• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له نړېوالو موسسو غوښتي چې د سېلاب ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له نړېوالو موسسو غوښتي، چې د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي. د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیوـ ټلویزیون د یکشنبې ورځې (غوايي ۳۰مه) د راپور له مخې ملا برادر بغلان ولایت ته سفر کړی.

نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازو سره په کتنه کې د سېلاب له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو کچه "لوړه" بللې ده.

ملا برادر دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر له بېلابېلو چارواکو سره په کتنه کې د بشري مرستو د زیاتوالي او چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو له چارواکو غوښتي چې د مرستو په وېش کې له طالبانو سره همغږي شي.

د دغه راپور له مخې، د ملګرو ملتونو چارواکو له سېلاب ځپلو سره د همکارۍ او مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

لیتوانیا په بامیانو کې د خپل وګړي له ټپي کېدو وروسته خپل خلک افغانستان ته له سفر ګرځولي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۶:۲۰ GMT+۱

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د دغه هیواد یوه ښځینه وګړې د جمعې په ورځ په بامیانو کې د ډزو له امله ټپي شوې. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د لیتوانیا خلکو ته سپارښتنه کړې چې د بې ثباته امنیتي وضعیت او د ترهګریزو بریدونو د لوړ ګواښ له امله دې افغانستان ته سفر نه کوي.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه هېواد د وګړې روغتیايي وضیعت تر دمګړۍ د ډاډ وړ دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له لوري د ورستیو خپرو شویو معلوماتو له مخې په بامیانو کې پر بهرنیو سیلانیانو د جمعې ورځې د ډزو په پایله کې درې اسپانویان او درې تنه افغانان وژل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په یاد برید کې د څلور بهرنیانو په ګډون اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

تردې مهاله هیڅ ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی، خو طالبانو ویلي چې، د دغه برید په تړاو یې یوه اوه کسیزه ډله نیولې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر دغه برید «ترهګریز» بللی او د دغه برید په څېړلو یې ټینګار کړی دی.

په بامیانو کې پر بهرنیو وګړو وروستي برید په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپارولي دي.

یو شمېر هیوادونو په پرله پسې ډول خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي اندېښنو او ترهګریزو بریدونو د احتمال له امله دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر نه کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغه ډله په پرله پسې ډول ادعا کوي چې په افغانستان کې "امنیت" ښه دی او له بهرنیو سیلانیانو یې غوښتي چې دغه هیواد ته د سیاحت لپاره سفر وکړي.

د طالبانو سټنډرډ اداره وايي ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل یې بېرته ایران ته ورستانه کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د سټنډرډ ادارې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته یې د ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیولې ده. تر دې وړاندې هم طالبانو د بې کېفیته تېلو د ور ستنولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د شنبه په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي چې ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل یې د فراه ولایت د (شیخ ابو نصر فراهي) بندر څخه بېرته ایران ته ورستانه کړي دي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د بندرونو په مهارولو سره به د بې کېفیته تېلو د ننوتو مخه ونیول شي.

خو د تېلو واردوونکي شرکتونه او سوداګر وايي، چې طالبان د نفتي او نورو توکو د کېفیت معلومولو لپاره معیار نه لري او هر څه په خپله خوښه ترسره کوي.

د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران هغه، مسترد کړي دي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې خپلواکې او څارونکي ادارې نه شته چې د کره شمېرو او یا په معیاري ډول د طالبانو تر واک لاندې ادارو د چارو د معیاري ترسره کولو پخلی وکړي.

د طالبانو له لوري د ایراني تېلو د ټانکرونو تر ورستنولو وروسته ایراني چارواکو هم غبرګون ښودلی. شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي توکو د صادروونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي توکو پر ورګرځولو نیوکه کړې وه.

ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کېفیت معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي، افغانستان ته د تېلو ټانکرونو د ورتلو اجازه ورکوي.

طالبانو د دغه ایراني چارواکي ادعا رد کړې وه.

افغاني سرې میاشتې له قطر سره د زړه سوري ماشومانو د درملنې په موخه تړون لاسلیک کړ

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شنبې په ورځ له قطر سره د ۱۶۹ ماشومانو د زړه سوري د درملنې په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغې ټولنې مشر له نورو بنسټونو هم غوښتي چې په افغانستان کې د ماشومانو په درملنه کې مرسته وکړي.

د سرې میاشتې ټولنې د خبرپاڼې له مخې، دغه هوکړه ليک د شنبې په ورځ د (غوايي ۲۹مه) د قطر د سرې مياشتې ټولنې د نړيوالو مرستو او پراختيا د څانګې مسوول محمد صالح ابراهيم او د افغانستان د سري میاشتي ټولني لپاره د طالبانو د مشر مطيع الله خالص ترمنځ لاسليک شو.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دوو کلونو کې درې زره او ٩٤ تنه د زړه په ناروغيو اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره په کور دننه روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د ناروغو ماشومانو درملنه به کله او کوم هېواد کې کېږي، خو د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې زرګونه ناروغ ماشومان د درملنې په تمه دي.

