جیونیوز: نیول شوي افغان 'ترهګر' په پاکستان کې په ترهګریزو کړنو کې په لاس لرلو اعتراف کړی

AP ۱۴۰۳ غویی ۷

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د امنیتي ادارو له‌خوا نیول شوي افغان «ترهګر» په پاکستان کې په ترهګریزو کړنو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.
د جیونیوز د امنیتي سرچینو په وینا، دغه کس حبیب الله نومېږي.

نوموړي د پلټنو پر مهال ویلي:« په پښین کې برید له افغانستانه پلان شوی و، موږ ته د برید لپاره توغندي، لاسي بمونه او وسلې راکړل شوې وې.»
هغه ویلي، چې افغان طالبانو د افغانستان تر خاورې له دوی سره پوره مرسته کړې وه.
د سرچينو په وینا، حبيب الله د خان محمد زوی چې په خالد مشهور دی؛ د اپرېل په ٢٣مه په پښين کې د عملياتو پر مهال نيول شوى و.
د امنیتي سرچینو په وینا حبیب الله ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې دوی په نښه کړل، چې په پایله کې یې دوه ملګري هم ووژل شول.
د جیونیوز د سرچینو په خبره:« ټي‌ټي‌پي، جماعت الاحرار او بلوڅ ترهګرې ډلې د افغانستان په خوست، کونړ، نورستان او نورو سیمو کې فعاله دي.»
پاکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو افغانان په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو په ترسراوي تورن کړي وو.
پاکستان ادعا کوي، چې په دې تړاو یې افغان طالبانو سره اسناد هم شریک کړي؛ خو افغان طالبانو تل د پاکستان دغه ادعاوې ردې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