• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني ځواکونو او طالبانو پر ډیورنډ کرښه له ۵ ورځو جګړې وروسته اوربند وکړ

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۱:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۰:۲۲ GMT+۱

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د پاکستان سرحدي ځواکونو او طالبانو نن ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پنځه ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وکړ. د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپتان کې له ډیورنډ کرښې سره دې جګړه کې ۴ طالبان او ۳ ولسي افغانان وژل شوي او د ۵ ملکیانو په ګډون ۱۴ طالبان ټپیان شوي.

دواړو لورو د دې نښتو د پای ته رسولو لپاره د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ او د کورمې د خرلڅي ترمنځ د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې خبرې درلودې.

سرچینې وايي، پر اوربند سربېره دواړو لورو هوکړه کړې، چې له دې وروسته که جنجال رامنځته کیږي د جګړې پرځای به د خبرو له لارې حل کیږي.

په سیمه کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دواړو خواو منلې چې سبا ته به هم ناسته کوي او پکې به د لارو د خلاصون او د ولسي خلکو د تګ راتګ په تړاو خبرې کیږي.

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې بېګا شپه د دواړو خواوو سخته نښته وشوه، خو د شنبې ورځې د خبرو په پایله کې دا نښته پاى ته ورسېده.

افغانستان انټرنشنل ته د ځايي اوسېدونکو په لېږلیو ویډیوګانو کې ليدل کيږي، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ د بازار دوکانونه او کورونه ویجاړ شوي دي.

که څه هم پاکستاني او طالب چارواکو تر اوسه د دغو نښتو د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو نا رسمي سرچینې وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري په صفري نقطه کې د پوستې جوړول د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پیل لامل و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

کابل ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده دوه ورځنی سفر او د هغه لیدنې

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو له سرچېنو کابل ته د دې ډلې د مشر د سفر جزیات ترلاسه کړي. ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو کورنیو چارو وزارت، ارګ او ستره محکمه کې غونډې کړې، خو د ملګرو ملتونو له استازي، حامد کرزي او عبدالله غبدالله سره یې لیدنې رد کړې دي.

ملا هبت الله اخوندزاده له کندهار د پنجشنبې په ورځ کابل ته لاړ.

د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې د طالبانو مشر په لومړی ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۳۴ ولایتونو د والیانو او قومندانانو لپاره د کاري ښه والي په موخه د څلور ورځني سمینار په پای غونډه کې کډون وکړ.

تالار ته د ننوتلو پرمهال د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د ملا هبت الله اخوندزاده ملتیا کوله.

د عیني شاهدانو په خبره، ملا هبت الله اخوندزاده په دې ناسته درې ساعته وینا وکړه.

د وینا پرمهال د ملا هبت الله اخوندزاده سره په څنګ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او دده لومړی معاون محمد نبي عمري ناست وو.

د ملا هبت الله اخوندزاده د وینا مهم ټکي:

نوموړي په دغه غونډه کې طالب والیانو او نورو چارواکو ته ویلي چې په مسووليت کې «قوم او خپلولي په نظر کې مه نيسئ او داسې خلک نظام ته را داخل کړئ چې نظام ته يې ګټه وي.»

د هغه په خبره، طالبان دې مسووليت اهل ته وسپاري، د خپلوۍ او ملګرتيا له وجې دې په دندو ګمارنې نه کوي.
ملا هبت الله دا هم ویلي چې طالبان دې د ژبې، سمت، پښتو او فارسي په اړه تفرقه نه کوي؛ اوکه چا دا کار کاوه، «ويې نيسئ او محکمې ته يې وسپارئ چې سزا ورکړي.»

په ارګ کې د ملا هبت الله غونډه

100%

د معلوماتو له مخې د ارګ غونډه له ماښام لمانځه وروسته پیل شوه.

په دې غونډه کې له ملا هبت الله سره د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر او ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترڅنګ له کندهار خه راغلي د ملا هبت الله مشاورینو مولوي احمد جان، مولوي محمد رسول، مولوي محمد عيسا، مولوي عبيدالله اخوند او ابوالمغفور حضور درلود.

خو ملا حسن اخوند چې لا د مخه کندهار کې و دې غونډه کې یې حضور نه درلود.

په دغه ناسته کي ملا هبت الله په خپلو خبرو کې د دې ډلې بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي ته بهرنۍ سیاست کې هر اړخيزه صلاحيت د شريعت او اسلامي اصولو رڼا کي ور کړ، خو ملا هبت لله اخوندزاده په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو لخوا د ځانګړي استازي ټاکل کېدو د مخالفت ترڅنګ وویل، چي په افغانستان کي یوناما فعال حضور لري نو د بل ځانګړي استازي ټاکل د نمنلو نه دی.

دغه ناسته د ماخستن لمانځه پورې پای ته ورسېده.

په ستره محکمه کې د ملا هبت الله اخوندزاده ناسته

100%

د باخبره سرچېنو د معلوماتو له مخې ملا هبت الله اخوندزاده په کابل کي د جمعې په ورځ د غويي ۲۸ مه د ستري محاکمې په مرکزي دارالافتاء کي د ستري محاکمې له مسوولینو سره د افغانستان د جزا کوډ په اړه پر بحث سربېره د شرعي حدود پر جاري کولو او د غلو لپاره د سزا پر ټاکلو بحث وکړ، چي نتيجه به يې ډېر ژر د طالبانو ستري محاکمې لخوا نشر شي.