تر دې وړاندې سري میاشتي ویلي و، چې تېر کال یې له سلو ډیر ماشومانو د درملنې په موخه له غزني څخه جرمني ته استولي وو.

د زړه په ناروغیو، په اور د سځول شویو او په نورو جدي ناروغیو د اخته ماشومانو درملنه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا په کور دننه او بهر د بېلابېلو هېوادونو په مالي مرسته کېږي.

د زړه سوري درملنه خورا لوړ لګښت لري او په افغانستان کې ډیری کورنۍ د وړیا عملیاتو لپاره کلونه انتظار باسي.

ایف‌بي‌ای د هغه امریکايي لیکوال، پل پسې اخیستی چې لس کاله وړاندې په خوست کې ورک شوی و

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د امریکا د څېړنو فډرالي ادارې یو ځل بیا له ټولو غوښتي چې د پاول اډون اوربي جونیر په اړه معلومات ولري، ایف‌بي‌ای یا د متحده ایالاتو نږدې سفارت سره دې اړیکه ونیسي. په ۲۰۱۴ کال کې یو امریکايي لیکوال پاول اډون اوربي جونیر خوست ولایت ته د څیړنې لپاره تللی و او ورک شو.

له هغه وخت راهیسې، د دغه لیکوال په اړه هیڅ معلومات نشته.

په ۲۰۱۸ کې، د متحده ایالاتو د څېړنو فډرالي ادارې د هغه د موندلو لپاره یو میلیون ډالره انعام ټاکلی و.

د شنبې په ورځ، دغې ادارې یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې، «هر هغه څوک چې د پاول اډون اوربي جونیر د ورکیدو په اړه معلومات لري، ایف‌بي‌ای او یا دې د متحده ایالاتو له نږدې سفارت یا قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسي.»

په واشنګټن کې د ایف‌بي‌ای د دفتر مدیر ډیویډ سنډبرګ، وویل. «دغه میاشت د اوربي د ورکېدو لسمه کلیزه ده، او موږ غواړو له دې فرصت څخه ګټه واخلو او د معلوماتو راټولولو لپاره خپله غوښتنه بیا تازه کړو چې د هغه د ځای په موندلو کې له موږ سره مرسته وکړي.»

اوربي له ورکېدو وړاندې ویلي و، چې د خپلو څېړنو په موخه له پاکستانه څخه افغانستان ته له ډیورنډ کرښې اوړي، خو تر ۲۰۱۴ کال وروسته یې په اړه معلومات نشته.

ویل کیږي چې نوموړی د افغانستان او پاکستان تر منځ په ډیورنډ کرښه ورک شوی او له هغه وخت راهیسې ایف‌بي‌ای د هغه د موندلو هڅې کوي.

د اوربي له ورکېدو څه باندې لس کاله تېرېږي، خو تر اوسه پورې د هغه د ورکېدو لامل او یا هم د هغه احتمالي تښتول کېدل نه دي په ډاګه شوي.

د ۲۰۱۸ په مئ کې، د امریکا د څېړنو فډرالي ادارې د اوربي موقعیت، موندلو، او بېرته راستنیدو په موخه د معلوماتو لپاره د یو میلیون ډالرو انعام اعلان کړ.

له هغه وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د عدالت پلي کولو د انعامونو پروګرام، بیا د اوربي د موقعیت، موندلو او بېرته راستنېدو په موخه د معلوماتو لپاره د پنځو میلیونوډالرو انعام وړاندیز وکړ.

یونیسف: په غور کې د سېلاب نوې څپې زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وویل، چې د افغانستان په مرکز، غور ولایت کې د جمعې د ورځې سیلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي.

په همدې حال کې، یونیسف ویلي، چې د افغانستان په شمال کې په وروستیو سیلابونو کې لږ تر لږه شل زره کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

دغه مرستندویه سازمان وايي، چې له زیانمنو شویو او په ځانګړې توګه له ماشومانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د طالب چارواکو د شمېرو له مخکې په غور کې د سېلاب د نوې څپې له امله لږ تر لږه ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له جدي اغېزو سره مخامخ دی.

نوټردام چې د اقلیم د بدلون په وړاندې د هیوادونو د زیانمنتیا او چمتووالي پر بنسټ درجه بندي کوي، افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیم د بدلون له اغیزو سره د مقابلې لپاره په نړۍ کې شپږم ډیر زیان منونکی او لږ چمتو هیواد بولي.