• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ولسمشر ګواښ کړی چې، که اسراییل دا ځل برید پرې وکړي نو له منځه به یې یوسي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۱۴ GMT+۱

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د سه شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې د ایران پر خاوره د اسراییل برید کولای شي په بنسټیز ډول معادله بدله کړي او دا ځل د اسراییل د تباهۍ لامل شي. ښاغلي رییسي دغه څرګندونې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال په لاهور کې کړې.

د تېرې جمعې په ورځ د اصفهان په ښار کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، چې امریکايي سرچینوپر ایران د اسراییل برید وباله، خو تهران دا پېښه رد کړه او ویې ویل چې د غچ اخیستو کوم پلان نه لري.

د اپریل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د خپل سفارت په انګړ کې د اسراییل د خونړي برید په غچ کې، ایران شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پر اسراییل د توغندیو او ډرون برید پیل کړ چې نږدې ټول یې د اسراییلي چارواکو په وینا شنډ کړل.

په غزه کې د اسراییل پراخ پوځي عملیات د دې لامل شوي چې له لبنان څخه نیولې تر سوریې، عراق او یمن پورې د ایران نیابتي ډلې له فلسطینیانو خپل ملاتړ اعلان کړي.

رییسي د سه شنبې په ورځ پاکستان ته د درې ورځني سفر په لړ کې په لاهور کې د خپلې وینا پر مهال وویل، «ایران به په ویاړ او سرلوړۍ د فلسطین له مقاومت څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.»

پاکستان ته د ښاغلي رییسي سفر د دوشنبې په ورځ پیل شو. هغه ژمنه وکړه چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه په کال کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

دغه دواړه هېوادونه په داسې حال کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتولو په لټه کې دي چې سږ کال یې په نورو هېوادونو کې بې ساري پوځي بریدونه پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

مولوي کبیر د مالیزیا استازې ته: سیمه او نړۍ له افغانستان څخه اندېښنه نه لري

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مولوي عبدالکبير د ماليزيا د لومړي وزير له استازې سره په کتنه کې ويلي، چې په افغانستان کې امنيت تامين شوى او د نړۍ هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښمن نه دي.

د شاه زلینا په مشرۍ د مالیزیا هېواد لوړ پوړي پلاوي د سې شنبې په ورځ له دغه طالب چارواکي سره وکتل.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شاه زلینا په مشرۍ د مالیزیا یوه پلاوي او د دغه هېواد د دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره یو ځای کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیزیا پلاوي له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

په دې کتنه کې عبدالکبیر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت شته او د مالیزیا له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه وويل: "د سيمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه ​​نه ده."

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د افغانستان لپاره د نړۍ د اندېښنو د کمېدو خبره کوي، چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو پاکستان او تاجکستان په وار - وار د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پاکستان تل تور لګوي، چې د افغانستان طالبان تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکوي او په افغانستان کې یې څو ځله هوايي بریدونه کړي دي.

اسلامي حزب له ګلبدین حکمتیار سره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي د لیدنې خبر ورکړ

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

اسلامي حزب اعلان کړی، چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره کتلي دي. دغه ګوند زیاته کړه، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.

د اسلامي حزب رسمي رسنۍ شهادت د سې شنبې په ورځ (د ثور ۴مه) د دغې غونډې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د دغه ګوند مشر د ایران له سفیر او مرستیال سره لیدلي دي.

د دې غونډې نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د روان کال په لومړیو کې د اسلامي حزب د رسنیو دفتر د حسن کاظمي قومي او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی و.

د ایران د دولت ډېپلوماتانو په داسې حال کې په کابل کې د حزب اسلامي له مشر سره کتلي، چې د دغه ګوند او طالبانو ترمنځ اړيکې په ښکاره ترينګلې شوې دي.

په دې وروستیو کې ښاغلي حکمتیار په عامه توګه پر طالبانو نیوکې وکړې او طالبانو نوموړی له دولتي کوره و ایسته، همداراز یې د هغه د ګوند فعالیتونه یې بند کړل او د «بریا» ټلویزیون خپرونې یې چې په ګوند پورې تړلې وې بندې کړې.

د پاکستان حکومت په کراچۍ کې د ابراهیم رییسي د سفر لپاره د ټیلفون خدمات تړلي

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د پاکستان د ټیلفوني خدماتو ادارې اعلان کړی، چې د ایران د ولسمشر د امنیت په موخه یې نن د ماسپښین له درېیو بجو څخه تر سبا سهار اتو بجو پورې به په کراچۍ کې ټیلفوني خدمات تړلي وي. ابراهیم رییسي د خپل سفر په ترڅ کې کراچۍ ته رسېدلی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د خپل پلاوي سره کراچۍ ته رسېدلی او هلته به د یو شمېر رسمي لیدنو تر څنګ د علي جناح مقبرې ته هم لاړ شي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې ویلي، نن د ماسپښین له ۳ بجو څخه د سهار تر ۸ بجو پورې به د کراچۍ پر ځانګړو لارو د موبایل خدمات بند وي.

دغې ادارې ویلي، چې د كورنيو چارو وزارت د هداياتو په رڼا كې به د موبايل ټليفون خدمات بند پاتې وي او دا ګام د ايراني ولسمشر د سفر په مهال د امنيتي انتظاماتو د یقیني كولو لپاره اخیستل شوی دی.

