جنجال جوړولو او د ګاونډیانو پرضد د بې قانونو اقداماتو مخه ونیسي.»

د اسلام اباد او تهران دا ګډه اعلامیه پاکستان ته د ایران د ولسمشر د درې ورځني سفر په وروستۍ ورځ ده.

ابراهیم رییسي چې نن له اسلام اباد د سریلانکا په لور خوځېده، بیا یې وویل، چې له پاکستان سره خپلمنځي سوداګرۍ تر لس میلیارد ډالروړرسوي.

پاکستان ته د ابراهیم رییسي سفر د ایران او اسراییل ترمنځ له توغندیزو بریدونو وروسته دی.

په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل په برید کې د سپاه پاسدران د اوو غړو د وژل کېدو په غبرګون کې ایران د اپرېل پر ۱۳ پر اسراییل د ډرون او کروز توغندیو برید وکړ.

تل ابیب د تهران د دې برید په غبرګون کې د اپرېل پر ۱۹ په اصفهان کې د ایران پوځي اډه په نښه کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون مختلفو هېوادونو له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې ده.

د ایران ولسمشر ګواښ کړی چې، که اسراییل دا ځل برید پرې وکړي نو له منځه به یې یوسي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۱۴ GMT+۱

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د سه شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې د ایران پر خاوره د اسراییل برید کولای شي په بنسټیز ډول معادله بدله کړي او دا ځل د اسراییل د تباهۍ لامل شي. ښاغلي رییسي دغه څرګندونې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال په لاهور کې کړې.

د تېرې جمعې په ورځ د اصفهان په ښار کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، چې امریکايي سرچینوپر ایران د اسراییل برید وباله، خو تهران دا پېښه رد کړه او ویې ویل چې د غچ اخیستو کوم پلان نه لري.

د اپریل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د خپل سفارت په انګړ کې د اسراییل د خونړي برید په غچ کې، ایران شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پر اسراییل د توغندیو او ډرون برید پیل کړ چې نږدې ټول یې د اسراییلي چارواکو په وینا شنډ کړل.

په غزه کې د اسراییل پراخ پوځي عملیات د دې لامل شوي چې له لبنان څخه نیولې تر سوریې، عراق او یمن پورې د ایران نیابتي ډلې له فلسطینیانو خپل ملاتړ اعلان کړي.

رییسي د سه شنبې په ورځ پاکستان ته د درې ورځني سفر په لړ کې په لاهور کې د خپلې وینا پر مهال وویل، «ایران به په ویاړ او سرلوړۍ د فلسطین له مقاومت څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.»

پاکستان ته د ښاغلي رییسي سفر د دوشنبې په ورځ پیل شو. هغه ژمنه وکړه چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه په کال کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

دغه دواړه هېوادونه په داسې حال کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتولو په لټه کې دي چې سږ کال یې په نورو هېوادونو کې بې ساري پوځي بریدونه پیل کړي دي.

مولوي کبیر د مالیزیا استازې ته: سیمه او نړۍ له افغانستان څخه اندېښنه نه لري

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مولوي عبدالکبير د ماليزيا د لومړي وزير له استازې سره په کتنه کې ويلي، چې په افغانستان کې امنيت تامين شوى او د نړۍ هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښمن نه دي.

د شاه زلینا په مشرۍ د مالیزیا هېواد لوړ پوړي پلاوي د سې شنبې په ورځ له دغه طالب چارواکي سره وکتل.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شاه زلینا په مشرۍ د مالیزیا یوه پلاوي او د دغه هېواد د دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره یو ځای کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیزیا پلاوي له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

په دې کتنه کې عبدالکبیر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت شته او د مالیزیا له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه وويل: "د سيمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه ​​نه ده."

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د افغانستان لپاره د نړۍ د اندېښنو د کمېدو خبره کوي، چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو پاکستان او تاجکستان په وار - وار د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پاکستان تل تور لګوي، چې د افغانستان طالبان تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکوي او په افغانستان کې یې څو ځله هوايي بریدونه کړي دي.

اسلامي حزب له ګلبدین حکمتیار سره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي د لیدنې خبر ورکړ

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

اسلامي حزب اعلان کړی، چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي دي. دغه ګوند زیاته کړه، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.

د اسلامي حزب رسمي رسنۍ شهادت د سې شنبې په ورځ (د ثور ۴مه) د دغې غونډې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د دغه ګوند مشر د ایران له سفیر او مرستیال سره لیدلي دي.

د دې غونډې نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د روان کال په لومړیو کې د اسلامي حزب د رسنیو دفتر د حسن کاظمي قومي او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی و.

د ایران د دولت ډېپلوماتانو په داسې حال کې په کابل کې د حزب اسلامي له مشر سره کتلي، چې د دغه ګوند او طالبانو ترمنځ اړيکې په ښکاره ترينګلې شوې دي.

په دې وروستیو کې ښاغلي حکمتیار په عامه توګه پر طالبانو نیوکې وکړې او طالبانو نوموړی له دولتي کوره و ایسته، همداراز یې د هغه د ګوند فعالیتونه یې بند کړل او د «بریا» ټلویزیون خپرونې یې چې په ګوند پورې تړلې وې بندې کړې.