ملا هبت اخوندزاده کومو غونډو کې کډون او د چا د لیدونو غوښتنې رد کړې
د معلوماتو له مخې کابل ته د ملا هبت الله اخوندزاده خپل دوه ورځني سفر کې د دوو غونډو دعوت د نامناسبو شریطو له امله رد کړي.

د طالبانو سرچینې وايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پیر لاکروکس په کابل کې د ملا هبت الله اخوندزاده سره د لیدنې غوښتنه کړې وه، ترڅو د ملګرو ملتونو پر روان ماموریت بحث ولري خو ملا هبت الله دغه ناسته رد کړې ده؛ خو بیا وروسته ملا هبت الله خپل پېغام د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په واسطه رسولی دی.

د طالبانو د باخبره سرچینو له مخې د طالبانو ریاست الوزرا اقتصاي مرستیال ملا برادر چې بغلان ته په سفر و، څو ځله یې د ملا هبت الله اخوندزاده له سکرتر ملا احمد اجان څخه غوښتي ول، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره دلیدنې لپاره زمنیه برابره کړي خو ملا هبت الله اخوندزاده له دغو دوه کسانو سره د لیدنې غوښتنه رد کړې ده.

ملا هبت الله اخوندزاده دغه سفر جعمې په ورځ د غويي ۲۸ پای ته رسېدلی او کندهار ته ستون شوی دی.

حامد کرزی: بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو ترهګریز برید غندم

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۱

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو پرونی برید غندي او وايي، دا یو ترهګریز برید و. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون د بامیان په مرکز کې په دغه برید کې درې اسپانویان او یو افغان ووژل او درې افغانان او یو بهرنی ټپي شول.

خو خپلواکې سرچینې وايي، په دې برید کې ۷ کسان ژوبل شوي دي.

حامد کرزی نن خپل اېکس کې لیکي، چې د اسپانیا حکومت او ولس ته د دې برید د قربانیانو تسلیت وايي او ټپیانو ته یې ژر تر ژره روغتیا غواړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او ترهګریز عمل یې بللی دی.

د طالبانو په واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې پر بهرنیو سیلانیانو برید کېږي.

د دې ډلې په واکمنېدو سره چې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، ښايي دا برید یې پر شمېر اغېز وکړي.

بامیان په جمهوریت هم تر ټولو امن ولایت و او د طالبانو په وخت کې هم ښايي دا لومړنۍ وسلواله پېښه وي چې ان د دې ولایت په مرکز کې پېښېږي.

تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.


د کرېکټ وتلی افغان ستوری راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۸ GMT+۱

افغان کرېکټ ستوری او په نړیواله کچه مشهور اتوپ اچوونکی راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو. کرېکټ بورډ په بهر کې د راشدخان د څلورو کلونو د پاتېدو لامل د هغه بوخت مهال وېش بللی دی.

د کرېکټ بورډ مسولينو او ځوانانو په کابل هوايي ډګر کې نن د نړۍ د دغه مشهور توپ اچوونکي او د شل اوره افغان ملي لوبډلې د کفتان راشد خان ارمان تود هرکلی وکړ.

د ملي لوبډلې دغه پياوړی لوبغاړی او کفتان پر داسي مهال افغانستان ستنيږي، چې وړمه ورځ د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو په شل اوره نړیوال جام کې د ګډون لپاره سفر پیل کړ.

دوی په راتلونکې مياشت کې په امريکا او ويسټ انډيز کې د نړیوال شل اوره جام له پیلېدو مخکې په انتیګا کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ لري.

طالبان: ‏د خوست - پکتیا لویه لار د موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وایي، د خوست - پکتیا لویه لار چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د غرښویېدني له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه بېرته پرانیستل شوه.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوي چې دغه لویه لار ژر تر ژره په پشپړه توګه پاکه کړي.

دغه لاره تزره ورځ د غر ښویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.
له بل پلوه بیا د فیض اباد-بهارک لویه لاره هم د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر ذبیح الله امیري وایي، چې دغه لاره په اب افچک سیمه کې د سېلاب راوتو له امله تړل شوې ده.

100%

‎ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۳ کې څه باندې ۲ زره ترهګریز بریدونه ثبت کړي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ( د غویي ۲۸مه) ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۲ زره او ۷۵ «ترهګریزو» بریدونو په پایله کې د ۴۰۰سرتېرو په ګډون یو زرو او ۲۱۵ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغو بریدونو د عاملینو نومونه نه دي اخیستي.

د یاد وزارت د شمیرو له مخې، د دغو ترهګریزو بریدونو په پایله کې چې په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شوي، دوه زره او ۵۹۳تنه ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډير بریدونه په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال د جنورۍ له پیل راهېسي یوازې په دغه ایالت کې شاوخوا ۵۰۰ "ترهګریز" بریدونه شوي دي.

په دغو بریدونو کې د ۱۱۸ ملکي وګړو په ګډون ۲۸۵ کسان وژل شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغو بریدونو عاملین نه دي په ګوته کړي.

تر دې مخکې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو موسسې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ۳۶سلنه زیات شوي دي.

دغه موسسې زیاته کړې، چې په مارچ میاشت کې پاکستان کې ۵۶ وسله وال بریدونه شوي، خو دغه هېواد په اپریل میاشت کې د ۷۷ ترهګریزو بریدونو شاهد و.

همدا راز،د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي تر دې مخکې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه ۶۵سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي. اصف دراني ادعا وکړه چې په دغو ځانمرګو بريدونو کې افغان وګړي هم لاس لري.

پاکستان په وار وار پر افغان طالبانو تور لګوي چې وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکوي، هغه ادعا چې طالبانو په کراتو رد کړې ده.