د پاکستان د بشري حقونو وضعیت؛ دغه هېواد د ۱۴۲ هېوادونو په قطار کې ۱۲۵ ځای خپل کړی

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې پاکستان د عدالت په لړ کې د نړۍ په ۱۴۲ هېوادونو کې په ۱۲۵م مقام کې دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د پاکستان په محکمو کې څه باندې ۲۲ لکه او ۶۰ زرو قضیي شته او په ۲۰۱۸ کال کې د نرښځیانو قانون چې غیر اسلامي ګڼل کیږي په پلي کولو کې یې احتیاط کیږي.
د بشري حقونو د کمېسیون په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۷۸۹ ترهګریز بریدونه شوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د تېر کال په پرتله په ترهګریزو پېښو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې له پولیسو سره په مقابله کې ۶۱۸ کسان وژل شوي او د پولیسو په بندخونو کې ۳۳ کسان د شکنجې له امله مړه شوي.
راپور کې د کراچۍ ښار جنایي جرمونو ته هم اشاره شوې ده او پکې راغلي، چې په دغه ښار کې جنایي جرمونه ۱۱ سلنه زیات شوي دي.
د پاکستان امنیتي وضعیت او همدارنګه د جنایي جرمونو د پېښو زیاتېدو ته په کتو سره د دغه هېواد په بندخونو کې اوسمهال د دوی له ظرفیت څخه ۳۰ زره اضافه بندیان ساتل کیږي.
په یاد راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په جبري توګه د دین بدلولو ۱۳۶ پېښي ثبت شوي او د غیرت په نوم ۲۲۶ ښځې وژل شوي.
پاکستان د ډېرو هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په اوسني وخت کې ښځو ته د دویم جنس په سترګه ګوري او ډېر کله په دغه هېواد کې د ښځو پروړاندې زړه بوږنوونکي پېښې رامنځته کیږي.
په دغه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۷۰۰ ښځې تښتول شوي او پر ۶۳۱ ښځو جنیسي تېری شوی دی.
د ویلو ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې بیا پر ۲۷۷ ښځو ډله ییز جنسي تېری شوی دی.
له دې سره؛ د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په خپل راپور کې زیاته کړې ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ځورونې ۴۲۱۳ پېښې ثبت شوې دي.

نور خبرونه

رادیو