په ورته وخت کې د کراچۍ د ټرافیکو ادارې هم اعلان کړی، چې د ښار سړکونه به سر له اوو بجو څخه تړل شوي وي.

له دې وړاندې ابراهیم رییسي د پاکستان د پنجاب ایالت له مشرې وزیرې مریم نواز شریف سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا یې خبرې وکړې.

د ایران ولسمشر لاهور ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د مشهور فارسي او اردو شاعر اقبال لاهوري له مقبرې هم لیدنه وکړه.

ښاغلي ریيسي د غونډې پر مهال رسنيو ته وويل: "ما غوښتل چې په پاکستان کې يوې ولسي غونډې ته وينا وکړم؛ خو د ځينو دلايلو له امله دا کار ونه شو."

طالبان: کابلوف ویلي، چې د دوحې راتلونکې ناسته د طالبانو له هوکړې پرته بې پايلې ده

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره په لیدنه کې ويلي، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې باید ملګري ملتونه د طالبانو توافق ولري.

ښاغلي ضمير کابلوف زياتوي، چې «د طالبانو له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پايله نه شي لرلی.»

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت نن سې شنبه په يوې اعلاميه کې د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ليدنې خبر ورکړی.

په اعلاميه کې راغلي، چې په ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او روسيې ترمنځ پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي مسايلو، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ګډون د راتلونکې ناستې او پر سيمه ييزو مسایلو خبرې کړې دي.

اعلاميه زياتوي، چې متقي په ناسته کې د روسيې او افغانستان ترمنځ د سیاسي اړيکو او سوداګرۍ پر لا پياوړتيا ټينګار کړی.

ښاغلي متقي په دوحه کې د افغانستان د مسايلو اړوند د ملګرو ملتونو په نوښت جوړېدونکې ناستې ته په اشارې ويلي: « طالبان له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی، په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ څرګند کړي.»

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د دوحې په ناسته کې د طالبانو هوکړه اخيستل لازمي بللې او زياتوي: « هر ډول ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د طالبانو هوکړه په کې اخیستل شوې وي، د دوحې په راتلونکې ناسته کې هم مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري.»

کابلوف ټينګار کړی، چې د طالبانو د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ بې پايلې ده.

هغه ويلي، چې د نړۍ دولتونه باید د تماس او څو اړخيزو ميکانېزمونو پر ځای د طالبانو د حکومت سره د دوو اړخيزو مکانيزمونو له لارې اړيکې وپالي.

ښاغلي کابلوف ويلي، چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازادې کړي.

په ناسته کې کابلوف د طالبانو بهرنیو چارو وزير اميرخان متقي ته د مسکو بلنه هم ورکړې.

څه موده مخکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې د افغانستان په اړه په دوحه کې د درېیمې غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

روزا اوتنبایوا ویلي؛ هیله لري، چې د طالبانو پلاوی او نورې ښکېلې ډلې به په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو نور وضاحت یې نه دی ورکړی.

د یوناما مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه باید عملي اجنډا ولري او خبرې اترې باید د هغو پایلو لامل شي، چې دغه سازمان یې په لټه کې دی.

خو ویل کیږي، چې دا ناسته به د دوحې د لومړۍ او دویمې ناستې برعکس په جلا کچه او شاید د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له شتون پرته ترسره شي.

ابراهیم ريیسي: د ځینو دلایلو له امله زه نه شم کولی په پاکستان کې ولسي غونډې ته وینا وکړم

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۱

لاهور ته له رسېدو وروسته د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وویل، پرېکړه یې کړې وه چې په پاکستان کې یوې ولسي غونډې ته وینا وکړي؛ خو د ځینو دلایلو له کبله دا ممکنه نه وه. د ایران ولسمشر تر اوسه لاملونه نه دي روښانه کړي.

ښاغلی رییسي پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ (د ثور څلورمه) لاهور ته ورسېد.

نوموړي په دغه سفر کې د پاکستان د پنجاب ایالت له مشرې وزیرې مریم نواز شریف سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا یې خبرې وکړې.

د ایران ولسمشر لاهور ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د مشهور فارسي او اردو شاعر اقبال لاهوري له مقبرې هم لیدنه وکړه.

ښاغلي ریيسي د غونډې پر مهال رسنيو ته وويل: "ما غوښتل چې په پاکستان کې يوې ولسي غونډې ته وينا وکړم؛ خو د ځينو دلايلو له امله دا کار ونه شو."

ابراهیم ريیسي د دغه سفر په ترڅ کې وویل، چې دی په پاکستان کې د پردیتوب احساس نه کوي او د دغه هېواد خلک د ایران له خلکو سره ځانګړې مینه لري.

د پنجاب ایالت لاهور ښار ته د سې شنبې په ورځ د ښاغلي ريیسي د ورتګ له امله عمومي رخصتي اعلان شوې وه.

ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر له لاهور څخه له نورو چارواکو سره له کتنې وروسته کراچۍ ته سفر وکړي او د چهارشنبې په ورځ به خپل رسمي سفر پای ته ورسوي او تهران ته به راستون شي.