له هغه وخت راهیسې، د دغه لیکوال په اړه هیڅ معلومات نشته.
په ۲۰۱۸ کې، د متحده ایالاتو د څېړنو فډرالي ادارې د هغه د موندلو لپاره یو میلیون ډالره انعام ټاکلی و.
د شنبې په ورځ، دغې ادارې یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې، «هر هغه څوک چې د پاول اډون اوربي جونیر د ورکیدو په اړه معلومات لري، ایفبيای او یا دې د متحده ایالاتو له نږدې سفارت یا قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسي.»
په واشنګټن کې د ایفبيای د دفتر مدیر ډیویډ سنډبرګ، وویل. «دغه میاشت د اوربي د ورکېدو لسمه کلیزه ده، او موږ غواړو له دې فرصت څخه ګټه واخلو او د معلوماتو راټولولو لپاره خپله غوښتنه بیا تازه کړو چې د هغه د ځای په موندلو کې له موږ سره مرسته وکړي.»
اوربي له ورکېدو وړاندې ویلي و، چې د خپلو څېړنو په موخه له پاکستانه څخه افغانستان ته له ډیورنډ کرښې اوړي، خو تر ۲۰۱۴ کال وروسته یې په اړه معلومات نشته.
ویل کیږي چې نوموړی د افغانستان او پاکستان تر منځ په ډیورنډ کرښه ورک شوی او له هغه وخت راهیسې ایفبيای د هغه د موندلو هڅې کوي.
د اوربي له ورکېدو څه باندې لس کاله تېرېږي، خو تر اوسه پورې د هغه د ورکېدو لامل او یا هم د هغه احتمالي تښتول کېدل نه دي په ډاګه شوي.
د ۲۰۱۸ په مئ کې، د امریکا د څېړنو فډرالي ادارې د اوربي موقعیت، موندلو، او بېرته راستنیدو په موخه د معلوماتو لپاره د یو میلیون ډالرو انعام اعلان کړ.
له هغه وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د عدالت پلي کولو د انعامونو پروګرام، بیا د اوربي د موقعیت، موندلو او بېرته راستنېدو په موخه د معلوماتو لپاره د پنځو میلیونوډالرو انعام وړاندیز وکړ.